روغتیا

عوامي - خصوصي شراکت فاټا ته ځانګړي روغتیایی خدمات راوړي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

مريضان د جنورۍ په ۷ مه د جنوبي وزيرستان ايجنسۍ په شولم هسپتال کې انتظار کوي. د څلورو کالو لپاره د بنديدو نه وروسته، دا هسپتال په تیر جولای کې بيا پرانستل شو. [فاټا سیکرټريټ]

مريضان د جنورۍ په ۷ مه د جنوبي وزيرستان ايجنسۍ په شولم هسپتال کې انتظار کوي. د څلورو کالو لپاره د بنديدو نه وروسته، دا هسپتال په تیر جولای کې بيا پرانستل شو. [فاټا سیکرټريټ]

پیښور -- د فاټا اوسېدونکي د عمومي او خصوصي نوښت د یوې برخې په توګه ځانګړې طبي خدمات تر لاسه کوي. دا نوښت د ډاکټرانو حوصله افزايي کوي چې په ډیرو لرې پرتو سیمو کې کار وکړي.

په سیمه کې اورپکۍ ډیر روغتیایي مرکزونه له منځه یوړل او ډاکټران يې مريضانو ته د رسیدو نه منع کړل. د سولې له بیرته راتلو سره، هلې ځلي رواني دي چې په ټول فاټا کې اوسیدونکو ته ښه روغتیايي پاملرنې ورکړل شي..

د دې نوي نوښت له مخې، خصوصي شرکتونه او نادولتي موسسې د عمومي روغتیا مرکزونه چلوي.

ډاکټر جواد حبيب خان، چې د فاټا د روغتیا ریاست ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ په فاټا کې د عمومي او خصوصي شراکت پروګرام لاندې د روغتیا خصوصي مرکزونه لرو چې مريضانو ته ځانګړي پاملرنې چمتو کړو."

خان وويل: "د پاکستاني پوځ په همکارۍ، موږ شخصي موسسو ته لس روغتيايي مرکزونه ورکړي دي چې د تشخيص خدمتونه او علاج وړاندې کړي."

خان وويل، د دې پلان له مخې، خصوصي سازمانونه هغه متخصص ډاکټرانو ته "ډيرې ښې" تنخواګاني ورکوي کوم چې په هغه هسپتالونو کې کار کوي د کومو نه چې مخکې دوی ډډه کوله.

هغه وويل، "درې هسپتالونو -- چې په جنوبي وزیرستان ایجنسۍ، اورکزۍ ايجنسۍ او خیبر ایجنسۍ کې موجود دي -- له مخکې نه د خصوصي شراکت لاندې آپريشنونه پیل کړي دي، په داسې حال کې چې اوه نور هسپتالونه غیر دولتي سازمانونو ته سپارل کيږي."

طبي متخصصین راجلب کول

ډاکټر نسيم بنګش، چې په فاټا سيکرټريټ کې اسسټنټ ډيویلپمنټ افسر دی، وويل، د ترهګرۍ په دور کې، طالبانو وسله والو تقريباََ ۱۵۰ روغتیایي مرکزونه ویجاړ کړل او طبي مسلکي کسانو ته یې ګواښونه وکړل، چې هغوی يې خپلو دندو پريښودلو ته مجبوره کړل.

د وسله والو په وړاندې د پوځ د عملیاتو نه وروسته، چې په ۲۰۱۴ کال کې تيز شول، ډاکټران په سیمه کې د کار کولو لپاره خورا لېوال دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ هره میاشت ۲،۵۰۰ ډالره [۲۷۶،۴۳۵ پاکستانې روپۍ] متخصص ډاکټرانو ته ورکوو، او دوی غواړي چې د پوځ د ساتنې لاندې کار وکړي."

هغه وويل: "په جنوبي وزيريستان ايجنسۍ او اورکزۍ ايجنسۍ کې د متخصصين ډاکټرانو د تعيناتۍ نه وروسته د [مريضانو] شمېره ۳۰۰٪ لوړه شوې ده."

ډاکټر محمد رضوان، چې د فاټا سيکرټريټ سره تعلق لري، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ هر کال د هر یو هسپتال لپاره نادولتي موسسو ته يو ميلیونه ډالره [۱۱۰.۶ میلیونه پاکستانۍ روپۍ] ورکوو."

هغه وویل چې د دې پروګرام یوه موخه دا ده چې د زياتو کارکونکو، په ځانګړې توګه د طبي متخصصینو او د روغتیا ښځینه کارکوونکو، استخدام وکړي.

رضوان وويل، فاټا ۹۷۹ روغتيايي مرکزونه لري چې په دې کې ۸،۷۹۶ کارکوونکي کار کوي. د متخصصينو لپاره په ۱۰۸پوسټونو کې، ۸۴ خالي دي. د ښځینه طبي افسرانو لپاره ۵۰ پوسټونه خالي دي او د ښځینه روغتیایي کارکونکو او نرسانو تقريباََ ۲۰۰ پوسټونه هم خالي دي.

مرېضان د ښه پاملرنې له کبله خوشحاله دي

شهيد احمد، چې په جنوبي وزیرستان کې د وانا یو اوسیدونکی دی، وویل، په تيره مې مياشت کې په شولم هسپتال کې د هغه د میرمن د ګردې آپريشن وشو. دغه هسپتال په تير مارچ کې کار پيل کړی و.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "دا هسپتال [د څلورو کالو لپاره] د اورپکۍ له امله بند و، ځکه چې ډاکترانو نه غوښتل چې د هغوی ټرانسفر دلته وشي."

هغه وويل، "خلک د هسپتال د تړلو له امله د ستونزو سره مخامخ شول." "موږ به خیبرپښتونخواه بنو او نورو نږدې ډسټرکټونو ته د کوچني ناروغیو لپاره تلو."

هغه وويل: "اوس موږ په خپلو هسپتالونو کې طبي متخصصين لرو او له دې امله موږ ښه خدمتونه ترلاسه کوو." "دلته اسانتیاوې شتون لري."

هغه وويل، شولم هسپتال ښځينه ډاکټرانې او نرسانې هم لري، چې ښځينه ناروغانو ته يې ډېره ګټه رسولې ده.

د اورکزۍ ایجنسۍ د تحصیل په مرکزي هسپتال کې هم مريضان د علاج د غوره سهولتونو نه خوشحاله دي.

د جولای په میاشت کې، چارواکو دا هسپتال ميډيکل ايمرجنسي ريزيلينس فاونډيشن، چې په اسلام آباد کې يوه اين جي او ده، ته وسپارلو، چې دې هسپتال ته يې ۱۱ متخصصین راوستل.

محمود خان، چې په اورکزۍ ايجنسۍ کې يو هټيوال دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "زما پلار د ګردې مريض دی، موږ به هره مياشت هغه د خیبرپښتونخواه نژدې ښار کوهاټ ته وړو، چې په دې به تقريباََ ۱۰۰ ډالره [۱۱،۰۶۲ پاکستانۍ روپۍ] لګښت راتلو." "خو اوس دغه سهولت په ځايي هسپتال کې شتون لري."

هغه وويل: "همداراز، زموږ خپلوان او کليوال، چې مخکې به لرې هسپتالونو ته تلل، اوس ځايي هسپتالونو ته ځي." هغوی د نوې نظام نه خوشحاله دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500