تروريزم

تښتول افغان شوي ماشومان 'اوس تیار دي' چې د داعش ترهګریز عملونه ترسره کړي

د سلیمان راپور

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی سکرین شاټ ښیي چې یو اورپکی یوه نوي ګرځېدونکي ماشوم ته ټوپک ورکوي. په ویډیو کې څو لحظې وروسته، ماشوم په یوه 'مرتد' باندې ډز کوي او وژني یې.

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی سکرین شاټ ښیي چې یو اورپکی یوه نوي ګرځېدونکي ماشوم ته ټوپک ورکوي. په ویډیو کې څو لحظې وروسته، ماشوم په یوه 'مرتد' باندې ډز کوي او وژني یې.

کابل -- په افغانستان کې د چارواکو په وینا، د هغو اټکل ۳۰۰ ماشومانو له ډلې څخه، چې په تېر نومبر کې داعش تښتولي ول، نژدې نیمو یې خپله روزنه بشپړه کړې او دې ته چمتو کړای شوي چې د ترهګرۍ عملونه ترسره کړي.‌

د درزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان تورن اسماعیل سلام ټایمز ته وویل، «د دغو ماشومانو له ډلې څخه خواوشا ۱۴۰ تنه، چې عمرونه یې له ۱۴ کالو نه کم دي، اوس روزل شوي او دې ته چمتو کړای شوي چې ترهګریز عملونه او ځانمرګي بمي بریدونه ترسره کړي،»

په جوزجان ولایت کې یوه نومیالي قومي مشر ملک صبرالله وویل،«د درزاب پر اوسېدونکیو د داعش د ډېر ظلم او فشار په نتیجه کېیو شمېر کورنۍ مجبورې شوې چې خپل ماشومان یادې ترهګرې ډلې ته په لاس ورکړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې د داعش له خوا د ماشومانو تیارول د دغو ولسوالیو د اوسېدونکیو لپاره د اندېښنې یوه لویه سرچینه ګرځېدلې ده.‌ د داعش د فعالیتونو پراختیا،‌ د ماشومانو استخدام او د چاودېدونکو او ځانمرګو بریدونو لپاره د هغوی روزنه د جوزجان امنیت په تېر کې د بل هر وخت په نسبت ډېر ګواښي.»

کریم الله، چې د داعش د اورپکو له خوا د یوه تښتول شوي ۱۴ کلن هلک تره دی، د ډسمبر په میاشت کې سلام ټایمز ته وویل، «د نومبر په ۷ مه،‌ د داعش غړو ۳۰ ماشومان له درزاب څخه په سر دره کلي کې خپل مرکز ته بوتلل چې د ځانمرګو بمي بریدونو لپاره یې تربیه کړي،» د ماشوم برخلیک د هغه له تښتول کېدلو راهیسې معلوم نه دی.

پاتې اټکل ۲۷۰ تنه ماشومان په عین میاشت کې د ولایت له نورو برخو څخه وتښتول شول.‌

د دیني عالمانو په نښه کول

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري تایید کړه چې داعش دیني عالمان هم په نښه کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په ډسمبر کې د داعش غړو د یوه دیني عالم او د درزاب د دوه اوسېدونکیو سرونه پرې کړل» او پر هغوی یې د دروغو تور پورې کړی وو چې له حکومت سره همکاري کوي.‌

هغه وویل، داعش د ډسمبر په ۲۷ مه په درزاب ولسوالۍ کې ۱۲ امامان وتښتول.‌

غفوري وویل، «ډېر احتمال شته، چې هغوی دا امامان د دې لپاره تښتولي چې دې ته یې مجبور کړي... چې د خلکو په منځ کې د یاد ګروپ افراطي مقرراتو ته وده ورکړي،»

عملیات پیل شوي دي

د داعش د ترهګرو پر ضد د افغان او ایتلافي ځواکونو هڅې وار له مخه پیل شوي دي.

غفوري وویل، «د داعش د ځپلو پلان څه وخت مخکې تیار شوی وو، خو پر هغوی د عملیاتو د ترسره کولو د خبرونو په اورېدلو سره یاد ګروپ له یوه کلي څخه بل کلي ته وکوچېد.»

هغه وویل،‌ «له دې سره سره، له درزاب او قوش تېپې څخه د داعش د له منځه وړلو عملیات د جنورۍ په ۱ پیل شول،»

هغه وویل، «د نړیوال ایتلاف ځواکونو په خپل لومړني هوایي برید کې په درزاب ولسوالۍ کې د داعش یو مرکز په نښه کړ، او د داعش ۲۶ مهم غړي یې ووژل چې په دې کې ۳ فرانسوي او ۴ ازبکستاني [اتباع] هم شامل ول، او له ۲۰ نه ډېر نور یې ټپیان کړل،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500