امنیت

د پاکستان چارواکي په پوله باندې د ايران د وروستي جارحيت په اړه خبرداری ورکوي

پاکستان فارورډ

د پاکستان د پوځ يو سرتيری په می ۲۰۱۶ کال کې د هیواد په پوله چمتو ولاړ دی. د ایران د پوځ لخوا د پاکستان په خاوره باندې د شيلنګ نه وروسته د ايران په پوله باندې تاوتريخوالی زيات شوی دی. [د پاکستان دفاع]

د پاکستان د پوځ يو سرتيری په می ۲۰۱۶ کال کې د هیواد په پوله چمتو ولاړ دی. د ایران د پوځ لخوا د پاکستان په خاوره باندې د شيلنګ نه وروسته د ايران په پوله باندې تاوتريخوالی زيات شوی دی. [د پاکستان دفاع]

اسلام آباد -- ایراني ځواکونو په دې هفته کې په بلوچستان کې د پاکستان په خاوره باندې شيلنګ وکړو، چې په ځایي خلکو کې يې ويره رامنځته کړه او خلکو سهار وختي د چاودنو غټ اوازونه واوريدل.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې چارواکو وويل، د ایران سرحدي ساتونکو د شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۷ مه) په پنجګور سیمه کې بې له کوم علته د مارټر د شپږ ګولو ډزې وکړې.

هیڅ زیان نه دی راپور شوی، خو په دې وروستيو مياشتو کې د پاکستان په سيمه کې د ايران لخوا د جارحيت په پيښو کې دا يوه تازه پيښه ده، چې اسلام آباد یې بار بار غندنه کړې ده.

وسله وال جارحيت

محمد نويد، چې په پنجګور کې یو لوړ پوړي امنیتي چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د ایران د سرحدي ساتونکو لخوا د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونې دوه اړخیزو اړیکو ته ډير زيات زيان رسولی دی، او موږ د دې اوسني جارحيت له کبله د ایران امنیتي لوړ پوړو چارواکو ته خبرداری ورکړی دی."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جاوید ظریف په اسلام آباد کې د ستراتیژیکي مطالعاتو په انسټیټوټ کې په یو پروګرام کې د مارچ په ۱۲ مه خبرې کوي. د ایران سرحدي ساتونکو يو څو ورځې وروسته له هغې د پاکستان په خاوره باندې شيلنګ وکړو کله چې ظريف هڅه وکړه چې پاکستانيانو ته ډاډ ورکړي چې ایران د هغوی د حاکمیت څخه سرغړونه نه کوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جاوید ظریف په اسلام آباد کې د ستراتیژیکي مطالعاتو په انسټیټوټ کې په یو پروګرام کې د مارچ په ۱۲ مه خبرې کوي. د ایران سرحدي ساتونکو يو څو ورځې وروسته له هغې د پاکستان په خاوره باندې شيلنګ وکړو کله چې ظريف هڅه وکړه چې پاکستانيانو ته ډاډ ورکړي چې ایران د هغوی د حاکمیت څخه سرغړونه نه کوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

هغه وويل، "زموږ خاوره هيڅکله هم د ايران په وړاندې نه ده استعمال شوي. د ايراني ساتونکو لخوا ډزو په ځايي خلکو کې سخته وېره رامنځته کړه او په سلګونو خلک د دې شيلنګ خلاف احتجاج کوي."

نوید وویل، "موږ د ایران د سينير چارواکو نه مطالبه کړې ده چې د هغه سرحدي ساتونکو په وړاندې سخت ګامونه پورته کړي کوم چې په جنایي ډول د پاکستاني سرحدونو څخه سرغړونه کوي."

هغه زیاته کړه، "زموږ سرتیري د هر وسله وال جارحيت د ځواب ورکولو توان لري."

نويد وویل، که چېرې ایران د پاکستان سره په خپلو اړيکو ښه کولو کې جدي نه وي، نو په راتلونکی کې پیچلې پېښې رامنځته کيدی شي.

هغه وويل، "ایراني سرحدي ځواکونو په دوامداره توګه د پولې د قوانينو سرغړونه کړې. موږ د دې وروستیو سرغړونو په اړه فدرالي حکومت ته خبر ورکړی، چې دا مسله په سفارتي کچه حل کړي."

د ظریف ناکامه سفر

د شيلنګ دا پيښه د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جاوید ظریف لخوا پاکستان ته د درې ورځو د سفر نه وروسته رامنځته شوه.

ظريف خپله دوره په محتاط انداز سره پيل کړه او پاکستانيانو ته يې د باور ورکولو کوشش وکړو چې ايران او د هغوی د اسلامي انقلاب قول ګارډ د پاکستان حاکميت او امنيت ته زيان نه رسوي -- دا يو داسې بيان دی چې د شينلګ اوسنۍ پيښه يې رد کوي.

د ظريف د سفر په دوران کې، پاکستان د ايران د دوامداره جارحيت په اړه خپلې انديښنې -- چې ايران د افغانستان- پاکستان-هند پايپ لاين پروجيکټ د پرانيستلو په هغه مراسمو، چې د پاکستان وزير اعظم خاقان عباسي په کې ګډون کړی و، باندې د بريد کولو کوشش کړی و او د ايران په مليشو کې په دوامداره توګه د پاکستاني شيعه ګانو استخدام -- هغه ته وړاندې کړې.

نبيل يوسف، چې په راولپنډۍ کې د پاکستان د استخباراتو پخوانی چارواکی دی، وویل، "ایران په سیمه کې د پاکستان ضد عناصرو ملاتړ کوي، او غواړي چې په [سیمه کې] د مخ پر زیاتیدونکي جارحيت لپاره په پوله باندې کړکيچ ته وده ورکړي."

جنرل (ریټايرډ) طلعت مسعود، چې په اسلام آباد کې د دفاعي چارو شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "ايران په سیمه کې د مرکزي رول لپاره هڅه کوي. د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه يوه هڅه کیدی شي چې په ناکراره سیمو کې خپل نفوذ زیات کړي."

هغه وويل، "په پوله باندې روانې سرغړونې د پاکستان او ايران ترمنځ په اړيکو کې نور خنډونه رامنځته کولی شي."

[د کويټه نه عبدل غني کاکړ د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500