امنیت

کراچۍ د ترهګرۍ د خطر له امله امنیتي تدابیر نيسي

د جاويد محمود لخوا

د کراچۍ پولیس د فبرورۍ په ۲۷ مه شمالي ناظم آباد ته نژدې په رکشه کې د تلاشۍ په عملياتو کې د يو مسافر تلاشي اخلي. [جاوید محمود]

د کراچۍ پولیس د فبرورۍ په ۲۷ مه شمالي ناظم آباد ته نژدې په رکشه کې د تلاشۍ په عملياتو کې د يو مسافر تلاشي اخلي. [جاوید محمود]

کراچۍ -- د کراچۍ چارواکو د ترهګرۍ د خطر له امله د امنیت د ټینګښت او په ښار کې د ترهګرۍ د ګواښ د کمولو لپاره یو لړ امنیتي تدابیر نیولي دي.

د سيند هوم ډیپارټمنټ د فبرورۍ په ۲۳ مه د کراچۍ په مهمو ځایونو کې د احتمالي تروریستي بریدونو په اړه د امنیت خبرداری ورکړو. په دغه مهمو ځايونو کې د سيند اسمبلي، د سيند هايي کورټ، زینب مارکيټ، په صدر کې ايمپريس مارکیټ، محمد علی جناح روډ او په دو دریا باندې ريسټورنټونه، او د سمندر په غاړه د کراچۍ د مشهور خوراک ځايونه شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت په سيند کې د سيند پولیسو، رینجرو، استخباراتي ادارو او په کراچۍ کې وي - کورپس مرکزي دفتر ته خبر ورکړو او هغوی ته يې وويل چې د احتمالي تروريستي پيښې د مخنيوي لپاره اضافي امنیتي تدابیر ونیسي.

په کراچۍ کې د تروریزم او نورو جرمونو مخه نيول

جاويد اکبر رياض، چې په کراچۍ کې د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د مهمو ځایونو لکه د لويو بازارونو، د ګڼې ګوڼې مارکيټونو، ګورنر هاوس، وزير اعلی هاوس، سيند سيکرټريټ او په ښار کې د نورو ځايونو د امنیت د څارنې کولو سره امنيت ښه کړی دی."

د کراچۍ پولیس د فبرورۍ په ۲۷ مه د تلاشۍ په عملياتو کې هوايي ايرپورټ ته نږدې وروسته له هغې د يو موټر تلاشي اخلي کله چې د سيند هوم ډیپارټمنت د ترهګرۍ د خطر خبرداری ورکړو. پولیسو او رینجرو په ښار کې د امنیت ساتلو لپاره ګشتونه او د تلاشۍ عمليات زيات کړي دي. [جاويد محمود]

د کراچۍ پولیس د فبرورۍ په ۲۷ مه د تلاشۍ په عملياتو کې هوايي ايرپورټ ته نږدې وروسته له هغې د يو موټر تلاشي اخلي کله چې د سيند هوم ډیپارټمنت د ترهګرۍ د خطر خبرداری ورکړو. پولیسو او رینجرو په ښار کې د امنیت ساتلو لپاره ګشتونه او د تلاشۍ عمليات زيات کړي دي. [جاويد محمود]

هغه وويل، "د مهمو ځايونو د امنيتي سروې موخه په امنيت کې کمزورۍ په ګوته کول وو."

جاوید وویل، پولیسو او پرایيويټ ساتونکي په هغو ځایونو کې ځای پرځای شوي دي چيرته چې چارواکو په امنيت کې کمزورۍ په ګوته کړي وې.

د ریاض د وینا له مخې، د کراچۍ پولیس په منظم ډول په ښار کې د امنيت ساتلو لپاره د رینجرو سره همکاري کوي.

هغه د پوليسو د موټر سايکلو يونټ ته په اشاره سره وويل، "موږ شپږ میاشتې مخکې شاهین ځواک معرفي کړی و، چې د ښار په بیلابیلو سیمو کې په دوامداره توګه ګشت کوي او په منظم ډول د جرمونو او کوڅو په جرمونو نظر ساتي."

ریاض وویل، زيات ګشتونو او د تلاشۍ عملياتو په ښار کې وسله وال او عام جنایتکاران کمزوي کړي دي.

د استخباراتو پر بنسټ عملیات

د امنیتي شنونکو له مخې، په سپتمبر ۲۰۱۳ کال کې په کراچۍ کې د امنیت او استخباراتي عملیاتو د پیلولو راهیسې، په ښار کې د تروریزم شدت او شمير کم شوی دی.

کرنل (ريټايرډ) چوهدري محمد صباح الدين، چې په کراچۍ کې د امنیت شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د استخباراتو ادارې په منظم ډول د وسله والو د فعالیتونو څارنه کوي او حکومت او امنیتي ادارو ته هغه وخت خبراداری ورکوي کله چې دوی په ښار کې د اورپکۍ د احتمالي ګواښ په اړه معلومات ترلاسه کوي."

کرنل (ریټايرډ) مختار احمد بټ، چې په کراچۍ کې د پاکستان د سوداګرۍ خونې ډايريکټر جنرل دی، د کراچۍ په ښار کې د وسله والو په وړاندې د امنیتي عملیاتو د بریالیتوب ستاينه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په تیرو څو کلونو کې په کراچۍ کې د وسله والو په وړاندې د عملیاتو له امله په مجموعي توګه تجارت وده کړې ده."

که څه هم، چارواکو له پکار ده چې د کمزوري او نرمو اهدافو لپاره امنیت پیاوړی کړي چې د هر ډول ترهګریزو کړنو مخه ونیسي.

هغه وويل، وروستی "مهم خبرداری" د چارواکو پاملرنې ته اړتيا لري ځکه چې حکومت د ډیرو کوششونو او يو شمير کلونو وروسته په هیواد کې امن بحال کړی دی، خو کيدې شي چې وسله وال د سیاسي بې ثباتۍ نه ګټه پورته کړي او سوله له منځه یوسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه پوليس

ځواب