جرم او انصاف

د خیبرپښتونخواه پولیس افسرانو ته په اسانه د لاس رسۍ او سزا له لارې د کرپشن خلاف مبارزه کوي

د جاويد خان لخوا

د پيښور د پولیسو سينير سپرنټنډنټ، جاوید اقبال، په پیښور کې د فبرورۍ په ۲۸ مه د مشرانو سره خبرې کوي او خلک وهڅوي چې د پولیسو افسرانو خلاف د شکایاتو سره چارواکو ته لاس رسي ترلاسه کړي. [د خيبر پښتونخواه پولیس]

د پيښور د پولیسو سينير سپرنټنډنټ، جاوید اقبال، په پیښور کې د فبرورۍ په ۲۸ مه د مشرانو سره خبرې کوي او خلک وهڅوي چې د پولیسو افسرانو خلاف د شکایاتو سره چارواکو ته لاس رسي ترلاسه کړي. [د خيبر پښتونخواه پولیس]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه پولیس په دوامداره توګه کوشش کوي چې په خپل ځواک کې کرپشن ختم کړي.

د خیبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود پاکستان فارورډ ته وویل، "د داخلي احتساب څانګه تیر کال د اګست په میاشت کې په پیښور کې د پوليسو په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه چې د چارواکو په وړاندې شکایتونه ترلاسه کړي او پلټنې پيل کړي."

د کرپشن خلاف د کوششونو زياتولو لپاره، محسود خپل فون نمبر ۶۵۵۵۳۳۳-۰۳۴۰ خپور کړی دی چې د افسرانو او چارواکو په اړه د هر چا نه شکایتونه ترلاسه کړي.

هغه وويل، "ټولو سيمه ييزو او ډسټرکټ پوليسو افسرانو خپل فون نمبرونه خپاره کړي دي، چې هر څوک په مستقيم ډول شکايتونه او لارښوونې ورکړي."

عتيق شاه، چې په پیښور کې سب ډويژنل افسر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ خپل فون نمبرې ځايي خلکو ته ورکړي دي چې دوی د پوليسو خلاف د شکايت -- کرپشن -- او يا د بد چلند په اړه زما سره نيغ په نيغه اړيکې ونيسي."

هغه وويل،د ټولنیزو رسنیو سربیره، په ښار کې بينرونه او پوسټرونه ښودل شوي دي چې [له خلکو څخه غواړي] چې په سیمه کې د چارواکو خلاف د شکایاتو او مجرمانو په اړه د اړوندو افسرانو سره اړیکه ونیسي."

سربیره پردې، له ۲۰۱۴ کال راهیسې، د پیښور اوسيدونکي کولی شي چې د خیبرپښتونخواه پوليسو ته د پولیس ايکسس سروس له لارې شکایتونه او معلومات واستوي. د ډسټرکټ په کچه ورته خدمات په تدریجي ډول پیل شول او تير کال په ټوله صوبه کې دا خدمات معرفي شول.

هغه څوک چې شکایتونه درج کوي، يو سينير افسر د هغه په شکايت سمدلاسه غور کوي. پوليس د هغوی معلومات او شناخت پټ ساتي.

کرپټ افسرانو ته سزا ورکول

د پولیسو د چارواکو له مخې، د پولیسو ځواک د تیرو څلورو کلونو په ترڅ کې د کرپټ افسرانو خلاف اغیزمن ګامونه پورته کړي دي، چې په بد چلند کې يې د پام وړ کمی راوستی دی.

د خیبر پښتونخواه د پولیسو ویاند، وقار احمد، د وینا له مخې، د اکتوبر ۲۰۱۳ نه تر فبروري ۲۰۱۸ پورې ۱۰۰۹ پولیس افسران د کرپشن د تورونو له کبله د دندې نه وويستل شول او یا جبراََ ريټايرډ کړی شول.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، چې انضباطي ګامونه د کرپشن د شکایاتو او د واک ناوړه استعمال د تحقيقاتو په رڼا کې پورته کړی شول.

۷،۲۳۰ نور د پولیسو افسرانو سزا ترلاسه کړه، چې په دې کې د ځينې کسانو سکيل کم کړی شو.

هغه وويل، داسې ګامونو په تېرو څو کلونو کې پورته کړی شول چې د کرپشن مخه ونيسي او د ميرټ چاپېريال يقيني کړي. "د کارکردګۍ ګراف ښه شوی دی، او د کرپټ چارواکو خلاف د ګړندي ګامونو له کبله په شکایاتونو کې د پام وړ کمی راغلی دی."

وقار وويل، هغه پوليس افسران به د نغدو پيسو انعامونه او د ستاينې سندونه ترلاسه کړي کوم چې ښه دنده ترسره کوي.

د پولیسو ښه کارکردګي

څارونکي وایي، د پولیسو د ځواک عمومي کارکردګي د زيات احتساب له کبله ښه شوې ده.

نصير احمد، ۳۵ کلن، چې په پیښور کې يو سوداګر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د خیبر پښتونخواه د پوليسو پخواني انسپکټر جنرل ناصر خان دراني لخوا معرفي شوي د احتساب اقداماتو نه یوازې د کرپشن مخه نيولي ده بلکې په پولیس سټیشنو او چيک پوسټونو کې يې د عامو خلکو سره د پوليسو چلند هم ښه کړی دی."

رياض خان، چې په پیښور کې یو ژورناليسټ دی، وویل، "په تیرو څو کلونو کې د سخت احتساب له کبله د پولیس ځواک په چلند کې، په ځانګړې توګه د شکایت کوونکو سره په معامله کې، د پام وړ بدلون راغلی دی."

هغه وويل، حتی اوس سينير افسرانو ته د هغوی د فونونو او سوشل ميډيا له لارې لاس رسی ترلاسه کيدی شي چې په دې سره خلک کولی شي چې د هر چارواکي خلاف شکایتونه ثبت کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د پولیسو عمومي فعالیت ښه شوی دی، او په تیرو څلورو کلونو کې د [کرپټ چارواکو] خلاف د اقداماتو له امله کرپشن په ښکاره ډول کم شوی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سراېې نورنګي د پولیس سټیشن ايس ايچ او په ښکاره توګه رشوت اخلي او غریبانو ته غوږ نه نیسي، هغه د مالدارو سره مرسته کوي او خلک په قتل کولو باندې مجبوروي، دا څه ډول پولیس دي. کله چې ډي پي او ته شکایت وکړی شو، نو هغه دغه شکايت ايس ايچ او ته مارک کړو، خو ايس ايچ او تر اوسه پورې په دې غور نه دی کړی.

ځواب