جرم او انصاف

د خیبرپښتونخواه چارواکي د ترهګرۍ سره د تړا لرونکي او خیراتي ډلو اثاثې ضبط کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د جماعت الدعوا مشر ، حافظ محمد سعید، په لاهور کې د تير دسمبر په ۱۷ مه د متحده آیالاتو او د اسراییلو پر ضد په ريلي کې خطاب کوي. د خیبرپښتونخواه چارواکو د ترهګريزو اړیکو له کبله د جماعت الدعوا پرضد عمليات پیل کړي دي. [عارف علی/ای ايف پي]

د جماعت الدعوا مشر ، حافظ محمد سعید، په لاهور کې د تير دسمبر په ۱۷ مه د متحده آیالاتو او د اسراییلو پر ضد په ريلي کې خطاب کوي. د خیبرپښتونخواه چارواکو د ترهګريزو اړیکو له کبله د جماعت الدعوا پرضد عمليات پیل کړي دي. [عارف علی/ای ايف پي]

پيښور -- د سیاستدانانو او امنیتي شنونکو له مخې، د خیبر پښتونخواه چارواکو لخوا د جماعت الدعوا خلاف روان علميات ترهګرو ته پیغام ورکوي چې د دوی فعالیتونه به برداشت نه کړی شي.

د خیبرپښتونخواه پولیسو د شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۷ مه) په پيښور او د صوبې په نورو ضلعو کې د حافظ محمد سعید تر مشرۍ لاندې د جماعت الدعوا دفترونه بند کړل او د دې د خيراتي څانګې، فلاح انسانيت فاونډيشن، عمليات يې ودرول.

پاکستان په دغه دواړو سازمانونو باندې د منع شوي ترهګريزې ډلې لشکر طیبه سره د تړاو لرلو کلبه بنديز ولګوو. د متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې وويل چې فلاح انسانيت فاونډيشن د لشکرطيبه يو بل نوم دی، او په دې يې تور ولګوو چې دا د جماعت الدعوا، چې د لشکر طيبه يوه بله ډله ده، لپاره يو مختلف نوم استعمالوي.

چارواکو د فبرورۍ په ۱۴ مه په خیبرپښتونخواه کې د فلاح انسانيت فاونډيشن اثاثې ضبط کول پيل کړل.

يو لوړ پوړي چارواکي د مارچ په ۱۷ مه ډان خبري اژانس ته وويل، "موږ د دغه فاونډيشن دفترونه تړلي دي، درې ديني مدرسې او دوه جوماتونه مو په خپل کنټرول کې اخيستې دي او نيول شوي اثاثې مو اوقاف [او د مذهبي چارو] ادارې ته حواله کړي دي چې د دې عملياتي مسلې سنبال کړي."

هغه وويل، "موږ په بالاکوټ او ايبټ آباد کې يو روغتيايي مرکز او يو دفتر بند کړو او امبولانسونه مو ضبط کړل."

'اولس سوله غواړي'

د خیبر پښتونخواه د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان وویل، دا عمليات د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د عمل ملي پلان يوه برخه ده او د وفاقي حکومت سره په نږدې همغږۍ کې ترسره کيږي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستان دا نه شي برداشت کولی چې خلک دې د تروریستي فعالیتونو سره تړاو ولري. "موږ ډیر زيان ترلاسه کړی دی، او موږ له پکار ده چې د هغه خلکو سره د رحم چلند ونه کړو کوم چې د ترهګرۍ په فعاليتونو کې ښکيل دي."

د عوامي نیشنل پارټۍ مشر میاں افتخار حسين پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د خیبرپښتونخواه حکومت د کوششونو ستاينه کوو چې د جماعت الدعوا عملیات يې بند کړي دي." "دا سمه خبره ده چې ترهګرو ته روښانه پیغام واستوو چې موږ به د هغوی فعالیتونو ته اجازه ورنه کړو."

هغه وويل، "پکار ده چې دا عمليات نه يوازې د جماعت الدعوا خلاف بلکې په هيواد کې د نورو منع شوي ډلو پر وړاندې هم جاري وساتل شي." "پکار ده چې په دې کې د نرمۍ نه کار وانه خيستل شي، او حکومت باید په هغه ټولو ګروپونو او کسانو باندې بنديز ولګوي کوم چې د ترهګرۍ سره تړاو لري."

هغه وويل، "يو څو سازمانونو په نړۍ کې د پاکستان انځور ته زيان رسولی دی، او موږ دې ته اړتيا لرو چې نړۍ ته وښيو چې موږ يو سوله ايز ملت يو." هغه زياته کړه، چې دا ډول اقدام د نړيوالو قوانينو سره سم دی.

حسين وويل، "ترهګرۍ خلکو ته ډير زيان رسولی دی." "خلک سوله غواړي."

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پيښور کې د امنيت شنونکی او د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، وویل، د ترهګریزو اثاثو ضبط کول په سم لوري یو ګام دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستان د يو څور تررويستي عناصرو له کبله د ټولې نړۍ په نظر کې دی، او دا وخت دی چې حکومت د هغوی د فعالیتونو مخه ونيسي."

هغه وويل، "دا ترهګريزې ډلې ځانونه د خيراتي ادارو په توګه څرګندوي او خلکو ته دهوکه ورکوي او د هغوی نه چندې ترلاسه کوي." هغه زياته کړه، دا یقیني کول د حکومت ذمه واري ده چې دا چندې د اورپکۍ لپاره استعمال نه شي.

هغه وويل، "حکومت بايد د دې [منع شويو] ډلو دفترونه او خيراتي کارونه بند کړي."

د تروریزم د تمویل پر ضد مبارزه کول

د پاکستان د سيکيوريټيز او ايکسچينج کميشن د جنورۍ په لومړۍ نېټه هغه ترهګريزو سازمانونو او کسانو ته په چنده ورکولو باندې بنديز ولګوو کوم چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیز کمیټۍ په لیسټ کې شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه د ۷۲ منع شويو ډلو يو لیسټ خپور کړو، چې په دې کې جماعت الدعوا او د دې خيراتي ډله فلاح انسانيت فاونډيشن شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت له مخې، د منع شویو سازمانونو سره مالي يا نوره مرسته کول به جرم ګڼل کیږي. حکومت منع شوي سازمانونه او کسان د چندې راټولولو او همدارنګه د ټولنيز، سياسي، فلاحي او مذهبي فعاليتونو نه منع کړي دي.

هغه ادارې، چې په چندې راټولو باندې د بندیز سره سم عمل نه کوي، په هغوی به د ۱۰ ميليونو روپور (۹۰،۳۰۰ آمريکايي ډالره) پورې جرمانه لګولی کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حکومت نور څه کولی شي؟ دوی خو به انکل ټرمپ خوشحالوي.

ځواب

دا مناسبه نه ده چې د ايف آی ايف په وړاندې ګام پورته کړی شي ځکه چې دا یوه فلاحي اداره ده.

ځواب