امنیت

په لاهور کې د ځانمرګي برید وروسته د پنجاب پولیس تیار دي

د عبدل ناصر خان لخوا

په لاهور کې په جناح هسپتال کې ډاکټران د مارچ په ۱۴ مه په نژدې رايونډ کې په ځان وژونکي بريد کې د ژوندې پاتې شوي کس علاج کوي. [عبدل ناصر خان]

په لاهور کې په جناح هسپتال کې ډاکټران د مارچ په ۱۴ مه په نژدې رايونډ کې په ځان وژونکي بريد کې د ژوندې پاتې شوي کس علاج کوي. [عبدل ناصر خان]

لاهور -- پوليسو په پنجاب کې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۴ مه) په لاهور کې يوې مذهبي غونډې ته نژدې د تروریستي برید نه وروسته په ټوله صوبه کې د امنیت خبرداری خپور کړی دی.

د پنجاب د پولیسو د تروریزم ضد ریاست ویاند، ناياب حیدر، د پنجشنبې په ورځ وویل، یو ځانمرګي برید کوونکي په رايدونډ کې د تبلیغي جماعت په غونډه باندې د بريد کولو هڅه وکړه.

برید کونکي هغه وخت پخپله ځان ته چاودنه ورکړه کله چې پولیسو په چيک پوسټ باندې د هغه د ودرولو او لټولو کوشش وکړو.

حیدر په يو بيان کې وويل، "تر اوسه پورې، د ۱۰ نه زيات کسان شهيدان شوي دي، چې په دوی کې د پوليسو شپږ افسران او څلور ملکي وګړي شامل دي." هغه زياته کړه، "د ۲۹ کسانو نه زيات، د ۱۷ پوليسو په شمول، ژوبل شول، چې په دوی کې ځینې سخت ژوبل ول."

د پنجاب وزیر اعلی شهباز شریف او نور ملکي او پوځي چارواکي د مارچ په ۱۵ مه په لاهور کې د هغه کسانو په جنازه کې ګډون کوي کوم چې یوه ورځ مخکې په رایونډ لاهور کې په ځانمرګي برید کې وژل شوي ول. [عبدل ناصر خان]

د پنجاب وزیر اعلی شهباز شریف او نور ملکي او پوځي چارواکي د مارچ په ۱۵ مه په لاهور کې د هغه کسانو په جنازه کې ګډون کوي کوم چې یوه ورځ مخکې په رایونډ لاهور کې په ځانمرګي برید کې وژل شوي ول. [عبدل ناصر خان]

په دغه جومات کې د پنځو ورځو په کلنيزه غونډه کې د ګډون لپاره ۶۰،۰۰۰ کسان موجودول. دغه غونډه د چهارشنبې په ورځ پيل شوي وه.

په لاهور کې د پوليسو ډپټي انسپکټر جنرل حيدر وويل، که چيرې بريد کونکی دغې غونډې ته رسيدلی وی، نو د مرګ ژوبلې شميره به زياته شوي وه.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ای ايف پي ته په يو بيان کې د دې بريد مسوولیت په غاړه واخیستو او په دغه بيان کې يې وويل چې دا بريد په پنجاب کې د پوليسو لخوا د ګروپ د "ملګرو" د وژلو په ځواب کې ترسره شو.

'غټ آواز'

عبدل ستار، چې په لاهور کې يې په دغه غونډه کې ګډون کړی و، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د عالمانو تقريرونه اوريدل چې د اجتماع نه بهر مو یو غټ آواز واوریدو."

هغه وويل، موږ د چاودنې ځاى ته لاړو او مونږ وليدل چې هغه زيات شمير پوليس کوم چې د غونډې د ساتلو لپاره په ډيوټۍ باندې وو په نښه شوي ول او خلکو دغه کسان نژدې هسپتال ته وړل."

د پنجاب پوليسو د چهار شنبې په ورځ وویل، د پنجاب پولیسو انسپکټر جنرل کيپټن (ريټايرډ) عارف نواز ټولو سیمه ایزو او ډسټرکټ پولیسو افسرانو ته امر وکړو چې په خپلو سیمو کې امنیت ټینګ کړي.

د پنجاب وزير اعلی شهباز شريف په يو بيان کې وويل، "تروريستان د داسې بزدلانه اعمالو سره د پاكستانيانو مورال نه شي کمولی. ترهګرو ته به د دې بې رحمه او غير انساني جرم سزا ورکړل شي."

هغه وويل، "پنجاب پوليس به د خلکو ژوند د ژغورلو لپاره قربانۍ ورکولو ته دوام ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500