جرم او انصاف

په پېښور کې قيديان پيشه ورانه تعليم ترلاسه کوي چې د جرم مخه ونیسي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

قيديان د پيښور په مرکزي جيل کې د فبرورۍ په ۲۱ مه د موبايل فونو روغولو په اړه روزنه ترلاسه کوي. د دې ورکشاپ موخه دا ده چې قيديانو ته ګټور مهارتونه وښيي او د هغوی په بيا بحالۍ کې مرسته وکړي. [د خيبر پښتونخواه د جيلونو ډیپارټمنټ]

قيديان د پيښور په مرکزي جيل کې د فبرورۍ په ۲۱ مه د موبايل فونو روغولو په اړه روزنه ترلاسه کوي. د دې ورکشاپ موخه دا ده چې قيديانو ته ګټور مهارتونه وښيي او د هغوی په بيا بحالۍ کې مرسته وکړي. [د خيبر پښتونخواه د جيلونو ډیپارټمنټ]

پیښور -- د خیبرپښتونخواه چارواکي کار کوي څو دا يقيني کړي چې قيديانو ضروري مهارتونه ترلاسه کړي دي او د جيل نه د خوشي کیدو نه وروسته دوی د ټولنې ګټور غړي جوړ شي.

د خيبر پښتونخواه د جيلونو انسپکټر جنرل شاهدالله خان د فبرورۍ په ۱۹ مه د پيښور په مرکزي جيل کې د موبايل فونونو د بيا رغولو ورکشاپ پرانيسته وکړه. دا د قيديانو د بيا بحالۍ لپاره د حکومت د هڅو يوه برخه ده.

خان پاکستان فارورډ ته وویل، "دا د عام سوچ، چې خلک جيل ته لاړ شي نو د هغوی نه سخت مجرمان جوړ شي، د بدلولو په لور يو ګام دی." "دا ورکشاپ به قيديانو ته توان ورکړي چې د خوشي کيدو نه وروسته خپل ژوند بيرته پيل کړي."

هغه وويل، دا ورکشاپ "د قيديانو د بيا بحالۍ لپاره يوه هڅه ده." "په لومړي پړاو کې به، ۱۰ قيديانو، د پنځو لویانو او پنځو ځوانانو په شمول، د انسټرکټرانو لخوا تربيت ورکړی شي."

د خان له مخې، ګډون کوونکو ته به د يوې نه تر دريو مياشتو پورې ټريننګ ورکړی شي.

هغه وويل، "دا نوښت به د قيديانو سره مرسته وکړي چې د خپل ژوند اصلاح وکړي او هغوی ته به توان ورکړي چې د جرمونو په پرتله کاروبار پيل کړي." "موږ پلانونه لرو چې دا کورسونه د حکومت د اصلاحاتو د یوې برخې په توګه د صوبې په نورو جيلونو کې پیل کړو."

هغه زياته کړه، "د قيديانو بهبود زمونږ لومړيتوب دی."

د موبايل فونونو د بيا رغولو ټريننګ یو 'رحمت' دی

د خیبر پښتونخواه د کورنیو او قبیلي چارو ډیپارټمنټ سيکريټری، اکرام الله خان، د دې ورکشاپ د پرانستلو په مراسمو کې وویل، د موبايل فونونو بيا رغولو کاروبار مخ په وړاندې روان دی ځکه چې ډیر پاکستانیان دا ډول وسایل کاروي.

هغه وويل، "هغه کسان چې په دې ټرينګ کې دلچسي لري، ښه ټيکنيشن جوړيدې شي او مناسبه آمدني ترلاسه کولی شي."

محمد رفيق، چې ۲۶ کلن قيدي دی او د خپل ګاونډي سره د جګړې له کبله قيد شوی و، وويل، دا ټريننګ يو رحمت دی.

رفيق، چې مخکې يې د ودانولو کار کولو، خبريالانو ته وویل، "دا زموږ لپاره خورا ګټور دی. کله چې زه د جيل نه خوشې شم، نو زه د حلالې روزې له لارې د خپل مور او پلار سره مرسته کولی شم."

هغه وويل، "د موبايل فونونو بيا رغولو دوکان د لږې سرمايې سره په آسانه پيل کيدې شي، او زه به د سخت کار کولو په پرتله په آسانۍ سره ډيرې پیسې وګټم."

پيشه ورانه تربيت او د قيديانو لپاره تعليم

د خيبر پښتونخواه د جيلونو اسسټنټ انسپکټر جنرل خالد عباسي پاکستان فارورډ ته وويل، د جيل چارواکي قيديانو ته تعليمي فرصتونه برابروي چې هغوی د خوشي کيدو نه وروسته د جنايتکارانو په لاس ور نه شي.

هغه وويل، "قيديان مسلکي او د کمپيوټر تعليم ترلاسه کوي چې د دې له لارې دوی د جرمونو، لکه غلا، په پرتله پيسې ګټلې شي." "قيديان په داسې کورسونو کې دلچسپي لري."

عباس وویل، دا ټريننګونه مهم دي ځکه چې ډیرو قيديانو، چې په دې کې برخه اخلي، واړه جرمونه کړي دي او غواړي چې په راتلونکي کې د جرمونو نه ځان لرې وساتي.

هغه وويل، "د حکومت د تګلارې سره سم، موږ هڅه کوو چې قيديانو ته مهارتونه چمتو کړو چې د هغوی سره وروسته له هغې مرسته کولی شي کله چې دوی په جيل کې خپله سزا پای ته ورسوي."

عباس وویل، "په راتلونکي بجټ کې، موږ په ۲۲ جيلونو کې نور تعلیمي پروګرامونه شامل کړي دي چې قيديانو ته مختلف مهارتونه وښيي." نوموړي زیاته کړه چې خیبرپښتونخواه ۲۷۶ ميليونه پاکستانۍ روپۍ (۲.۵ ميليونه آمريکايي ډالره) مختص کړي دي.

هغه وويل، "موږ غواړو چې په ټولنه کې د قيديانو شامليدل يقيني کړو او هغوی ته په ټولنه کې درناوې ورکړو."

هغه وويل، "موږ د ښځینه قيديانو روغتیا ته هم لومړیتوب ورکوو." هغه زیاته کړه، "د دستکارۍ ټريننګ او تعليم ورکول د دې پروګرام برخه ده."

خادم حسين، چې په پېښور کې د سیاسي او امنیتي چارو شنونکی دی، د حکومت د هڅو ستاینه وکړه چې قيديانو ته وړیا روزنیز کورسونه چمتو کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، دا ډول کورسونه به "قيديانو ته درناوی ورکړي." "هغوی به توان ولري چې په وقار سره ژوند وکړي او د جرم نه ډډه وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500