ديپلوماسي

د تهران د زياتيدونکي جارحيت له کبله د پاکستان او ايران ترمنځ د اړيکو بيا کتنه کيږي

د عبدل غني کاکړ لخوا

د طالب وسله والو دا ډله -- چې د ايران لخوا تمویل شوي او روزل شوي وه -- د ترکمانستان-افغانستان--پاکستان-هند ترمنځ د قدرتي ګيس پايپ لاين پروجيکټ د پرانيستلو په مراسمو باندې د بريد کولو نه مخکې چارواکو ته تسليم شوه. په دغه مراسمو کې د پاکستان وزيراعظم ګډون کړی و. يو وسله وال وويل، "مونږ د پولې نه اخوا د ایران په خاوره کې جنګي ټريننګ ترلاسه کړو." چارواکي وايي چې د ايران د سفارتخانې لخوا په دې هکله د تبصرې کولو نه ډډه کول 'د انديښنې' خبره ده. [سليمان]

کويټه -- د پاکستان او ایران تر مینځ د اړیکو بيا کتنه کيږي ځکه چې پاکستاني چارواکي او شنونکي د ایران د مخ په زیاتیدو جارهانه چلند په اړه اندیښمن دي.

د دې خراب وضعیت يو مهم اړخ دا دی چېد طالبانو لخوا تمویل شوي او روزل شوي وسله والو ته امر ورکړی شوی و چې په هغه مراسمو باندې بريد وکړي په کومو کې چې د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ګډون کړی و.

د فبرورۍ په ۲۳ مه په دغه مراسمو کې په افغانستان کېد ترکمانستان-افغانستان-پاکستان-هند ترمنځ د قدرتي ګيس پايپ لاين پروجيکټ د برخې پرانيسته وکړې شوه.

ايران په کلکه د دې مخالفت کوي.د برید پلانونه هغه وخت ښکاره شول کله چې د طالبانو ډلې د ایراني پلان جوړونکو امر ونه منلو او ځايي چارواکو ته تسلیم شول.

دا انځور، چې په ټولنیزو رسنیو باندې خپور شوې، په ایران کې هغه جنازه ښيي کومه چې د هغه شیعه ملېشو د غړو لپاره ترسره شوه کوم چې په سوریه کې وژل شوي ول. د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول زینبیون بريګيډ، چې په پاکستاني شيعه ګانو باندې مشتمل دی، جهنډا په نظر راځي.

د ښې اړخ نه: د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي، د افغانستان صدر اشرف غني، د ترکمانستان صدر قربان ګلي بیردي محمدوف او د هند د بهرنیو چارو سکتر شري ايم. جې. اکبر په هرات صوبه کې د فبرورۍ په ۲۳ مه د ټاپي ګيس پایپ لاین د پرانيستلو په مراسمو کې د تصوير لپاره پوز جوړوي. تسليم شوي طالب وسله وال وايي چې ایران دوی ته په دغه تقريب باندې د بريد کولو امر کړی و. [د افغانستان صدارتي محل]

پاکستان فارورډ په اسلام آباد کې د دې مسلې په اړه د تبصرې لپاره د ایران سفارت خانې سره اړیکه ونیوله، خو تر دې دمه هیڅ ځواب نه دی ترلاسه شوی.

د دې وروستۍ پيښې په رڼا کې،د ایران ملاتړي ايجنټان په زرګونو پاکستاني ځوانان هڅوي چې په هغه جګړو کې برخه واخلي کوم چې یوازې د پاکستان واکمنۍ ته زیان رسوي او د تهران فرقه يي موخې ترلاسه کوي.

د ایران لخوا روزل شوي عسکرو د عباسي په پروګرام باندې د برید کولو امر کړی و

د پاکستان چارواکي او امنیتي شنونکي وایي چې د ایران وروستی جارحيت په سیمه ییزو چارو کې د ايران د لاسوهنې يو بل مثال دی.

نويد رانا، چې په راولپنډۍ کې د پاکستان د دفاع وزارت سينير چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، چې ایران د خپلو سیاسي او ستراتیژیکي اهدافو لپاره له پاکستان سره اړیکو ته زیان رسوي.هغه وويل، "پاکستان او د هغې ګاونډي هېوادونه د ستونزو او ګڼ شمېر شخړو سره مخامخ دي.

"موږ دا روښانه کړې چې زمونږ هېڅوک فيورټ نه دي."هغه زياته کړه، "پاکستان به هيڅکله په خپلو ملي ګټو روغه جوړه ونه کړي.

"جنرل (ريټايرډ) طلعت محمود، چې په اسلام آباد کې د دفاع او امنيتي چارو سينير شنونکی دی، وويل، "د افغان طالبانو [یاغیانو]، چې د ایران لخوا د افغانستان په هرات صوبه کې روزل شوي ول، تسلیميدلو ثابته کړه چې ايران په پراخه کچه په پاکستان او افغانستان کې په پراکسي لوبه کې ښکیل دی.

"هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د پاکستان پر وړاندې ... د ايران جارحيت ناوړه حالات رامنځته کولی شي." هغه زیاته کړه، چې د ټاپي د ورانولو لپاره د ایران هڅې د دې جارحيت ثبوت دی.

"مسعود وويل، ايران د ټاپي مخالفت کوي او پلان لري چې دا ناکامه کړي او يا د دې نه پاکستان لرې وساتي چې خپل پروجيکټونه پلي کړي."ټاپي به ډیر ژر بشپړ شي، او دا به د افغانستان او هند سره د پاکستان اړیکو ته وده ورکړي، ځکه چې د دې پروجيکټ له لارې به درې هیوادونه په یو بل تکیه وکړي.

"هغه وويل، "د پاکستان لپاره، د يو شمير ملیارده ډالرو ټاپي پروجيکټ د [ایران د پروجيکټونو] په پرتله خورا ممکن دی، ځکه چې ټاپي منفی اثرات نه لري.

" "بلکې، په ۲۰۲۰ کال کې د بشپړېدو وروسته، پاکستان به ټاپي پروجيکټ نه د ګيس دريمه برخه ترلاسه کوي."هغه وويل، "پاکستان په سيمه ييزه سوله کې مهم رول لوبوي، دا په خپله خاوره باندې د ايران جارحیت نه شي برداشت کولی." "له دې امله ... پاکستان له پکار ده چې د سفارتي وسیلو له لارې د ایران نفوذ ته غبرګون وښيي.

"ایران 'دوه ګوني معیارونه'

پالي محمد عبد الله، چې په لاهور کې د استخباراتو کارپوه دی، وويل، "په ملي یا نړیوال کړنو کې د ملي امنیت اجنډا د پاکستان لومړیتوب دی.

"هغه پاکستان فارورډ ته وویل،ایران دوه ګڼې معيارونه لري او په پاکستان او افغانستان کې اورپکۍ ته هوا ورکوي." هغه وويل، "ايران د خپلو ګټو لپاره هرڅه کولی شي.

"له دې کبله، دا اړینه ده ... چې د ایران د نفوذ مخه ونيسو کوم چې د پاکستان داخلي امنیت په خطر کې اچولی شي."هغه وويل، "پاکستان په سيمه کې د ايران د مخ په زياتېدو منفي رول په اړه جدي اندېښنې لري، او په دې وروستيو کې يې دا اندېښنه ايران ته په سفارتي توګه رسولې ده.

"د دفاع د وزارت يو چارواکي، نوید، وویل، "موږ نه شو کولی چې ایران یا بل هیواد ته اجازه ورکړو چې د پاکستان په کورني سیاست کې برخه واخلي."

"موږ په خپله سیمه کې په هر نوي پرمختګ زيات نظر ساتو."هغه وویل، د پاکستان د انديښنې بله وجه دا ده چې ایران په منځني ختیځ کې په چټکۍ سره په بدليدونکي امنيتي چاپيريال کې رول لري.هغه وویل، "د ایران دې ډول چلند يو شمير ځله د سفارتي ادابو سرغړونه کړې ده."

"ځينې عناصر، چې د ایراني حکومت سره تړاو لري، کوشش کوي چې زمونږ ځمکه د ایران انقلاب برآمد کولو لپاره استعمال کړي -- خو داسې به هیڅکله ونه شي."

ايران د ترهګرو سره مرسته کوي او هغوی پټ ساتي

په اسلام آباد کې د استخباراتو یو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، "ایران زموږ په خاوره کې د تروریستانو سره مرسته کوي. که چيرې ضرورت وي، نو مونږ ښه ثبوت لرو چې وړاندې يې کړو.

دغه چارواکي زياته کړه، "په افغانستان کې د پاکستان خلاف عناصرو سره د ایران ایتلاف زموږ لپاره جدي اندیښنه ده." "که چیرې ایران په سیمه کې د سیاسي نا امنۍ نه ګټه پورته کوي نو دا به د پاکستان په شمول زموږ دوه اړخیزو اړیکو ته

[زيان] ورسوي."هغه وويل، ايران په منظم ډول د اړيکو له قواعدو څخه سرغړونه کوي او په پوله باندې ايراني بريدونه په سيمه کې اورپکۍ ته وده ورکوي. هغه زياته کړه، "پاکستان جامع او جدي ګامونه پورته کړي دي چې د پاکستان او ايرن ترمنځ په پوله باندې د ايران جارحیت ناکامه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که چیرې داسې پلان موجود وې، نو څنګه دا مونږ ويلی شو چې د دې پلان هدف د پاکستان وزیر اعظم و. د دې بريد هدف د افغانستان صدر، د ترکمنستان صدر او یا د هند وفد ولې نه و. داسې ښکارې ي دا بس یوه پروپيګنډه ده.

ځواب