د ښځو حقوق

د چترال ريليف مرکز د ښځو او ماشومانو لپاره قانوني ملاتړ برابروي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

یوه ښځه د فبرورۍ په ۲۰ مه د خیبر پښتونخواه په چترال ډسټرکټ کې د ښځو او ماشومانو لپاره په نوي پرانستل شوي ريليف مرکز کې شکایت درج کوي. [د چترال پولیس]

یوه ښځه د فبرورۍ په ۲۰ مه د خیبر پښتونخواه په چترال ډسټرکټ کې د ښځو او ماشومانو لپاره په نوي پرانستل شوي ريليف مرکز کې شکایت درج کوي. [د چترال پولیس]

چترال -- د تاوتریخوالي، ځورونې او نورو جرمونو له کبله ځپل شوي ښځې او ماشومان اوس کولی شي چې د خيبر پښتونخواه په چترال ډسټرکټ کې د وړیا قانوني خدماتوترلاسه کولو لپاره د ښځو او ماشومانو د ریلیف مرکز ته لاړ شي.

د خیبرپښتونخواه پولیسو د سرحد رورل سپورټ پروګرام، د چترال د وکيلانو د ټولنې او د خیبرپښتونخواه د سوشل ويلفير ډیپارټمنټ په مرسته دا مرکز جوړ کړو، چې د فبرورۍ په ۱۹ مه پرانستل شو چې د تاوتریخوالي په وړاندې د ښځو او ماشومانو ساتنه وکړي..

د چترال د پولیسو انسپکټر محسن الملک پاکستان فارورډ ته وويل، د دې مرکز، چې د چترال ښار د پولیسو مرکز سره نږدې دی، موخه د ښځو او ماشومانو د حقونو ساتنه او هغوی د جرمونو نه ساتل دي.

د محسن الملک دنده داه ده چې په چترال ډسټرکټ کې د ۱۸ پولیسو سټیشنونو نه د ښځو د ستونزو په اړه شکایتونه ترلاسه کړي او ریلیف مرکز ته يې وليږي.

هغه وويل، "د ناريناو په ټولنه کې، ښځې نه غواړي چې د شکايتونو لپاره د پوليسو سټيشنونو ته لاړې شي، له دې امله مونږ په دغه مرکز کې ښځينه افسرانې تعينات کړي دي چې ښځې په آزادانه توګه خبرې اترې وکړي."

پوهاوي رامنځته کول، سماجي پابندۍ ختمول

محسن وویل، په چترال کې ډیری ښځې په خپلو کورونو کې پاتې کيږي، نو له دې امله حکومت په سیمه ایزو ژبو کې د ایف ایم راډیو پروګرامونه پیل کړل چې هغوی ته د دې نوي نوښت په اړه خبر ورکړي.

هغه وويل، "موږ په خلکو کې پوهاوي رامنځته کوو او خلکو له پکار ده چې د جنسي ځورونې، کورني تاوتريخوالي، په زور او کم عمري کې د واده یا کار کولو، اود ورک شوي ماشومانو او يا ښځو په اړه راپور ورکړي او مرکز ته راشي."

هغه وويل، دا مرکز هره ورځ سهار د ۹ بجو نه تر مازیګر ۵ بجو پورې کهولاو وي. هغه زیاته کړه چې ټولنه د دې نوښت ملاتړ کوي.

هغه وويل، "ځايي اوسيدونکي د دې مرکز په اړه ډېر خوشحاله دي."

کيسونه په چټکۍ سره حل کول

د چترال د وکيلانو د ټولنې صدر ساجد خان وویل، په دې مرکز کې درې کيسونه درج شوي دي چې پولیس یې تحقیقات کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د ځانګړو حالاتو له کبله، ښځې نه غواړي چې د پولیسو سټیشنونو سره اړیکه ونیسي او د تاوتریخوالي او نورو جرمونو په کيسونو کې شکایتونه درج کړي." له دې امله، "موږ په دغه مرکزونو کې ښځینه وکیلانې تعينات کړي دي چې ځپل شويو ښځو او ماشومانو ته وړیا قانوني خدمتونه وړاندې کړي."

هغه وويل، "موږ په خلکو کې پوهاوي رامنځته کوو." "موږ د زورزیاتي او په کم عمرۍ کې د ودونو او د ښځو په وړاندې کورني تاوتریخوالي په اړه اوریدلي دي، خو ځپل شوي ښځې د ټولنیزو پابندو له کبله شکایتونه نه ثبت کوي."

خان وويل، په چترال ډسټرکټ کې ټولو ۱۸ پولیس سټیشنو ته ويلی شوي چې دا ډول کيسونه نوي مرکز ته استوي چې په چټکۍ سره دغه کيسونه حل کړي.

هغه وويل، ښځو او ماشومانو ته د مرستې ضرورت دی چې د خپلو ځانونو په وړاندې تاوتريخوالی ختم کړي. هغه زياته کړه، دا مرکز يو ښه نوښت دی او ښځې به پياوړي کړي.

د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی له منځه وړل

نګار حسين، چې په پیښور کې د خیبرپښتونخواه د سوشل ويلفير ډیپارټمنټ چارواکی دی، وویل، سیمه ایزې ټولنې د نوي مرکز هرکلی وکړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "اوسيدونکي هيله مند دي چې دا به د ښځو هغه ستونزې حل کړي د کومو سره چې دوی مخ دي. د ښځو په وړاندې به تاوتريخوالی ژر ختم شي." هغه زياته کړه، زيات شمېر رضاکارانو په مرکز کې د ښځو سره د مرستې لپاره خپل خدمتونه وړاندې کړي دي.

ثمين بيګم، ۲۱ کلنه، چې د چترال اوسيدونکي ده او په پيښور يونيورسټۍ کې طالب علمه ده، د نوي مرکز د پرانستلو ستاینه وکړه.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډیری پیښې اوس هم ترسره کیږي، خو هیڅ يو کس، پريس یا پولیسو ته د دغو پيښو په اړه راپور نه ورکوي." "دا وضعیت د ښځو ستونزې زياتوي."

بيګم وويل، په چترال کې د هېواد د نورو برخو په پرتله کم پرمختګ شوی دی او دا څرګندوي چې د ښځو د حقونو يقيني کولو لپاره زيات مرکزونه اړين دي.

هغې وويل، "ښځې د ملتونو په پرمختګ کې مهم رول لوبوي، او موږ په هغه صورت کې د هغوی صلاحيتونه استعمالولی شو که چيرې هغوی د تاوتريخوالي په وړاندې خوندي وي او د پرمختګ لپاره مساوي فرصتونه تر لاسه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500