زغم

پاکستاني سیاستدانان د عامه سپکاوي په وړاندې يو ځای کيږي

د عبدل ناصر لخوا

یو کس په صوبه پنجاب سيالکوټ کې د پاکستان د بهرنیو چارو په وزیر خواجه محمد آصف باندې د مارچ په ۱۰ مه رنګ اچوي. [د عبدل ناصر نه په مننه]

لاهور -- د پاکستان سياسي ليډرشپ د سياستدانانو په وړاندې د دې "بې شرمه" عملونو غندنه وکړه او دا ډول عملونه يې "غير اخلاقي" او د جمهوريت د روح خلاف وګڼل.

د دوو وروستي پیښو له کبله سياستدانانو د دغه عملونو غندنه وکړه

د یکشنبی په ورځ (د مارچ په ۱۱ مه)، د مدرسې يو طالب علم په لاهور کی په جامیه نعیمیا کې په يو سيمينار کې په میاں محمد نواز شريف باندې د بوټ ګوزار وکړو.

مفتي عاشق حسين، چې د لاهور اوسيدونکی دی او په دغه سيمينار کې يې ګډون کړی و، د تحریک لبيک يا رسول الله پاکستان نعرې ته اشاره وکړه او ويې ويل، "دغه کس په لومړني قطار کې ناست وو او ناڅاپه پاسيدو او د 'لبيک، لبيک' نعره يې پورته کړه او په نواز شريف يې هغه وخت د بوټ ګوزار وکړو کله چې هغه سټيج ته د خطاب کولو لپاره راغی." تحريک لبيک يا رسول الله یوه مذهبي سياسي پارټي ده.

د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف وروسته له هغې د خپل رد عمل څرګندونه کوي کله چې يو کس د شنبې په ورځ ( د مارچ په ۱۰ مه) د پاکستان مسلم ليګ نواز پارټۍ په يوې ريلي کې د هغه د خطاب په دوران کې په هغه رنګ واچولو. [د عبدل ناصر خان نه په مننه]

د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف وروسته له هغې د خپل رد عمل څرګندونه کوي کله چې يو کس د شنبې په ورځ ( د مارچ په ۱۰ مه) د پاکستان مسلم ليګ نواز پارټۍ په يوې ريلي کې د هغه د خطاب په دوران کې په هغه رنګ واچولو. [د عبدل ناصر خان نه په مننه]

فیض رسول، چې په دې انځور کې ښکاري، د شنبې په ورځ ( د مارچ په ۱۰ مه) په سیالکوټ کې د بهرنیو چارو وزير خواجه محمد آصف باندې د رنګ اچولو په تور ونیول شو. [د پنجاب پوليس]

فیض رسول، چې په دې انځور کې ښکاري، د شنبې په ورځ ( د مارچ په ۱۰ مه) په سیالکوټ کې د بهرنیو چارو وزير خواجه محمد آصف باندې د رنګ اچولو په تور ونیول شو. [د پنجاب پوليس]

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "داسې ښکاري چې دا د پخواني وزيراعظم د بې عزتۍ کولو یو منظم کوشش و ځکه چې د بوټ ګوزار تر هغه وخت پورې جاری و کله چې امنیتي ساتونکو لومړی برید کوونکی ونيولو."

په دې پیښه کې اصلي شکمن او دوه نور تورن کسان ونیول شول.

د شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۰ مه) یو کس د بهرنیو چارو په وزير خواجه محمد آصف باندې په صوبه پنجاب سیالکوټ کې هغه وخت رنګ واچولو کله چې هغه د پاکستان مسلم لیګ نواز پارټۍ په يوې ريلي کې خبرې کولې.

دغه شکمن کس، چې د فیض رسول په نامه پیژندل شوی دی، پولیسو ته وسپارل شو.

هغه پولیسو ته وویل چې هغه په خواجه محمد آصف باندې د ختم نبوت په اړه په حلف کې، چې ټاکل شوي چارواکو او اميدوارانو له ضروري ده چې په دې دستخط وکړي، د بدلون کوشش کولو له کبله رنګ واچولو.

د عاصم نصير، چې په لاهور کې يو سينير ژورناليست او شنونکی دی، د وینا سره سم، وروستی سیاسي بریدونه جدا پیښې نه دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "داسې ښکاري چې دا د یو کس لخوا پلان شوي وې."

نصیر وویل، د فبرورۍ په ۲۴ مه، د کورنیو چارو په وزیر احسن اقبال باندې هم د پنجاب صوبې په ناروال کې د بوټانو ګوزار شوی و.

سیاسي مشران د نه زغم په وړاندې يو ځای کيږي

صدر ممنون حسين له ملت څخه وغوښتل چې د سياسي اختلافاتو د نه زغملو په وړاندې يو ځای شي.

هغه په يو بيان کې وويل، که چيرې د داسې رجحان مخنيوی ونه کړی شو، نو د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې بریالیتوبونه په شکست بدليدی شي. هغه چارواکو ته امر وکړو چې د ملي رهبرۍ د ساتنې لپاره ګامونه پورته کړي.

هغه وويل، "دا رجحان د ولس لپاره د زيان سبب جوړيدی شي." "موږ له پکار ده چې د 'اخلاقياتو' په دايره کې دننه او د دیني او آيني اصولو په رڼا کې د خپلو اختلافاتو څرګندونه وکړو او ټولنه د اخلاقي خرابۍ نه لرې وساتو."

نورو مشرانو، د پاکستان تحریک انصاف چيرمين عمران خان، د پاکستان پیپلز پارټۍ چيرمين بلاول بھټو زرداري، د جمعیت علماء اسلام (فضل) مشر مولانا فضل الرحمان، د جماعت اسلامي مشر سيراج الحق او د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان په شمول، د دې پیښو غندنه وکړه.

د يکشنبې په ورځ ( د مارچ په ۱۱ مه) د پیپلز پارټۍ د یو بيان له مخې، زرداري وويل، دا پیښې يو ناوړه رجحان په ګوته کوي چې د سیاسي مشرانو عزت او د هغوی امنيت ته زيان رسوي.

"هغه وويل، "موږ له پيل راهيسې د [سياسي] مخالفينو په وړاندې د داسې بې شرمه اعمالو خلاف يو، او په کلکه سره به د دې پيښو غندنه وکړو."

هغه وويل، "پکار ده چې دا کوششونه د سياسي مشرانو حوصله کمزوري نه کړي او هغوی د عامو خلکو سره په مستقيمه توګه د ليدلو نه منع نه کړي."

خان هم د دغه اعمالو غندنه وکړه. هغه وويل، "دا د خپل موقف د څرګندولو لاره نه ده، او زه د هر هغه کس غندنه کوم چې دا کار يې کړی دی."

فضل وويل، "د بوټ ګوزار کول او رنګ اچول په ټولنه کې زياتيدونکي نه زغم په ګوته کوي، او که چيرې موږ د دې مخه ونه نيسو او د دې حوصله شکني ونه کړو نو نور مشران به هم د دې نه بچ پاتې نه شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500