ترانسپورت

ګلابي ٹیکسي په پاکستان کې د خوندي سوارۍ سره ښځو ته واک ورکوي

د محمد آهل لخوا

د ښځو لپاره د ګلابي ټيکسي يو ډريور په کراچۍ کې د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۸ مه د دغه خدمت په افتتاحي مراسمو کې د خپل ګاډی مخې ته تيريږي. [آصف حسن/ای ايف پي]

د ښځو لپاره د ګلابي ټيکسي يو ډريور په کراچۍ کې د ۲۰۱۷ کال د مارچ په ۸ مه د دغه خدمت په افتتاحي مراسمو کې د خپل ګاډی مخې ته تيريږي. [آصف حسن/ای ايف پي]

پیښور -- په پاکستان کې د ګلابي ټیکسي خدمت نه يوازې ښځو ته واک ورکوي بلکې هغوی ته د کار موقعې او د کار ځای او يا سکول ته د تګ راتګ لپاره خوندي سواري برابروي.

د ښځو د ټيکسي خدمت، چې د "پیکسي" په نامه هم یادیږي، د جنورۍ په مياشت کې په پیښور کې کار پیل کړو. ښځې کولی شي چې د فون، موبايل ايپ او يا په سړک باندې ګلابي ټیکسي ته په اشاره ورکولو سره دغه ټيکسي ته لاس رسی ترلاسه کړي.

تمنا خان، چې په خيبر پښتونخواه کې د ګلابي ټیکسي لومړۍ ډريوره ده، وویل، هغه په دې فخر کوي چې هغه د هغه دندې له لارې د خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي کومه چې په پاکستان کې زياتره د ناريناو دنده ده.

هغې پاکستان فارورډ ته د مارچ په ۱۸ مه وویل، "ښځې د ډيرو ستونزو سره مخامخ کيږي کله چې هغوی زموږ په ټولنه کې د کار لپاره بهر ته راووځي، نو دا ګلابي ټيکسي زما په څیر د ښځو لپاره یو غوره پلیټ فارم دی چې په عزت خپله دنده ترسره کړي."

د ګلابي ٹیکسي يو ډريور د مارچ په ۱۸ مه په پیښور کې د مسافرو لپاره انتظار کوي. [محمد آهل]

د ګلابي ٹیکسي يو ډريور د مارچ په ۱۸ مه په پیښور کې د مسافرو لپاره انتظار کوي. [محمد آهل]

هغې وويل، "سماجي پابندۍ او اقدار هغه اصلي خنډونه دي، چې ښځې به ترې ځان خلاصوي چې د ناريناو نه په ډک چاپيريال کې خپلې دندې يقيني کړي." "خو لکه څنګه چې د ګلابي ټيکسي پیرودونکي او چلونکي ټولې ښځې دي، زما په شان ښځې به د روزګار په لټه کې د ستونزو سره مخامخ نه شي."

د بريا لپاره ښځو ته واک ورکول

فضا خان، چې د ګلابي ټیکسي لپاره د مارکیټنګ او د ميډيا منيجره ده، وويل، "موږ په تیر مارچ کې په کراچۍ کې د ګلابي ټیکسي خدمت پیل کړو، او اوس موږ دا په پېښور کې پيل کړی دی." "مونږ به دا په تدریجي توګه په ټوله صوبه کې پراخه کړو."

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "د دې نوښت بنيادي موخه د ښځو ځواکمنول دي او دوی ته کار چمتو کول دي چې له دې امله دوی د خپلو کورنیو سره مرسته وکړي."

هغې وويل، "دا نه يوازې ښځو ته [روزګار] برابروي، بلکې دا يو ښه فليټ فارم هم دی چې د مسلکي ښځو سره په وړاندې تلو کې مرسته وکړي." هغې زياته کړه چې هغه هيله لري چې دا به يو مثبت انځور ته وده ورکړي چې پاکستانۍ مېرمنې مساوي وړتيا لري او په هر ډګر کې کار کولی شي."

کاجل مجيد، چې په پېښور کې په ريحانا جمال مجاهده اکيډمۍ کې يوه استاذه ده، پاکستان فارورډ ته وويل، "زموږ په ټولنه کې ډیری ښځې نه غواړي چې د نارینه ډريورانو سره سفر وکړي، په ځانګړې توګه کله چې دوی يواځې وي، نو ګلابي ټیکسي د هغوی لپاره د مرستې او آرام يوه خورا ښه سرچینه ده."

آفشين زمان، چې د ښخو لپاره په شهيد بينظير بهټو يونيورسټۍ کې په آرټ او ډيزاين کې ليکچراره ده، وويل، "[ګلابي ټیکسي]، د نورو ښځو د هڅولو له لارې، نه یوازې د ښځو د پیاوړتیا سرچینه ده، بلکې دا به د ښځينه مسافرو، په ځانګړي توګه د کار کوونکي ښځو او زده کوونکو، د ستونزو په حل کولو کې هم مرسته وکړي.

د ښځو لپاره خوندي سواري چمتو کول

زده کوونکو او ښځو، چې په مختلفو برخو کې کار کوي، د دې خدمت او په ګلابي ټیکسي کې په آرام سره سفر کولو ته هرکلې کړی دی.

ناديا سرور، چې په پيښور کې د ښځو لپاره په شهيد بينظير بهوټو يونيورسټې کې يوه طالب علمه ده، وويل، يوازې د ښځو لپاره د ټيکسي خدمت يو "ښه نوښت" دی.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "د ګلابي ټیکسي لپاره ايپ به د ښځو لپاره ګټور وي چې د يو کليک سره ټیکسي ته لاسرسی ترلاسه کړي." هغي زیاته کړه چې د ښځينه ډريورې سره سفر کول د "مزې" او ډیر "آرام" خبره ده.

ميشا کلثوم، چې په پيښور کې د معلوماتي ټکنالوجۍ او د ساينس په سيکاس يونيورسټۍ کې طالب علمه ده، وويل، "ګلابي ټیکسي ... به موږ ته د امنیت احساس راکړي."

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "دا به د ښځینه زده کونکو لپاره خوندي وي چې د نارینه ډريور په پرتله د ښځینه ډريورې سره سفر وکړي."

کاينات اشفاق، چې په پیښور کې په ټيليفون کمپنۍ کې کار کوي، وویل: يوازې د میرمنو لپاره د ټیکسي خدمت به د "نارینه ډريورانو لخوا د ځورونې په مخنیوي کې مرسته وکړي او کتل او طنزیه تبصرې به له منځه یوسي چې ښځې ورسره اکثر هغه وخت مخامخ کيږي کله چې دوی د نارینه ډريورانو سره سفر کوي."

هغې پاکستان فارورډ ته وويل، "دا پیغام به ډیر لوړ او روښانه وې چې ښځې زمونږ په محافظه کارانه ټولنه کې پیاوړې دي او دوی کولی شي چې د روايتي دندو په پرتله په [کاري ځواک کې] د ټولنې د نارینه غړو سره سیالي وکړي."

آفشین پاکستان ته وویل، "دا به ضرور ځوانې ښځې وهڅوي چې د ماهرو ډريورانو په توګه خپل قسمت وازمویي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500