امنیت

د ترهګرۍ پرضد د خوندي ښار پروجيکټ به په کويټه کې په راتلونکې کې پيل کړی شي

د عبدل غني کاکړ لخوا

امنیتي پرسونل د جنورۍ په ۳۰ مه د کويټې په اطرافو کې ګشت کوي. [عبدل غني کاکړ]

امنیتي پرسونل د جنورۍ په ۳۰ مه د کويټې په اطرافو کې ګشت کوي. [عبدل غني کاکړ]

کويټه -- د بلوچستان حکومت په ټول ښار کې د ویډیو د څارنې د يو پيچلي سیسټم منظوری ورکړې ده چې په کويټه کې د تروریزم د زياتيدونکي ګواښ سره مبارزه وکړي.

د بلوچستان د کورنیو او قبايلي چارو وزیر میر سرفراز بګټي پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د جنګ په حالت کې یو، او د تروریزم په وړاندې په روانې جګړه کې، دا ضروري وه چې د پرمختللي معلوماتي ټکنالوجۍ له لارې د خپلو امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړ وساتو."

هغه وويل، "د خوندي ښار پرورجيکټ بالاخره د جنورۍ په ۲۴ مه د قانون او نظم په اړه د لوړې کچې په يوې غنډه کې منظور کړی شو."

دغه پروجيکټ له مخکې نه په پیښور، لاهور, پاړه چنار او اسلام آباد کې پلي شوی دی.

بګتي وويل، "موږ غواړو چې په صوبايي مرکز کې د خپل امنیتي سیسټم او بیړنیو خدماتو د غبرګون وړتیا زیاته اغيزمنه کړو." "د نوې مرکزي ویډیو د څارنې سیسټم به د ټولې سوداګرۍ او استوګنې سیمو، کوڅو، سړکونو او د ښار د لويو سړکونو څارنه کوي."

هغه وويل، "د خوندي ښار پروجيکټ به نه یوازې د عامه امنیت لپاره یو میکانیزم چمتو کړي بلکې د قانون پلي کونکو ادارو ته به هم توان ورکړي چې د عامه غونډو، مذهبي جلوسونو او نورو پیښو څارنه وکړي."

هغه وويل: "دا پروجيکټ به زموږ امنيتي ځواکونو ته د کمانډ او کنټرول يو اغېزمن ميکانيزم چمتو کړي."

بلوچستان د څو کلونو راهيسې، د ترهګرۍ د ظلمونو سره مخ دی، چې په دې کې په اګست ۲۰۱۶ کال کې يو ځانمرګي برید شامل دی چې په هغې کې د ۵۰ نه زیات وکیلان وژل شوي ول او د صوبې حقوقي ټولنې ته يې زيان رسولی و.

د لوړې ټکنالوجۍ په واسطه حل لارې

عمران يعقوب، چې په دغه ډیپارټمنټ کې سينير سپورټ ایناليسټ دی، وویل، "د [صوبې د ساینس او] انفارميشن ټيکنالوجۍ څانګه ټول ممکن ګامونه پورته کوي چې د ویډیو د څارنې د سیسټم اغېزمنتیا يقيني کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د خوندي ښار پروجيکټ به د ملي ډیټابیس او رجسټريشن ادارې، د سمارټ ويريفيکيشن او الرټ سیسټم، د ايکسايز ډیپارټمنټ او د پولیسو د څارنې معلوماتو هم معاينه کوي.

هغه وويل، د ټکنالوژۍ استعمال به د "امنیتي ګواښونو او نورو [غیر متوقع] حالتونو په کمولو کې مرسته وکړي."

يعقوب وويل، د بلوچستان پوليس به ښه روزل شوي چارواکي چمتو کړي چې د خوندي ښار پروجيکټ په کمانډ او کنترول مرکز کې کار وکړي. هغه زياته کړه، کار کوونکي به دې سيسټم ته د يو خوندي شخصي شبکې او د هارډوير نيټ ورک د سنبالولو سيسټم له لارې لاس رسي ترلاسه کوي.

هغه وويل، نږدې ۱،۴۰۰ کلوزډ سرکټ کيمرې به د کويټې په شپږو ځايونو (د ننوتلو او وتلو لارو) او همداراز د ټول ښار په نورو مهمو ځایونو کې نصب کړی شي. "دا سیسټم به د صوبې ... د ګاډو د رجسټر کولو ډیټابیس" سره هم یوځای شي چې د ګاډو د تګ راتګ څارنه وکړي.

يعقوب وويل: "موږ د خوندي ښار پروجيکټ لپاره يوه جامع ستراتيژي جوړه کړې ده." "د دې سیسټم له لارې، زموږ ټولې دولتي ادارې او متعلقه ډیپارټمنټونه به توان ولري چې په چټکۍ سره مهم امنیتي معلومات او لايو ویډیو ګاني شريکې کړي."

انورالحق کاکړ، چې د معلوماتو د ټکنالوژۍ مشاور او د صوبايي حکومت ویاند دی، له مخې، صوبايي حکومت پریکړه کړې چې د يو خلاص ټينډر له لارې د يوې نړيوالې کمپنۍ استخدام وکړي چې د ځايي قانون پلي کونکو ادارو په مرسته د خوندي ښار پروجيکټ جوړ او نصب کړي.

د ترهګرۍ او جرم سره مبارزه

زمرک خان اچکزۍ، چې د بلوچستان د اسمبلۍ غړی او د عوامي نیشنل پارټۍ پارلماني مشر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د خوندي ښار پروجيکټ د مرکزي ښار، کویټې، د امنیت لپاره یو کلیدي نوښت دی." هغه زياته کړه، "موږ تمه لرو چې دا سیسټم به زموږ ځواکونو ته توان ورکړي چې د ترهګرۍ او امنیتي زياتيدونکي چيلنجونو سره په چټکۍ سره مقابله وکړي."

هغه وويل، "د اوږدې مودې راهيسې، وسله والې ډلې او د سولې ضد عناصر د خپلو اجنډو د ترسره کولو لپاره پرمختللي ټیکنالوژي کاروي." هغه زياته کړه، "دا د وخت ضرورت دی چې موږ خپل امنیتي ځواکونه د عصري ټیکنالوژۍ او وسایلو سره سمبال کړو."

په کویټه کې یو سينير امنیتي شنونکي، محمد ندیم، پاکستان فارورډ ته وویل، "د خلکو خوندیتوب د دولت لپاره د یو مهم چيلنج په توګه راڅرګند شوی ... او موږ به د جرم، تاوتریخوالي او ترهګرۍ ویره له منځه یوسو."

هغه وويل، "د خوندي ښار پروجيکټ د نړۍ په مختلفو برخو کې پلي شوی دی، او دا امنیتي میکانیزم د امنیت کلیدي او پیچلي چيلنجونه حل کوي." "موږ په کويټه کې د دې نوښت ستاینه کوو او هیله مند یو چې دا پروجيکټ به په کویټه کې د عامه خوندیتوب د مسلو په حل کولو کې لوی رول ولوبوي."

نديم وويل، د دې پروجيکټ د پلي کولو لپاره، يو مسلکي ټیم اړین دی. "د بلوچستان حکومت باید دا خبره يقيني کړي چې د خوندي ښار پروجيکټ په ټيم کې هغه همکاران وي کوم چې په صوبايي حکومت کې ښکيل دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر ښه

ځواب