امنیت

طالبان د غني د سولې د پلان په سر په داخلي مباحثه بوخت دي

ای اېف پي

افغان ولسمشر اشرف غني د کب په ۲۲ مه په کابل کې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس سره خبرې کوي.‌ متیس د کب په ۲۲ مه کابل ته د یوه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې وویل، چې یو شمېر طالبان دې ته تیار دي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، او دغه ادعا د ولسمشر غني له خوا د روانې میاشتې په پیل کې د سولې د وړاندیز شوي پلان په وړاندې د طالبانو د چوپ غبرګون په واسطه تاییدېږي [توماس واټکینس/ای اېف پي]‌

افغان ولسمشر اشرف غني د کب په ۲۲ مه په کابل کې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس سره خبرې کوي.‌ متیس د کب په ۲۲ مه کابل ته د یوه نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې وویل، چې یو شمېر طالبان دې ته تیار دي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، او دغه ادعا د ولسمشر غني له خوا د روانې میاشتې په پیل کې د سولې د وړاندیز شوي پلان په وړاندې د طالبانو د چوپ غبرګون په واسطه تاییدېږي [توماس واټکینس/ای اېف پي]‌

کابل -- تحلیلګران وایي،‌ د ولسمشرغني له خوا د سولې د خبرو د وړاندیز په وړاندې د طالبانو چوپ غبرګوند یادې ډلې په منځ کې د هغه حکومت په وړاندې، چې هغوی له پخوا راهیسې رد کړی دی، د یوه داخلي بحث را پورته کېدا ښیي.

د غني له وړاندیز راهیسې، په دوه اونیو کې، طالبانو په خپل الاماره وېب سایټ یوه اعلامیه او یوه نه لاسلیک شوې تبصره خپره کړه.‌

د طالبانو چوپتیا د غني د هغه وړاندیز په وړاندې، چې هغه د کب په ۹ مه په کابل کې په یوه نړیوال کانفرانس کې وکړ، د یوه مستقیم غبرګون لپاره مکررې غوښتنې راپورته کړې.افغان مشر همدارنګه د یوه اوربند غوښتنه وکړه چې تر هغه وروسته به طالبان په یوه سیاسي ګوند باندې بدل شي.‌

حکومت ته برلاسی ورکول

نه لاسلیک شوې تبصره، چې د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۲ مه/ خپره شوه، تکرار کړې چې طالبان تیار دي چېخبرې اترې وکړي خو یوازې له واشنګټن سره-- نه له کابل سره.‌

دا تبصره وروسته له هغه خپرېږي چې د تېرې اونۍ په وروستیو کې طالبانو کابل او د هغه د سولې د پروسې هڅې وغندل.

خو امنیتي تحلیلګران وایي، چې دغه وړاندیز طالبان په یوه محدوده کې را ایسار کړي دي.‌

د غني ادارې سره د خبرو اترو مطلق رد به افغان او ایتلافی ځواکونو ته دا توجیه په لاس ورکړي چې د اورپکو پر ضد هوایي بریدونه زیات کړي.‌

یوې افغان امنیتي سرچینې ای اېف پي ته وویل، «دا یو اسان تصمیم نه دی. که هغوی وړاندیز رد کړي، هغوی به حکومت ته د برلاسي فرصت په لاس ورکړي،»

د طالبانو په لیکو کې اختلاف

په کابل کې یوه غربي دپلومات ای اېف پي ته وویل،‌ «اعلامیه داسې ښیي، 'مونږ دومره کافي څه نه دي اورېدلي چې راشو او خبرې وکړو،'»

د طالبانو د رهبرۍ شورا -- چې د کوېټې د شورا په نامه یادېږي -- کې یوه جیګپوړي غړي وویل، اورپکي د غني د سولې پلان ته په «جدي» سترګه نه ګوري.‌

هغه د نوم نه ښودلو په شرط ای اېف پي ته وویل، «مونږ ویلي چې مونږ به له امریکا سره خبرې وکړو، او نه له افغان حکومت سره،»

خو د طالبانو په رهبرۍ کې ټول په دې نظر نه دي.

یوه لوېدیځ چارواکي چې له طالبانو سره تماس لري ای اېف پي ته وویل،‌«ځینې فکر کوي چې هغوی باید خبرې وکړي، ځینې فکر کوي چې هغوی باید له افغانانو سره خبرې ونه کړي، او یو شمېر داسې دي چې هغوی فکر کوي چې هغوی باید هېڅ خبرې ونه کړي،»

فشار احساسول

د ژمي په ترڅ کې سختې جګړې، هغه وخت چې کنګل تودوخې او واورې معمولاً په جنګ کې سکته راولي، داسې ګمانونه رامنځته کړل چې طالبان د متحده ایالاتو په مشرۍ د هوایي بمبارۍ د کمپاین زور احساسوي.

د متحده ایالاتو د ادارې تر نوې ستراتيژۍ لاندې،چې په اګست کې اعلان شوه او امریکایي پیلوټانو ته یې د اورپکو د په نښه کولو لپاره لا نوره د عمل ازادي ورکړه،هوایي بریدونه زیات شوي دي.‌

په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د پلان رییس برید جنرال مایکل فینزل د سې شنبې په ورځې وویل، د طالبانو چوپتیا «هڅوونکې» وه.

هغه خبریالانو ته وویل، «معمولاً به چې کله یو وړاندیز کېده...هغه به سم د واره ردېده،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ولې دا پيج رښتینی انځور او حقیقت نه ښایي؟

ځواب

دا چينل يوازې د نفرت خپرولو لپاره جوړ کړی شوی دی

ځواب