راولپنډۍ -- د افغانستان، پاکستان، متحده ایالاتو او د مرکزي آسیا یوشمیر پوځي مشرانو په کابل کې د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۳ مه) په يوې غونډه کې ګډون وکړو چې د يو شمير امنیتي مسلو په اړه خبرې اترې وکړي.
د متحده ایالاتو سينټ کوم کمانډر جنرال جوزف ووټيل، د ناټو د ملاټر ماموریت کمانډر جنرال جان نیکولسن، د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه، او د افغان د پوځ ستر مشر لفټننټ جنرال محمد شریف یفتلي په ګډون کوونکو کې شامل ول.
د منځنۍ آسیا د هیوادونو ګڼ شمیر پوځي مشرانو، د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان په شمول، او د ناټو یو شمېر چارواکو هم په دغه غونډه کې ګډون وکړو.
طلوع نیوز راپور ورکړو، د دې کنفرانس موخه د بغاوت سره مبارزه او د هیوادونو ترمينځ د پوځي همکاریو په اړه خبرې اترې کول و.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر له مخې، باجوه په کانفرنس کې ګډون کوونکو ته وويل چې "د سیمه ایز سولې او ثبات لاره د افغانستان له لارې تېرېږي."
د آی ايس پي آر له مخې، باجوه وويل، "يو ګډ چلند او استقامت د ټولو چيلنجونو ځواب دى او د هغې لپاره پاکستان په خپل رول لوبولو کې چمتو دی."
جنرال دولت وزيري، چې د افغانستان د دفاع د وزارت وياند دی، آزادۍ ريډيو ته وويل، چې "زه فکر کوم چې پاکستان به د نړيوال فشار لاندې راشي او د ترهګرۍ پر وړاندې به په جګړه کې برخه واخلي."
د سه شنبې په ورځ دا غونډه هغه وخت ترسره شوه کله چې په ټول افغانستان کې د طالبانو اود داعش په بریدونو کې زياتوالی راغې."
'همکاري سوله يقيني کولی شي'
په پېښور کې يو امنیتي شنونکي بریګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، وويل، پاکستان او افغانستان نه شي کولی چې په سیمه کې د همکارۍ پرته په ظاهره توګه د نه ختميدونکي ترهګریزو کړنو سره مقابله وکړي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، "د پاکستان، افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ یووالي ته شديد ضرورت دی ... چې د پولې دواړو غاړو ته وسله والو ته ماتې ورکړي."
هغه وويل، "د [افغانستان او پاکستان] ترمنځ کلکه همکاري کولی شي چې بشپړه سوله يقيني کړي."
شاه وويل چې د سه شنې په ورځ د کابل غونډه مهمه ده.
هغه وويل، "دواړه هېوادونه بايد هغه لارې په ګوته کړي چې خپلې سرحدي سيمې خوندي وساتي او د ترهګرو د شتون او فعاليت په اړه استخباراتي معلومات شريک کړي."
هغه وويل، دوی د اورپکۍ له امله ډير زيات ځپل شوي دي او دوی د اوږدې مودې راهیسې د پولې دواړو غاړو ته د تروریزم لخوا د تباهۍ سره مخ دي.
هغه وويل، "د دواړو هېوادونو خلک سوله غواړي او د ترورېزم نه نفرت کوي."
[اشفاق يوسفزۍ د پيښور نه د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]
زه له پي ايم ای سره کار کول غواړم
ځوابتبصرې 4
زه له پاکستان سره مينه لرم
ځوابتبصرې 4
زه پاکستان يم
ځوابتبصرې 4
زه د پاکستان د هوایي ځواک سره ډيره مينه لرم
ځوابتبصرې 4