رسنۍ

د ملټي ميډيا انعامونه د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان داستان څرګندوي

د عديل سعيد لخوا

شيبا حيدر (ګس اړخ ته)، چې په پیښور کې يوه خبریاله ده، د فبرورۍ په ۱۷ مه په اسلام آباد کې "د تاوتريخوالي پر ځای د سولې" په برخه کې د خپلې ډاکومنټرۍ لپاره انعام ترلاسه کوي. [د پاکستان د سولې ډله]

شيبا حيدر (ګس اړخ ته)، چې په پیښور کې يوه خبریاله ده، د فبرورۍ په ۱۷ مه په اسلام آباد کې "د تاوتريخوالي پر ځای د سولې" په برخه کې د خپلې ډاکومنټرۍ لپاره انعام ترلاسه کوي. [د پاکستان د سولې ډله]

پیښور -- پاکستان د فلم جوړونکو، ژورناليستانو، هنرمندانو او د ملټې ميډيا زده کونکو لپاره د رسنیو د سیالۍ له لارې د فرقه واريت، تاوتریخوالي، افراطیت او تروریزم په وړاندې ګامونه پورته کوي.

پرعزم پاکستان، چې د ميډيا يو پروجيکټ دی او د اطلاعاتو او نشرياتو وزارت د پاکستان د سولې ډلې (پي پي سي) پروجيکټ لاندې پيل کړی دی، د دغه مقابلې انتظام وکړو او د لنډ فلمونو / ډاکومنټرو، د ډیجیټل تخلیقي موادو، د تصويري ډاکومنټرو، د ویډیو خبرونو او د لیکل شوي موادو وړاندې کولو غوښتنه يې وکړه.

پرعزم پاکستان د تير اکتوبر په میاشت کې دوهمه کلنيزه مقابله پیل کړه او د جنورۍ په ۱۵ مه يې د تخليقي موادو جمع کولو د آخرنۍ نیټې اعلان وکړو. د ايوارډ ورکولو پروګرام په اسلام آباد کې د فبرورۍ په مياشت کې ترسره شو. په دریمې مقابلې کار روان دی، چې د درخواست جمع کولو آخرنۍ نيټه يې ۳۱ دسمبر دی.

د پي پي سي چيف ايګزيکيټيو شبير انور د مارچ په ۱۰ مه پاکستان فارورډ ته وویل، "پرعزم ايوارډونه د پي پي سي د هغه هڅو برخه ده چې موخه يې په پاکستان کې د افراطيت او تشدد په وړاندې د عمومي مرستې زیاتوالي او مقاومت ته وده ورکول دي."

بصري فنکار مجتبی محسن دا انځور د ډیجیټل تخليقي موادو په برخه کې د بین المذاهب هم آهنګۍ د موضوع سره وړاندې کړو. هغه لیکي چې د زده کړې نشتوالی نفرت او غلط تصورات رامنځته کوي او شرپسند خلک هڅوي چې د دینونو ترمنځ سولې ته زيان ورسوي. [پرعزم پاکستان]

بصري فنکار مجتبی محسن دا انځور د ډیجیټل تخليقي موادو په برخه کې د بین المذاهب هم آهنګۍ د موضوع سره وړاندې کړو. هغه لیکي چې د زده کړې نشتوالی نفرت او غلط تصورات رامنځته کوي او شرپسند خلک هڅوي چې د دینونو ترمنځ سولې ته زيان ورسوي. [پرعزم پاکستان]

د شهباز خان د ویډیو يو سکرین شاټ د هغه پاکستانيانو يوه ډله په ګوته کوي کومو چې د سوله ايزې ټولنې د برخې د جوړيدو لپاره خپلې وسلې پرځمکه کيښودې.

د شهباز خان د ویډیو يو سکرین شاټ د هغه پاکستانيانو يوه ډله په ګوته کوي کومو چې د سوله ايزې ټولنې د برخې د جوړيدو لپاره خپلې وسلې پرځمکه کيښودې.

هغه وویل، "د دې مقابلې د ترسره کولو موخه دا ده چې د عامو خلکو په ژوند باندې د تروریزم اثر کم کړي او پيشه ور خلک وهڅوي چې په ټولنه کې افراطيت په ګوته کړي."

انور وویل: "د مختلفو موضوعاتو لپاره ۲۰ ايوارډونه موجود ول چې په دې کې د افراطيت په پرځای سوله، بين المذاهب هم آهنګي، مقاومت، د افراطیت پر وړاندې مقاومت او د تروریزم د مرستط د مخنیوي موضوعات شامل ول."

هغه وويل، "موږ د دې انعامونو لپاره له ۱۰۰ څخه زیات درخواستونه ترلاسه کړل او ۱.۵ میلیونه روپۍ (۱۵،۰۰۰ امريکايي ډالره) مو ګټونکي کسانو ته ورکړي." هغه زياته کړه، چې ګډونوالو د کوټې، کراچۍ، بهاولپور، لاهور، مالاکنډ، پېښور، اسلام آباد او راولپنډۍ سره تعلق لرلو.

د ترهګرۍ پر وړاندې زړورتيا

د پرعزم پاکستان ويب سايټ له مخې، "دا کمپاین هغو زړورو اشخاصو او موسسو ته باج ورکوي کومو چې د ترهګرۍ او افراطیت په وړاندې حوصله او زړورتيا ښودلې ده."

دغه ويب سايټ څرګندوي چې "د دوی ډله ایز پیغام لوړ او واضح دی: 'پاکستانیان د تاوتريخوالي، افراطیت شرونه ردوي او د دې د منفي اثراتو سر بيره د برداشت ماده لري او هيله مند دي."

محسن بټ، چې د ترهګرۍ پر ضد د ادارې (نيکټا) ډپټي کوارډينيټر دی، وويل، "یو خوا، حکومت، امنیتي ځواکونه او ملي ادارې د تروریزم په له منځه وړلو کې اغیزمن رول لوبوي، بل خوا، زموږ هیوادوال د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره قربانۍ ورکوي."

بټ د ايورډ په مراسمو کې د ستر ميلمه په توګه وويل، چې نيکټا او پي پي سي همکاري کوي چې د تروریزم، افراطیت او د برداشت د نشتوالي په وړاندې ملي تګلاره جوړه کړي. هغوی دا پیغام ورکوي چې د ټولنې نه دا ډول خطرونه د لرې کولو لپاره زيات ملي یووالی اړین دی.

بټ وويل، "د پرعزم ایوارډونو پروجيکټ به نه يوازې ځوانان راجلب کړي چې د بنسټ پالنې پر وړاندې په روانه جګړه کې برخه واخلي بلکې دوی به وهڅوي چې له ژمنې سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي."

پاکستانيان برداشت لري

د دغه مقابلې په خبري کټګورۍ کې، د نیو نيوز قاسم شاه لومړى انعام وګټلو. د جيو ټي وي شيبا حيدر دویم انعام وګټلو او د دنيا ټي وي عمران بخاري دریم انعام ترلاسه کړو.

حيدر، چې په پيښور کې يوه ژورناليسټه ده او "د تاوتریخوالي پر ځای د سولې" په کتګورۍ کې د ډاکومنټرۍ د جوړولو له کبله يې دوهم انعام ترلاسه کړو، وويل، "د ترهګرۍ برید د تاوتریخوالي، زیان، تباهۍ او مصيبت د نه منلو وړ داستانونه رامنځته کوي، خو د غم مثبت اړخونه هم موجود وي لکه صبر، ژغورل، برداشت او د صدمې نه بیرته خلاصی موندل."

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "که چیرې موږ غواړو چې خپل ملت ته دا پيغام ورسوو چې مونږ له به د تروريزم په وړاندې جګړه ګټل ضروي وي، نو موږ له پکار ده چې د هرې پیښې مثبت اړخونه په ګوته کړو."

د شيبا خبري کیسې د هغه کورنيو حوصله او مقاومت په ګوته کړو کوم چې په پیښور کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په آرمي پبلک سکول کې د تروریستی برید لخوا ځپل شوي ول. په دغه بريد کې له ۱۴۰ څخه زیات ماشومان او ښوونکي وژل شوي ول.

هغې وویل: "ما د دې پيغام ورکولو هڅه وکړه ... چې څنګه خلک د غم سره مخامخ کيږي او څنګه دوی عادي حالت ته بيرته راځي."

بخاري، چې د دنيا ټي وي ژورناليسټ دی او دريم انعام يې ترلاسه کړو، وويل، "پرعزم ايوارډونو [زه وهڅولم] چې په هغو کیسو تمرکز وکړم کومې چې د ملت قوت پیاوړي کولی شي چې له زيات قوت سره د تروریزم په وړاندې مبارزه وکړي او موږ په دې غلبه ترلاسه کړو."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د ترهګرۍ پر ضد جګړه یوازې د عامه ملاتړ سره ګټل کیدی شي، او د دې مقصد لپاره، دا ډول کمپاینونه اړین دي چې ملت ته دا شعور ورکړي چې موږ ټولو له پکار ده چې رامخکې شو او د خپل دښمن په ماتولو کې رول ولرو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500