ديپلوماسي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان دوره په محتاط انداز سره پيل کړه

پاکستان فارورډ

په داسې حال کې چې ايران د پاکستان د ګټو پر ضد طالبان رايوځای کوي او بې ګناه پاکستاني شیعه ګان په بنياد پرستۍ کې اخته کوي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف به په دې هفته کې پاکستان ته د خپل راتګ په دوران کې د ایران د جارحيت وضاحت کوي. [حامد مالکپور / تسنيم]

په داسې حال کې چې ايران د پاکستان د ګټو پر ضد طالبان رايوځای کوي او بې ګناه پاکستاني شیعه ګان په بنياد پرستۍ کې اخته کوي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف به په دې هفته کې پاکستان ته د خپل راتګ په دوران کې د ایران د جارحيت وضاحت کوي. [حامد مالکپور / تسنيم]

اسلام آباد -- د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جاوید ظریف د پاکستان د درې ورځني سفر په پیل کې محتاط و، ځکه چې د دواړو هیوادونو تر منځ تاوتریخوالی په سیمه کې د تهران د مخ په زیاتیدو جارحيت له کبله زيات شوی دی.

ظریف د یکشنبې - سه شنبې په ورځ (د مارچ د ۱۱-۱۳ مه) خپل سفر پيل کړو او پاکستانیانو ته يې د ډاډ ورکولو کوشش وکړو چې ايران او د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول د پاکستان حاکميت او امنیت ته زيان نه رسوي.

هغه وويل، د پاکستان ميډيا د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۲ مه) راپور ورکړو چې ايران به د پاکستان په وړاندې د خپلې خاورې کارولو اجازه ورنه کړي.

دا ډول بیانونه په دې وروستيو هفتو کې د پاکستان پرضد د ایران د اقداماتو سره په کلکه توپیر لري.

د ايران لخوا د جارحيت وروستی مثال دا دی چې ايران د طالبانو یوې ډلې ته ټريننګ ورکړو او هغوی ته يې امر ورکړو چې په افغانستان کې د فبرورۍ په میاشت کې د ترکمنستان- افغانستان - پاکستان - هند (ټاپي) طبیعي ګيس پايپ لاين د برخې د پرانيستلو په مراسمو باندې بريد وکړي. دا يو داسی پروجيکټ دی چې ايران يې په سختۍ سره مخالفت کوي.

د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي او د افغانستان صدر اشرف غني په هغو درنو ميلمنو کې وو کومو چې په دې مراسمو کې ګډون کړی و.

د دې ناوړه سکيم په رڼا کې، د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ قول ملاتړي ايجنټان په زرګونو پاکستاني او افغاني ځوانان هڅوي چې په هغه جګړو کې برخه واخلي کوم چې یوازې د تهران فرقه يي موخې ترلاسه کوي.

د پاکستان چارواکي او شنونکي او همدارنګه په افغانستان کې د دوی همکارانو په دې وروستیو کې له خپلو حکومتونو څخه غوښتنه کړې چې په سیمه کې د ایران د دوامداره ناوړه نفوذ په وړاندې ګډ دریځ ولري.

په پاکستاني ترهګرو تور لګول

د ایران د رسنیو له مخې، ظریف وویل چې ایران غواړي چې د "پاکستان سره بشپړه اړیکې" ولري. هغه زياته کړه، چې ايران د پاکستان د ځواب انتظار کوي.

هغه په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف سره په يوې غونډه کې وويل، "دا د ایران او پاکستان لپاره، چې دواړه په دوستانه ماحول کې ګډ سرحد لري، ضروري ده چې له يوبل سره کلکه همکاري وکړي څو د هیوادونو امنیت يقيني کړي او د ترهګرو د فعالیتونو مخه ونيسي."

خو د ظریف سفر نور هم پيچلی شو کله چې د دوشنبې په ورځ دا خبر ورکړی شو چې د پاکستان "ترهګر" په غیرقانوني توګه د سرحد څخه ایران ته لاړل او د یکشنبې په ورځ ( د مارچ په ۱۱ مه) يې په ایران کې ساراوان ته نژدې په پوځي پوسټ باندې برید وکړو.

د معلوماتو سرچینه د ايران اسلامي انقلاب ګارډ قول ده. دا هغه تنظيم دی کوم چې طالب وسله والو ته ټرنينګ ورکوي او پاکستاني شيعه ګان استخداموي.

ای ايف پي راپور ورکړو، په تیرو وختونو کې، ایران په پاکستان تور لګولی و چې د جيش العدل سره مرسته کوي. دا يو وسله وال ګروپ چې ايران پرې د القاعدې سره د تړاو لرلو تور لګوي او په سیستان - بلوچستان کې یې ډیر بریدونه کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بالکل صحيح

ځواب