تروريزم

په سوات کې د پوځيانو په يو مرکز باندې د طالبانو د برید نه وروسته پاکستان د وسله والو له منځه وړلو ژمنه وکړه

د محمد آهل لخوا

د پاکستان پوځ سرتيري د فبرورۍ په ۴ مه په کوهاټ کې د کيپټن جازب د جنازې نه مخکې د هغه لاش وړي. [باسط شاه / ای ايف پي]

د پاکستان پوځ سرتيري د فبرورۍ په ۴ مه په کوهاټ کې د کيپټن جازب د جنازې نه مخکې د هغه لاش وړي. [باسط شاه / ای ايف پي]

پیښور -- پاکستان ژمنه کړې چې هر قسم ترهګري له منځه يوسي، په داسې حال کې چې په پېښور کې د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۴ مه) د هغه ۱۱ سرتيرو جنازه ادا شوه کوم چې يوه ورځ مخکې د طالبانو په برید کې وژل شوي ول.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر (آی ايس پي آر) له مخې، د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۳ مه) يو ځانمرګي بريد کوونکي د سوات ډسټرکټ په کبل تحصیل کې د پوځيانو په يو مرکز کې لږ تر لږه ۱۱ سرتیري ووژل او ۱۳ يې ټپیان کړل.

آی ایس پي آر راپور ورکړو چې برید کوونکي د پوځ د لوبو سيمه په نښه کړه.

ای ايف پي راپور ورکړو چې په دغه چاودنه کې د پوځ یو افسر، کيپټن جازب، په وژل شویو کسانو کې و. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ژورناليستانو ته په يو ايميل کې د دې بريد ادعا کړې ده.

د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاويد باجوه او نور افسرانو په پیښور کې د فبرورۍ په ۴ مه د هغه سرتيرو سره ليدنه کوي کوم چې يوه ورځ مخکې د طالبانو په برید کې ټپيان شوي ول. يو ځانمرګي بريد په وادي سوات کې په يو پوځي مرکز کې ۱۱ کسان ووژل او ۱۳ يې ټپیان کړل. [آی ايس پي آر]

د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاويد باجوه او نور افسرانو په پیښور کې د فبرورۍ په ۴ مه د هغه سرتيرو سره ليدنه کوي کوم چې يوه ورځ مخکې د طالبانو په برید کې ټپيان شوي ول. يو ځانمرګي بريد په وادي سوات کې په يو پوځي مرکز کې ۱۱ کسان ووژل او ۱۳ يې ټپیان کړل. [آی ايس پي آر]

د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاويد باجوه، د خیبر پښتونخواه ګورنر اقبال ظفر جهګړا او نورو لوړ پوړو چارواکو د جنازې په مانځه کې ګډون وکړو او شهيد شویو سرتیرو ته یې باج ورکړو.

د دې نه وروسته، باجوه او جهګړا په پېښور کې د ګډ پوځي روغتون څخه لیدنه وکړه او د هغه کسانو تپوس یې وکړو کوم چې په دغه چاودنه کې ټپيان شوي ول.

لټون روان دی

د سوات ډسټرکټ د پولیسو افسر، کيپټن واحد محمود، پاکستان فارورډ ته وویل، چارواکو د برید نه وروسته په سیمه کې د لټون ستر عمليات پیل کړي دي.

هغه وويل، "د ډسټرکټ د وتلو ننوتلو په ټولو لارو باندې امنيت زيات کړی شوی دی."

محمود وويل، "د کبل په شاوخوا سيمو کې د فبرورۍ په ۵ مه سهار [د دوشنبې په ورځ] اتلس شکمن کسان ونیول شول."

ګورنر جهګړا پاکستان فارورډ ته د فبرورۍ په ۴ مه وويل، "د سرتیرو مورال لوړ دی، او دښمن به ختم کړی شي."

هغه زياته کړه: "موږ په خپلو سرتېرو فخر کوو، او داسي بزدلانه بريدونه زموږ حوصله نه شي کمزوري کولی."

د خیبر پښتونخواه وزیر اعلی پرویز خټک پاکستان فارورډ ته وویل، "ملت په خپلو شهیدانو فخر کوي، او دا بزدلانه فعاليتونه نه شي کولی چې وسله وال بریالي کړي." "[وسله وال] په تيښته دي او د ړنګېدو په حال کې دي."."

د قربانۍ نه نه ويريدل

کیپټن جازب د ملک ظفر اعظم، چې د خيبر پښتونخواه د قانون او پارلماني چارو پخوانی وزیر دی، لمسې و.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زما کورنۍ او زه په جازب فخر کوم، چې د خپل هیواد لپاره يې خپل ژوند قربان کړو." دا ډول بریدونه به زموږ ژمنه کمزوري نه کړي."

هغه وويل، "پښتانه يو زړور قوم دی، او له داسي قربانيو نه نه ډاريږي." "که څه هم جازب له لاسه ورکول ګران کار دی... خوا دا د فخر خبره ده چې زه د يو شهید د نيکه په توګه پیژندل کيږم."

وادي سوات د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۰۹ کال پورې د تحريک طالبان پاکستان تر کنټرول لاندې و. وسله والو خپل سخت اسلامي قانون نافذ کړی وو او تر هغه وخته پورې يې خلک په کوړو وهلو او وژلو کله چې د پاکستان پوځ هغوی وشړل.

امير مقام، چې په خيبر پښتونخواه کې د پاکستان مسلم لیګ نواز پارټۍ صدر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "نن سوات یو سوله ییز ځای دی." "داسې وحشیانه عملونه خلک نه شي ويرولی. زړور سواتيانو په تیرو وختونو کې ترهګرو ته ماتې ورکړې او په راتلونکي کې به هم دوی ته ماتې ورکړي."

هغه وويل، ترهګر موږ ته "ماتې نه شي راکولی." زموږ ملت او امنیتي ځواکونه به هغوی ته ماتې ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 10

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه غواړم چې له پاک پوځ سره يو ځای شم

ځواب

زه غواړم چې د پاک پوځ سره یوځای شم ځکه چې زما په کورنۍ کې هر يو کس دا فکر کوي چې پاک پوځ د پاکستان لپاره هیڅ نه کوي نو زه غواړم چې دې خلکو ته وښیم چې پاک پوځ د پاکستان لپاره څه کوي. زما کورنۍ ويريږي چې ما له پاک پوځ سره د يوځای کيدو لپاره وليږي ځکه چې هغوی فکر کوي، چې هغه څوک چې د پاک پوځ سره یوځای کیږي، وژل کيږي خو مرګ د انسان نه بلکې د الله په لاس کې دی. زه به ډیر خوشحاله یم که تاسو هغوی ته ځواب ورکړئ او زه یوازې ۱۶ کاله عمر لرم.

ځواب

زه له پاک پوځ سره مينه لرم او زه غواړم چې له پاک پوځ سره يوځای شم

ځواب

مهرباني وکړئ له پاک پوځ سره يو ځای شئ

ځواب

زه به په پاک پوځ کې هر ډول کار کوم. ما لسم په ای ګريډ کې پاس کړی دی.

ځواب

زه له پاک پوځ سره مينه لرم

ځواب

زه له پوځ سره مينه لرم او غواړم چې له پوځ سره يو ځای شم

ځواب

زه غواړم چې له پاک پوځ سره يو ځای شم

ځواب

نه

ځواب

زه په پاک پوځ کې هر ډول کار کولو ته تیار یم. ما لسم جماعت پاس کړی دی.

ځواب