اقتصاد

پاکستان او انډونیشیا د سوداګرۍ او اقتصادي همکاريو د پراختیا ژمنه وکړه

د آمنه ناصر جمال لخوا

یو پاکستانی کارکوونکی د تیر شوي می په ۲۵ مه په کراچۍ کې د هول سيل په يو مرکزي مارکيټ کې د وریجو بوجۍ وړي. انډونيشيا چمتو دی چې د پرايويټ سکټور د معاهدو له لارې د پاکستاني وریجو لوی مقدار واردول پیل کړي. [آصف حسن / ای ايف پي]

یو پاکستانی کارکوونکی د تیر شوي می په ۲۵ مه په کراچۍ کې د هول سيل په يو مرکزي مارکيټ کې د وریجو بوجۍ وړي. انډونيشيا چمتو دی چې د پرايويټ سکټور د معاهدو له لارې د پاکستاني وریجو لوی مقدار واردول پیل کړي. [آصف حسن / ای ايف پي]

اسلام آباد -- چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې پاکستان ته د انډونيشيا د صدر جوکو ويډوډو د راتګ نه وروسته د پاکستان او انډونيشيا ترمینځ سوداګریزې اړیکې مخ په وړاندې روانې دي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر، یونس دغا، د جنورۍ په ۲۶-۲۷ مه پاکستان ته د ويډوډو د راتګ نه وروسته، پاکستان ته فارورډ ته وويل، "انډونشيا د پاکستان مهم سوداګريز ملګری دی."

د دې سفر په دوران کې، ويډوډو او د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي په دې ټينګار وکړو چې دواړه هيوادونه دې د اوږدې مودې لپاره اړیکي پیاوړي کړي او د سوداګرۍ، سرمايه کارۍ او اقتصاد په برخه کې همکاري پراخه کړي.

په ۲۰۰۵ کال کې، پاکستان د انډونيشيا سره د جامع اقتصادي ملګرتیا تړون لاسلیک کړو. په ۲۰۱۲ کال کې، دواړو هیوادونو د غورې سوداګرۍ تړون (پي ټي ای) لاسليک کړو، چې په راتلونکي کال کې عملي شو.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر محمد پرویز ملک (ګس اړخ ته) او د سوداګرۍ سيکريټري یونس دغا په اسلام آباد کې د جنورۍ په ۲۶ مه د پاکستان او انډونيشيا د سوداګرۍ د اړیکو په اړه په يو کانفرنس کې خبرې کوي. [آمنه ناصر جمال]

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر محمد پرویز ملک (ګس اړخ ته) او د سوداګرۍ سيکريټري یونس دغا په اسلام آباد کې د جنورۍ په ۲۶ مه د پاکستان او انډونيشيا د سوداګرۍ د اړیکو په اړه په يو کانفرنس کې خبرې کوي. [آمنه ناصر جمال]

يو پاکستانی کار کوونکی د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په ۱۸ مه په زراعتي ښار بلوال کې په يو باغ کې کينوان راټولوي. [عامر قريشي / ای ايف پي]

يو پاکستانی کار کوونکی د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په ۱۸ مه په زراعتي ښار بلوال کې په يو باغ کې کينوان راټولوي. [عامر قريشي / ای ايف پي]

دغا وويل، "په نتيجه کې، په ۲۰۱۱-۲۰۱۲ کال کې د انډونيشيا سره سوداګري د ۱.۲۳ میلیاردو امریکايي ډالرو (۱۳۶.۱ ميليارده پاکستانۍ روپو) نه ۲.۲۶ ميليارده امريکايي ډالرو (۲۵۰ ميليارده پاکستانۍ روپو) ته ورسيده او په ۲۰۱۶-۲۰۱۷ کال کې ۲.۴۴ میلیارده امریکايي ډالرو (۲۶۵.۵ ميليارده پاکستانۍ روپو) ته ورسيده." "پاکستان د انډونيشيا په صادراتو کې د زیاتوالي له کبله په سوداګرۍ کې وده وکړه."

د دواړو هيوادونو لپاره ګټور وضعيت

یو مهم لومړیتوب دا دی چې د پاکستان او انډونيشيا ترمنځ د سوداګرۍ خساره کمه کړي، دوه اړخیزه سرمايه کاري زیاته کړي او په اقتصادي اړیکو کې پراختيا او بدلون راولي.

د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ او اګست په مياشتو کې د غورې سوداګرۍ د تړون د بيا کتنې لپاره په يوې غونډه کې، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ د خسارې او د انډونيشيا لخوا په آزاده سوداګرۍ کې د خنډونو (اين ټي بيز) په اړه خبرې وکړې.

دغا وويل، "پاکستان د انډونيشيا نه وغوښتل چې پي ټي ای دې داسې جوړه کړي چې دواړو هېوادونو ته ګټه ورکړي او په پاکستاني محصولاتو باندې اين ټي بيز لرې کړي."

د پي ټي ای له مخې، پاکستان په ۳۱۳ محصولاتو باندې انډونيشيا ته د ترجیحاتي ټيرف وړاندیز وکړ، په داسې حال کې چې انډونيشيا د پاکستان لپاره په ۲۳۲ محصولاتو باندې ټيرف کم کړو.

دغا وويل، د یو لړ مشورو نه وروسته، دواړو هیوادونو موافقه وکړه چې د یو اضافي پروتوکول سره د پي ټي ای بیا کتنه وکړي چې د دوی ترمنځ په سوداګرۍ کې نابرابري ختم کړي، او دا معاهده د دواړ هيوادونو لپاره ګټوره جوړه کړي. د جنورۍ په مياشت کې په دې پروتوکول او د تفاهم په مختلفو یاداښتونو دستخطونه وکړل شول.

هغه وويل، "د سوداګرۍ د وزارت د اوږد مهاله خبرو اترو او دوامداره هڅو وروسته، د انډونيشيا لوري اوس موافقه کړې چې د پاکستان د ګټې لپاره ژر تر ژره په ۲۰ محصولاتو باندې ټيرف صفر ته راکم کړي."

په مهمو موادو کې آمونه، ټوټې شوې وريجې [هغه وريجې چې د پروسس په دوران کې ټوټې شوي وي] تنباکو، سوت، کپړې، مالوچ، جامې، تولیې او کټ څادرې شامل ول. په ۲۰ محصولاتو باندې ټيرف د پاکستان په نړیوالو صادراتو کې نږدې ۲۵٪ اضافه کوي او د انډونيشيا په نړیوالو وارداتو کې نږدې د ۶۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو (۶۶.۴ میلیارده پاکستانۍ روپو) زياتوالی روالي.

نور خنډونه لرې کول

سربيره پر دې، د انډونيشيا د سوداګرۍ وزير انګارټياستو لوکيتا د جنورۍ په ۲۶ مه د پاکستاني کينوانو (ماندرين اورينج) د واردولو په کوټې باندې د بنديزونو د ختمولو اعلان وکړو.

د پاکستان د صادراتو او د سوداګرۍ وزارت اټکل وکړ چې انډونيشيا به په دې موسم کې د ۳۳ ميليونو امریکايي ډالرو (۳.۷ ميليارده پاکستانۍ روپو) ۶۰،۰۰۰ ټنه کينوان درآمد کړي.

په کراچۍ کې د پاکستان د کارکوونکو د تنظيم صدر او د پاکستان او انډونيشيا د سوداګرۍ فورم بنسټ ایښودونکي، مجید عزيز، وویل، "پاکستان د انډونيشيا سره د سوداګرۍ غوره اړیکې لري."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د ډیرو کلونو راهيسې، موږ هر کال د انډونيشيا نه په میلیونو ټنو سکاره درآمد کړي چې زموږ د بجلۍ د کمي په ختمولو کې مرسته وکړي." سربیره پردې، موږ د میلیونونو ډالرو کاغذ د انډونيشيا نه درآمد کوو."

هغه وويل، "که څه هم، موږ له پکار ده چې نور پاکستاني څيزونه برآمد کړو."

د وريجو لپاره مارکيټ پرانيستل

دواړو لوريو موافقه وکړه چې وريجې د سوداګرۍ په برخه کې د دواړو هيوادونو لپاره يو بل ګټور شی دی.

په تيرو کې، د وريجو واردات د انډونيشيا د لوژیستیکي ادارې تر کنټرول لاندې ول. د وروستي بدلون له مخې، انډونيشيا به د خصوصي سکټور د تړونونو له لارې د پاکستان او نورو هیوادونو نه ډیر مقدار وریجې واردوي.

د لاهور ملک محمد جهانګير، چې د وريجو د صادروونکو د ټولنې پخوانی صدر او د پاکستان او انډونيشيا د سوداګرۍ د فورم بنسټ ايښودونکی دی، وويل، "انډونيشيا د پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ښه تاريخ لري او د وارداتو او صادراتو ستر ملګری دی."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "زه ډیر خوشحاله یم چې په لومړي ځل به پاکستان انډونيشيا ته سپینې وريجې (غير باسمتي) صادرې کړي، ځکه چې دوه پاکستاني کمپنو د جنورۍ په ۱۹ مه د ۶۵،۰۰۰ ميټرک ټنو وریجو آرډر ترلاسه کړی دی."

هغه وويل، "دا [معاهده] به د انډونيشيا د سپينو وريجو لوی مارکيټ ته په لاس رسۍ ترلاسه کولو کې يو لوی ګام ثابت شي."

جهانګیر وویل، "د پي ټي ای تړون انډونيشيا او پاکستان ته يوه ښه موقع ورکوي چې سوداګریزو اړیکو ته وده ورکړي." "د دوه اړخيزو لاسته راوړنو نه علاوه، موږ باور لرو چې پياوړي اړيکې به دواړو هېوادونو ته توان ورکړيچې په ايشيا کې په مجموعي توګه د ښه بازار نه ګټه پورته کړي."

د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې ختمول

د لاهور وحيد احمد، چې د پاکستان د میوو او سبزيجاتو صادروونکو، د واردونکو او سوداګرو د اتحادیې مشر او د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د فدراسیون نايب صدر دی، وویل، د ويډوډو د راتګ په دوران کې، دواړو خواو موافقه وکړه چې د خپلو اړوندو خونو سره درې میاشتنۍ غونډې ترسره کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د سوداګریزو خنډونو له مینځه وړلو سره، دوه اړخیزه سوداګري او اقتصادي اړیکي نورې هم پیاوړي کيدي شي."

هغه وويل، "د خلکو د يو بل سره اړیکه لرل، نیغ په نیغه د الوتنې اختیارونه، د بينکارۍ سهولتونه، د سوداګریزو وفدونو تبادله او د نمايشونو انعقاد کول به په دوو يا دريو کالو کې د پاکستان نه انډونيشيا ته په صادراتو کې تر یو ملیارده ډالرو پورې [۱۱۰.۶ ملیارده پاکستانۍ روپو] اضافه وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500