امنیت

طالبان وايي چې ایران په افغانستان کې د عباسي په پروګرام باندې د برید کولو امر کړی و

د سليمان لخوا

ايران د ۱۰ طالبان وسله والو ډلې ته امر ورکړی و چې په افغانستان کې د ترکمانستان- افغانستان - پاکستان - هند (ټاپي) د پایپ لاين برخې د پرانيستلو په مراسمو باندې بريد وکړي. دغه وسله وال په هرات صوبه کې چارواکو ته تسلیم شول. [سليمان]

هرات، افغانستان -- د ایران لخوا روزل شوي او تمویل شوي د طالب وسله والو ډلې ته د ایران پوځي افسرانو هدايات ورکړي ول چې په افغانستان کې په هغه غونډه باندې بريد وکړي په کومه کې چې د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي په تیره هفته کې ګډون کړی و.

دا څرګندونې وروسته له هغې رامنځته شوې کله چې دغه ډلې د خپلو ایراني پلان جوړونکو د حکم نه منلو فيصله وکړه او ځايي چارواکو ته تسلیم شول.

وزیر اعظم عباسي، د هند د بهرنيو چارو سیکتر شري ایم. جې. اکبر او د ترکمانستان صدر قربان ګلي بیردي د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هن د (ټاپي) د طبیعي ګيس پايپ لاين پروجيکټ د پرانيستلو لپاره د افغانستان صدر اشرف غني سره په هرات صوبه کې د فبرورۍ په ۲۳ مه یوځای شول.

محمد ايوب عليزي، چې د طالبانو د لس کسیزه ډلې کمانډر دی او تسليم شو، وویل چې ایران هغوی ته ټريننګ او وسلې ورکړې وې او هدایات یې ورکړي ول چې په دغه مراسمو او پایپ لاین باندې بریدونه ترسره کړي.

د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي، (ښي اړخ ته)، د افغانستان صدر اشرف غني، د ترکمانستان صدر قربان ګلي بیردي محمدوف او د هند د بهرنیو چاروسیکتر شري ايم. جې. اکبر (ګس اړخ ته) په هرات صوبه کې د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۲۳ مه د ټاپي ګيس پایپ لاین د پرانيستلو په مراسمو کې د تصوير لپاره پوز جوړوي. تسليم شوي طالب وسله وال وايي چې ایران دوی ته په دغه تقريب باندې د بريد کولو امر کړی و. [د افغانستان صدارتي محل]

د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي، (ښي اړخ ته)، د افغانستان صدر اشرف غني، د ترکمانستان صدر قربان ګلي بیردي محمدوف او د هند د بهرنیو چاروسیکتر شري ايم. جې. اکبر (ګس اړخ ته) په هرات صوبه کې د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۲۳ مه د ټاپي ګيس پایپ لاین د پرانيستلو په مراسمو کې د تصوير لپاره پوز جوړوي. تسليم شوي طالب وسله وال وايي چې ایران دوی ته په دغه تقريب باندې د بريد کولو امر کړی و. [د افغانستان صدارتي محل]

د هرات صوبې ګورنر محمد آصف رحیمی په هرات ښار کې د فبرورۍ په ۲۱ مه پخواني طالبان وسله والو ته هرکلی وايي. [سليمان]

د هرات صوبې ګورنر محمد آصف رحیمی په هرات ښار کې د فبرورۍ په ۲۱ مه پخواني طالبان وسله والو ته هرکلی وايي. [سليمان]

هغه سلام ټایمز ته وویل، "مونږ د پولې نه اخوا د ایران په خاوره کې جنګي ټريننګ ترلاسه کړو." هغه زياته کړه، "ایران مونږ ته پیسې، وسلې او آلات راکړل چې مونږ د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ وکړو."

علیزي وویل، "د حقیقت په موندلو سره او د ټاپي پروجيکټ د ملاتړ لپاره، موږ د جنګ کولو نه انکار وکړو او حکومت ته تسلیم شو."

هغه وویل، "هغه کسان، چې له طالبانو سره یوځای کیږي، ایران هغوی په ۵ کسیزو، ۱۰ کسیزو، او ۱۰۰ کسیزو ګروپونو کې ایران ته منتقل کوي، چيرته چې دوی د دريو میاشتو پوځي تربيت ترلاسه کوي."

عليزي وویل، "هغه طالبان، چې په ایران کې روزنه ترلاسه کوي، په هاسټلونو کې اوسیږي. "هغوی په دغه هېواد کې په ارام سره اوسيږي او کولی شي چې د ۱۵ ورځو پورې د ایران په ښارونو کې په آزادانه توګه وګرځي."

هغه زياته کړه، "د ټريننګ د مکمل کولو نه وروسته، ایران هغوی افغانستان ته بيرته راليږي خو یوازې وروسته له هغې چې هغوی ته د امنيتي ځواکونو پر ضد د جنګ کولو لپاره پیسې او پوځي سامان ورکړي."

دغه تاپي پایپ لاین به د ترکمنستان نه د افغانستان د خاورې له لارې د هندوستان پورې ۱۸۴۰ کیلومتره اوږدوالی ولري او دا به د ۲۰۲۰ په لومړیو کې د ترکمنستان ګلکینیش ګيس مرکز نه ګيس منتقل کول پیل کړي.

شنونکي وایي چې ټاپي په افغانستان کې د ایران نورو پروجيکټونو ته ګواښ کوي.

د ایران لخوا سبوتاژ

محمد نعيم غيور، چې په هرات کې ۶۰۶ انصار پوليس زون د استخباراتو ډايريکټر دی، سلام ټایمز ته وویل، "د طالبانو دغه ګروپ مشن لرلو [ ايران ورته حکم ورکړی و] چې یو لړ ترهګریز بریدونه ترسره کړي او د ټاپي پروجيکټ د افتتاح لپاره ستونزې رامنځته کړي."

جيلاني فرهاد، چې د هرات د ګورنر وياند دی، وویل، "د طالبانو د ډلې دغه غړي په حقیقت پوهه شول: چې جنګ د هغوی او د افغانستان لپاره زيان رامنځته کوي، او د هغو هیوادونو په ګټه دی کوم چې د طالبانو ملاتړ کوي."

محمود افخمی رشیدی، چې په هرات ښار کې د ایران کونسل جنرل دی، د طالبان اورپکو دا ادعا رد کړه.

فارس خبري اژانس د افخامي له خولی وویل، "دا ادعاګاني مطلق دروغ دي."

که څه هم، شواهد په روښانه توګه ثابتوي چې ایران د افغانستان حکومت او د دې د ګټو پر ضد له طالبانو سره په دومداره توګه مرسته کوي.

د دې مياشتې په لومړيو کې، معصوم ستانکزۍ، چې د افغانستان د ملي امنیت ستر مشر دی، وويل چې په دې کې شک نشته چې ايران د طالبانو سره مرسته کوي.

ستانکزۍ د فبرورۍ په ۴ مه د بي بي سي پارسي سره په یوې مرکه کې وویل، داسې شواهد شته چې ثابتوي چې روس او ایران له طالبانو سره څه مرسته کوي، خو د دې په اړه کافي معلومات نه دي خپاره شوي.

ستانکزی د افغانستان تر ټولو لوړ پوړي چارواکی دی چې داسې تورونه لګوي.

په دې میاشت کې د فراه صوبې چارواکو هم په ایران تور ولګوو چې ایران په سيمه کې وسله والو ته ټريننګ او آلات ورکوي.

د فراه د صوبايي شورا غړي، دادالله قان، وويل چې ایراني جنګي سرتیري په افغانستان کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه سلام ټايمز ته وویل، "ایراني جنرالان فراه صوبې ته راغلل چې طالبانو ته تربيت ورکړي او جنګ کنټرول کړي او څارنه یې وکړي." هغه زياته کړه، "حتی هغوی په جګړه کې هم برخه واخیسته."

دا دوه مثالونه هغه وروستي شواهد دي چې ثابتوي چې ایران په فعاله توګه د افغانستان امنیت او بشپړتیا ته زيان رسوي.

په طالبانو غږ کول چې 'د بهرني ګټو لپاره د کار کولو نه ډډه وکړي'

د دې ډلې دا فيصله، چې تسلیم شي او د سولی پروسې سره یوځای شي، په هغه وخت کې رامنځته شوه کله چې د طالبانو وفادار ملا محمد رسول د ټاپي پایپ لاین سره د ملاتړ لپاره ژمنه وکړه.

قاري یوسف احمدي، چې ادعا کوي چې هغه د طالبانو ویاند دی، په یو بيان کې وویل، طالبان "دا پروجيکټ د هېواد د اقتصادي انفراسټرکچر لپاره مهم عنصر ګڼي او باور لري چې د دې پروجيکټ په ښه توګه عملي کول به افغانانو ته ګټه ورکړي."

د امریکا غږ له مخې، د طالبانو په بيان کې راغلي، "مونږ تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې دې پروجيکټ ته د امنیت برابرولو په برخه کې د خپلې همکارۍ اعلان کوو."

یو بل پخواني طالب یاغي، صوفي عظیم، چې د سولې پروسې سره یوځای شوی دی، سلام ټایمز ته وویل، "جنګ هغه ګاونډي هېوادونو ته ګټه ورکوي کوم چې افغانستان ورانول غواړي. "له دې کبله، مونږ جګړه رد کړه، او مونږ په نورو طالب وسله والو باندې هم غږ کوو چې دوی دې د خارجیانو د ګټو لپاره کار ونه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 5

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حقیقیت دے ایران داقسم دترھگرئ پہ کارونو کی ملوث دے

ځواب

هاهاها ... ایران په ترهګرۍ کې ښکیل نه دی ... تروریزم د بد مذهب او ملت فعالیت دی ... دا ۱۰۰٪ غلط خبرونه دي.

ځواب

زمونږ د ګاونډي لخوا څومره ښه ډالۍ. لعنت دې وي په ايران

ځواب

اللہ ج دی پہ گران وطن افغانستان کی سولہ راولی

ځواب

ډير ښه!

ځواب