امنیت

د پاکستان سپر ليګ فاينل د 'سولې بريا' ده

د عبدل ناصر خان لخوا

د کرکټ لوبغاړي د مارچ په ۲۵ مه په کراچۍ کې د نيشنل سټيډيم نه بهر د پيښور زلمي او اسلام آباد يونايټد ترمنځ د فاينل ميچ لپاره چيغې وهي. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

د کرکټ لوبغاړي د مارچ په ۲۵ مه په کراچۍ کې د نيشنل سټيډيم نه بهر د پيښور زلمي او اسلام آباد يونايټد ترمنځ د فاينل ميچ لپاره چيغې وهي. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

کراچۍ -- پاکستاني چارواکو او د کرکټ مينه والو د يکشنبې په ورځ ( د مارچ په ۲۵ مه) نهه کاله وروسته په کراچۍ کې د دريم پاکستان سپر ليګ فاينل ميچ سره د نړیوال کرکټ بېرته بحاليدل ولمانځلو.

دغه ميچ په نيشنل سټيديم کې په سخت امنیتي حالت کې ترسره شو.

اسلام آباد يونايټد دفاعي چيمپين پيښور زلمي ته د دريو ويکټو سره ماتې ورکړو او په دوهم ځل يې دغه ټرافي ترلاسه کړه. اسلام آباد يونايټد پي ايس ايل-۱ په ۲۰۱۶ کال کې ګټلې و، په داسې حال کې چې پیښور زلمي په ۲۰۱۷ کال کې په پی ایس ایل-۲ کې بریا ترلاسه کړې وه.

د ۸،۰۰ نه زیاتو امنیتي کارکوونکو د دغه پیښې ساتنه وکړه.

د اسلام آباد يونايټد لوبغاړي او کارکونکي په کراچۍ کې د مارچ په ۲۵ مه د دریم پاکستان سپر لیګ په فاينل ميچ کې خپله بريا لمانځوي. [پاکستان سپر لیګ]

د اسلام آباد يونايټد لوبغاړي او کارکونکي په کراچۍ کې د مارچ په ۲۵ مه د دریم پاکستان سپر لیګ په فاينل ميچ کې خپله بريا لمانځوي. [پاکستان سپر لیګ]

د پاکستان رینجرز د مارچ په ۲۵ مه په کراچۍ کې د نيشنل سټيډيم نه بهر ګشت کوي. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

د پاکستان رینجرز د مارچ په ۲۵ مه په کراچۍ کې د نيشنل سټيډيم نه بهر ګشت کوي. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

کتونکي د مارچ په ۲۰ مه په لاهور کې د قذافي سټیډیم نه بهر تلاشي ورکوي. [عبدل ناصر خان]

کتونکي د مارچ په ۲۰ مه په لاهور کې د قذافي سټیډیم نه بهر تلاشي ورکوي. [عبدل ناصر خان]

د ښه امنيت يوه نښه

د پي ايس ايل-۳ لومړي ۳۱ ميچونه په متحده عرب اماراتو کې ترسره شول، په داسې حال کې چې په لاهور کې دوه ميچونه او په کراچۍ کې فاينل ترسره شو، چې دا په پاکستان کې د ښه وضعیت يو ثبوت دی.

صدر ممنون حسين په يو بيان کې وويل، په پاکستان کې د پي ايس ايل ميچونه دا څرګندوي چې ملت ترهګرۍ ته ماتی ورکړی دی.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه وويل، پاکستان نن ورځ بريالی شو!

د پوځ د عامه اړيکو دفتر ډايريکټر جنرل ميجر جنرل آصف غفور په يو ټويټ کې وويل، "موږ د خپل مقصد، د تل پاتې سولې او ثبات، په لور روان يو."

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چيرمين نجم سيټهي اعلان وکړو چې د پي ايس ايل-۴ نيم ميچونه به په پاکستان کې ترسره کیږي.

هغه په يو ټويټ کې وويل، "موږ به د لاهور او کراچۍ نه علاوه په نورو ښارونو کې هم د پي ايس ايل-۴ ميچونه ترسره کړو."

د جوش نه ډک مينه وال

د کرکټ يو ځايي مينه وال ذيشان نذير پاکستان فارورډ ته وويل، "د کراچۍ اوسیدونکو د اوږدې مودې وروسته ډیر خوند ترلاسه کړو."

هغه وويل، "که څه هم [د سخت امنیتي تدابيرو له کبله] مونږ د ستونزو سره مخامخ وو، خو مونږ خوشحاله وو."

په کراچۍ کې د سپورټس خبریال محمود ریاض پاکستان فارورډ ته وویل، "ما ډيره لیوالتیا ولیدله."[پاکستانیان] د خپلو کورنیو سره بهر ته راوتلي ول چې ویرې او اورپکۍ ته ماتې ورکړي."

د کورنيو چارو وزير احسن اقبال ژورناليستانو ته وويل، "زه ټول هېواد ته مبارکي ورکوم چې پي سي بي په پاکستان کې د پي ايس ايل ميچونه ترسره کړل." هغه دا پيښه "د امن بريا وګڼله."

د پنجاب وزیر اعلی شهباز شریف وویل، "زموږ د خلکو برداشت او د کرکټ لپاره ليوالتيا کامیابه شوه."

په لاهور کې د سپورټس خبریال حافظ شهباز علی پاکستان فارورډ ته وویل، "په لاهور کې د پي ايس ايل دوه ميچونه او په کراچۍ کې فاينل د پي سي بي او حکومت لپاره يو ازميښت و." "اوس موږ هيله لرو چې د کرکټ ټول ميچونه به په پاکستان کې ترسره شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500