امنیت

پاکستان او افغانستان بايد په ګډه د ایران په وړاندې ودريږي

د عبدل غني کاکړ او سليمان لخوا

ميجر جنرل قاسم سليماني، چې د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ قول قدس ځواک کمانډر دی، په ایران کې په مشهد کې کې د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۱۷ مه په سوريه کې د فاطميون ډويژن او زينبيون بريګيډ د مړه شويو غړو په اړه په یو کنفرانس کې خبرې کوي.

ميجر جنرل قاسم سليماني، چې د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ قول قدس ځواک کمانډر دی، په ایران کې په مشهد کې کې د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۱۷ مه په سوريه کې د فاطميون ډويژن او زينبيون بريګيډ د مړه شويو غړو په اړه په یو کنفرانس کې خبرې کوي.

کويټه/ کابل -- چارواکي او شنونکي وايي، یوازې په ګډه کار کولو سره پاکستان او افغانستان په سیمه کې د ایران د مخ پر زياتيدو جارحيت او نفوذ مخه نيولی شي.

د ايران لخوا د جارحيت وروستی مثال دا دی چې ايران د طالبانو یوې ډلې ته ټريننګ ورکړو او هغوی ته يې امر ورکړو چې په افغانستان کې د فبرورۍ په ۲۳ مه د ترکمنستان- افغانستان - پاکستان - هند (ټاپي) طبیعي ګيس پايپ لاين د برخې د پرانيستلو په مراسمو باندې بريد وکړي. دا يو داسی پروجيکټ دی چې ايران يې په سختۍ سره مخالفت کوي.

د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي او د افغانستان صدر اشرف غني په هغو درنو ميلمنو کې وو کومو چې په دې مراسمو کې ګډون کړی و.

دغه پلان هغه وخت ښکاره شو کله چې د طالبانو ډلې د ایراني پلان جوړونکو امر ونه منلو او ځايي چارواکو ته تسلیم شول.

د شنونکو له مخې، دوه کسان د ایران په جعفر آباد کې په جنازه کې د فاطميون ډويژن د هغه غړي په مرګ باندې ماتم کوي چې په سوريا کې وژل شوی و. افغان شیعه ګان، چې په سوريه کې په جنګ کې وژل کیږي، عموماََ په ایران کې دفن کيږي.

د شنونکو له مخې، دوه کسان د ایران په جعفر آباد کې په جنازه کې د فاطميون ډويژن د هغه غړي په مرګ باندې ماتم کوي چې په سوريا کې وژل شوی و. افغان شیعه ګان، چې په سوريه کې په جنګ کې وژل کیږي، عموماََ په ایران کې دفن کيږي.

یو تازه تصوير د فاطميون ډويژن، چې د ايران اسلامي انقلاب ګارډ قول مليشه ده او په افغان شيعه ګانو باندې مشتمله ده، جهنډا ښیي. څارونکي وايي، افغانستان او پاکستان له پکار ده چې د ایران د نفوذ په وړاندې مبارزه وکړي.

یو تازه تصوير د فاطميون ډويژن، چې د ايران اسلامي انقلاب ګارډ قول مليشه ده او په افغان شيعه ګانو باندې مشتمله ده، جهنډا ښیي. څارونکي وايي، افغانستان او پاکستان له پکار ده چې د ایران د نفوذ په وړاندې مبارزه وکړي.

د ګس نه ښي اړخ ته : د هند د بهرنیو چارو وزیر شري ایم. جی. اکبر، د افغانستان صدر اشرف غني، د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي او د ترکمانستان صدر قربان ګلي بیردي محمدوف د فبرورۍ په ۲۳ مه په افغانستان کې د ټاپي پایپ لاین د برخې پرانيستلو په مراسمو کې ماشومانو ته تحفې ورکوي. [د افغانستان د صدر فتر]

د ګس نه ښي اړخ ته : د هند د بهرنیو چارو وزیر شري ایم. جی. اکبر، د افغانستان صدر اشرف غني، د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي او د ترکمانستان صدر قربان ګلي بیردي محمدوف د فبرورۍ په ۲۳ مه په افغانستان کې د ټاپي پایپ لاین د برخې پرانيستلو په مراسمو کې ماشومانو ته تحفې ورکوي. [د افغانستان د صدر فتر]

د ايران ملاتړي مليشه

د دې ناوړه پلان په رڼا کې، د ایران د اسلامي انقلاب ګارډ قول ملاتړي ايجنټان په زرګونو پاکستاني او افغاني ځوانان هڅوي چې په هغه جګړو کې برخه واخلي کوم چې یوازې د تهران فرقه يي موخې ترلاسه کوي.

په راولپنډي کې د پاکستان د دفاع وزارت يو سينير چارواکي، چې د تروریزم سره په مبارزه کې ښکیل دی، پاکستان فارورډ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د اسلامي انقلاب ګارډ قول په پاکستان کې د زينبيون بريګيډ له لارې شيعه جنګيالي بهرتي کوياو په افغانستان کې د فاطميون ډويژن له لارې افغان شيعه جنګيالي بهرتي کوي.

دغه چارواکي وويل، "دا شیعه عسکر د ایران د دفاع وزارت سره په مستقیمه توګه تړاو لري."

"موږ راپورونه لرو چې له ۱۲،۰۰۰ څخه زیات پاکستاني او شیعه وسله وال په دمشق، حلب، داره، حما او د سوریې په نورو سیمو کې د [سوريې] صدر [بشارالاسد] لپاره په جګړه کې ښکيل دي."

افغان چارواکو هم د ایران لخوا د پاکستان او افغان د هغه وګړو د استخدام په اړه اندیښنه څرګنده کړې، کوم چې په بهرنیو جنګونو کې جنګیږي.

محمد جان رسول يار، چې د هلمند صوبې پخوانی ډپټي ګورنر پاتې شوی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "څلور کاله مخکې ايران په لومړي ځل دغه مليشه جوړه کړه، چې د پاکستان او افغانستان په ځوانانو باندې مشتمله ده." "[ایران] د خپلو سیاسي او پوځي اهدافو ترلاسه کولو لپاره دغه مليشه جوړه کړه."

فرقه واريت ته هوا ورکول

په افغانستان او پاکستان کې شنونکي او چارواکي وايي چې د ایران یوه موخه دا ده چې په سیمه کې فرقه ایزه شخړه رامینځته کړي.

ميجر (ريټايرډ) محمد عمر، چې په اسلام آباد کې د دفاع د چارو يو سينير شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "په افغانستان او پاکستان کې شیعه مسلمانان د روانې فرقه ايزو شخړو او تقسيم له امله ویره لري."

ايران د دې حالت نه ګټه پورته کوي او داسې ښيي چې ايران په سيمه کې د شيعه ګانو ساتنه کوي. هغه زياته کړه چې په حقيقت کې دا مسله بل شان ده.

د پاکستان د استخباراتو او بهرنیو چارو وزارت یو ريټايرډ سينير چارواکي، باسط جيلاني، وویل، "په پاکستان او افغانستان کې د ايران لخوا استخدام شوي شیعه ګان په ټوله سيمه کې په شخړو کې برخه اخلي، او داسې قوي شواهد موجود دي چې د ايران اسلامي انقلاب ګارډ قول شیعه وسله والو ته بشپړ پوځي روزنه چمتو کوي."

هغه وويل، "د ايران اسلامي انقلاب ګارډ قول هڅه کوي چې دا شيعه ډلې په مسلکي پراکسي مليشو کې بدلې کړي." "ایران په خپلو پراکسي ملېشو، زینبیون بريګيډ او فاطميون ډويژن، کې د جغرافيايي موخو لپاره او په سیمه کې د فرقه ییز تاو تریخوالي لپاره بدلون راولي."

جیلاني وويل، چې د پاکستان او افغانستان زيات شمير شیعه ګان هره ورځ په سوريه کې په جنګ کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. نوموړي زیاته کړه، "ډیری وژل شوي پاکستاني او افغان جنګيالان په ایران کې دفن کيږي."

کمزوري ځوانان ګمارل

راشد احمد، چې د افغانستان د امينتي چارو کارپوه دی او په اسلام آباد کې په نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ کې د سياست او بهرنۍ پاليسۍ پروفيسر دی، وويل، "په افغانستان کې، ډیر غربت او د کاري فرصتونو د نشتوالي له کبله په زرګونو ځوانان د ايران لخوا کارول کيږي ... چې په فاطمينون ډويژن کې جګړه وکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "فاطمیون ډويژن زياتره د بامیان، چې په افغانستان کې ترټولو غريبه صوبه ده، خلک استخداموي." "د شیعه اقلیتونو په زرګونو افغانان په سوریه کې د ایران لپاره جنګ کوي."

هغه وويل، "بهرني شيعه ملېشې د سوريې په جګړه کې مهم رول لوبوي، او اوس سياسي ليډر شپ، په ځانګړي توګه په افغانستان کې، په سيمه کې د ايراني تګلارې په وړاندې غږ پورته کوي."

هغه زياته کړه، "د افغانستان د پارلمان غړو هم د صدر اشرف غني څخه وغوښتل چې د دې مسلې په اړه د ایران حکومت سره خبرې وکړي."

احمد وویل، په سوریه او عراق کې د جنګ لپاره د ایران لخوا د شيعه مسلمانانو استخدام په فرقه ییز بنيادونو باندې مسلمانان تقسيموي او په ځايي مسلمانانو کې بنياد پرستي رامنځته کوي.

هغه وويل، "د پاکستان او افغانستان حکومتونه بايد د ايران د مداخلت په وړاندې په رسمي توګه ګامونه پورته کړي."

په پاکستان او افغانستان کې د ایران د هلوځلو مخه نیول

رسول يار وويل، "که څه هم، افغان او پاکستاني شیعه وسله والو په سوریه کې د کلونو لپاره جنګ کړې، خو يو شمير کسان دا بارو لري چې ايران دا ځواکونه یوازې په سوریه کې د جګړې لپاره نه دي جوړ کړي." بلکې، [ایران] به دغه ځواکونه په راتلونکي کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره په پراکسي جنګونو کې د قربانۍ د ګډورې په توګه استعمال کړي."

هغه وويل، يو شمېر خلک له دې امله اندېښمن دي چې ايران به شيعه مليشې افغانستان او پاکستان ته منتقل کړي.

هغه وويل، "د افغانستان او پاکستان حکومتونه -- بايد په ګډه د ايران په وړاندې ودريږي." د دې نه علاوه، دواړه هیوادونه باید له يو بل سره همکاري وکړي او ایران د دې نه منع کړي چې د افغانستان او پاکستان ځوانان د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول د ايجنټانو په توګه استعمال کړي."

داود کالاکاني، چې د افغانستان د ولسي جرګې (د پارلمان ايوان زيري) غړی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "په سوریه کې د افغان مهاجرينو د جنګیالیو په توګه کارول د نړیوالو اصولو او مقرراتو خلاف عمل دی."

هغه وويل، "ايران په سيمه کې يوه پراخه پراکسي جګړه پيل کړې ده." "دا یوه لویه اندیښنه ده چې یو وخت به [ایران] د فاطميون ډويژن جنګیالي د افغانستان او د هغې د ګټو په وړاندې استعمال کړي."

هغه وويل، "[افغان] حکومت بايد ژر تر ژره، او د دې نه مخکې چې فاطميون ډويژن د افغانستان لپاره يوه لويه ستونزه جوړه شي، له ايران سره جدي خبرې پيل کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له هغه وخت راهيسې کله چې خومیني په فرانس کې د څو کلونو لپاره په جلاوطنۍ کې له پاتې کیدو وروسته واک ترلاسه کړو. په فرانس کې جلاوطني (دا هم یوه ټوکه ده)، ستونزه په په منځني ختيځ کې پیل شوه. دا خود ساخته مذهبي مشر په حقیقت کې د مشر په جامه کې یو مجرم و چې په ایران کې یې د مذهبي خلکو په ګډون ډیر خلک وژلې ول. په ایران کې د شیعه افراطیت دوام په هر ګاونډي او حتی په افریقا کې د هغې نه لرې هیوادونو کې ستونزې رامینځته کړې دي. شیعه افراطیت اسلامي ټولنې، قومونه او داسی نور تقسیم کړل. د تیلو سربیره، دوی په بدل کې د سعودي عرب پروړاندې د زیارت کونکو په شکل کې د عاید بله سرچینه جوړه کړه. یمن، افغانستان، پاکستان، سوریه، لبنان، عراق او افغانستان ټول د خمیني - خامنه اي په وبا اخته شول. خو په دې کې هم یوه ټوکه شته. په عراق او افغانستان کې ایران له امریکا سره مرسته وکړه او په یمن کې یې په حقیقت کې جګړه پیل کړه. په دې نړۍ کې شیعه افراطیت څومره وژونکی تومور دی. په ایران کې خلک په دوامداره توګه په زندان کې اوسیږي او حتی احتجاج نه شي کولی ګنې نو پاسدار به يې واقعی ووژني.

ځواب

بیا د سعودي عرب شاهي کورنۍ په اړه تاسو څه وايئ چې د بدنامې ترهګريزې ډلې داعش سره په دې سيمه کې مرسته کوي، په یمن او سوریه کې د معصومانو خلکو د وژلو په اړه تاسو هیڅ پرواه نه کوئ، هیڅ يو کس دا توان نه لري چې د هغوی خلاف غږ پورته کړي ؟؟؟؟

ځواب