امنیت

په پيښور کې په تعليمي ادارې باندې د بريد نه وروسته، زده کونکي د تروریستانو غندنه کوي او په کلاسونو کې بيرته ګډون کوي

د عديل سعيد لخوا

د پوليسو چارواکي او په پیښور کې د زرعي خدماتو د اکيډمۍ د فيکلټۍ غړي د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۶ مه د کلاسونو د بیا پيلولو لپاره د امنیتي تدابیرو معاینه کوي. [د زرعي خدماتو اکيډمي]

د پوليسو چارواکي او په پیښور کې د زرعي خدماتو د اکيډمۍ د فيکلټۍ غړي د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۶ مه د کلاسونو د بیا پيلولو لپاره د امنیتي تدابیرو معاینه کوي. [د زرعي خدماتو اکيډمي]

پیښور -- په پېښور کې د زرعي روزنيز انسټيټوټ، چې د زرعي خدماتو اکيډمي نوی نوم لري، طالب علمانو او د فيکلټۍ غړو په تير دسمبر کې د وژونکي تروریستي برید نه وروسته د فبرورۍ په ۶ مه تعليمي فعالیتونه بیا پیل کړل.

وسله والو د دسمبر په لومړۍ نيټه په دغه اکيډمۍ برید وکړو، چې اته زده کونکي او یو امنیتي ساتونکی په کې ووژل شو او د ۳۷ نه زيات کسان په کې ټپیان شول.

د تحریک طالبان پاکستان څلورو وسله والو، د ځان وژونکو بريد کوونکو په شمول، ځان په بورقو کې پټ کړي ول او د امنیتي ځواکونو په لاس د وژلو نه مخکې هغوی ډزې وکړې.

احمد لال بادشاه، چې د ويټرنري ساينسز د دريم کال طالب علم دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ ډیر خوشحاله یو چې زموږ انسټیټوټ بیا پرانستل شوی او کلاسونه بیا پیل شوي دي."

پاکستاني رضاکاران په پیښور کې د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په لومړۍ نېټه وروسته له هغې يو طالب علم ژغوري کله چې د تحريک طالبان پاکستان وسله والو په زرعي روزنیز انسټیټوټ باندې بريد وکړو. [عبدل مجید / ای ايف پي]

پاکستاني رضاکاران په پیښور کې د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په لومړۍ نېټه وروسته له هغې يو طالب علم ژغوري کله چې د تحريک طالبان پاکستان وسله والو په زرعي روزنیز انسټیټوټ باندې بريد وکړو. [عبدل مجید / ای ايف پي]

په پیښور کې د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په لومړۍ نېټه په زرعي روزنيز انسټيټوټ باندې د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو د بريد نه وروسته، پاکستاني سرتيري په دغه انسټيټوټ کې ګشت کوي. [عبدل مجيد / ای ايف پي]

په پیښور کې د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په لومړۍ نېټه په زرعي روزنيز انسټيټوټ باندې د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو د بريد نه وروسته، پاکستاني سرتيري په دغه انسټيټوټ کې ګشت کوي. [عبدل مجيد / ای ايف پي]

بادشاه، چې د خيبر پښتونخواه د ټانک ډسټرکټ يو اوسيدونکی دی او د دغه بريد په وخت موجود و، وويل، "که څه هم، دې برید زموږ په ذهنونو او روحونو دايمي اثرات پریښودي دي، خو دې زمونږه ليوالتيا کمه نه کړه چې مونږ علم ترلاسه کړو او په تعليم کې پرمختګ وکړو."

هغه وويل، "کله چې ډزې پيل شوې، نو زه په هاسټل کې په کمره کې موجود وم." "دا ډیره حیرانوونکی وخت و. هر يو کس د ځان خوندي ساتلو لپاره منډه وهله."

بادشاه وويل، هغه د چارديوارۍ ديوال ته وختو او د ډزو نه د بچ کيدو لپاره يې ټوپ ووهلو، چې په نتيجه کې د هغه ګسه پښه ماته شوه.

'وسله وال مونږ نه شي ويرولی'

بادشاه وويل، "کله چې زما مور او پلار د کلاسونو د پرانيستلو نه خبر شو نو زما د خوندیتوب په اړه اندیښمن و، خو ولې بیا یې ما ته وویل چې کلاسونه واخلم."

هغه وويل، "طالبان نه شي بريالي کيدې چې ځوانان ويروي او هغوی د تعليم تر لاسه کولو منع کړي." "حتی په ۲۰۱۴ کال کې په آرمي پبلک سکول باندې ترټولو ناوړه برید -- چې ۱۴۰ کسان، زياتره طالب علمان، په کې مړه شوي ول -- والدين خپل ماشومان سکول ته د ليږلو نه منع نه کړل."

احتشام الحق، چې په فاټا کې د خیبر ايجنسۍ اوسيدونکی دی او د ویټرنري ډیپارټمنټ طالب علم دی، وويل، هغه خوش قسمته و چې د دسمبر په لومړۍ نيټه د ډزو نه وتښتيدو.

هغه وويل، اوس، هغه خوشحاله دی چې په کلاسونو کې ګډون کوي، خو "خفه په دې دی چې هغه ته خپل شهيد شوي ملګري په نظر نه شي راتلې."

بلال احمد، د مانسهرې ډسټرکټ اوسيدونکی دی او د زرعي علومو طالب علم دی، وويل، په وژل شوي کسانو کې يو کس زما نژدې ملګری و.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "کله چې زه د خپل نژدې ملګري سيټ خالي وينم، نو زما سترګې د اوښکو نه ډکي شي." "موږ ته هغه خپل ملګري راياديږي کوم چې مونږ له لاسه ورکړي دي."

هغه وويل، "وخت به زموږ زخمونه روغ کړي، خو یوه خبره روښانه ده: د يو څو وسله والو لخوا دا ډول بزدلانه عملونه نه شي کولی چې موږ ویروي او موږ به په هر حال کې تعليم ترلاسه کولو ته دوام ورکړو."

زيات امنیت

د زرعي خدماتو اکيډمۍ پرنسپل ملک ذوالفقار پاکستان فارورډ ته وويل، "د کلاسونو بيا پيلولو په لومړۍ ورځ د زده کونکو مورال لوړ و." هغه زياته کړه، چې د ۳۰۰ زده کونکو ۹۰٪ طالب علمانو په لومړۍ ورځ په کلاسونو کې برخه واخیسته.

هغه وويل، "زموږ په انسټيټيوټ کې زياتره زده کونکي هغه کسان دي کوم چې په هاسټلونو کې اوسي، او د لرې پرتو سيمو طالب علمان لا تر اوسه راروان دي، نو په راتلونکي ورځو کې به [دا شمېر] زيات شي."

هغه وويل، زده کوونکو په لومړۍ ورځ په اسمبلۍ کې ګډون وکړو او د دسمبر په مياشت کې د وژل شويو کسانو لپاره يې د قرآن کريم تلاوت وکړو.

هغه وويل، انتظاميې د امنيتي محافظينو شمېره د څلورو نه تر لسو پورې لوړه کړې ده. انتظامیه د صوبايي حکومت سره خبرې اترې کوي چې د سکول چارديواري لوړه کړي او د زيات امنیت لپاره یې بیا جوړه کړي.

هغه وويل، انتظامیه د خیبر پښتونخواه د روغتیا ریاست سره هم کار کوي چې د زده کونکو او کارمندانو لپاره مشورې برابرې کړي او د هغې صدمې نه په ژغورولو کې د هغوی سره مرسته وکړي کومه چې دوی ترلاسه کړې وه.

ذوالفقار وويل، دا سکول به د بريد د قربانيانو د درناوي لپاره په کيمپس کې يو يادګار جوړ کړي.

هغه وويل، "موږ نه شو کولى چې خپل زده کونکي او کارمندان، چې شهادت يې ترلاسه کړی و، هېر کړو او مونږ به هغوی د تل لپاره ياد وساتو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500