سوات -- په اسلام پور کې د لاس جوړ شوي شالونو تجارت مخ په وړاندې روان دی -- چې د سوات په کوچني کلې کې يې نږدې هرې کورنۍ ته روزګار چمتو کړی دی.
د ښځو او نارینوو لپاره د وړۍ شالونه په ټول پاکستان او په دغه سیمه کې مشهور دي او حتی چې دا نړیوالو بازارونو ته هم صادریږي.
د اسلام پور اوسيدونکي، چې د سلام پور په نوم هم ياديږي، لږ تر لږه د تيرې پېړۍ راهيسې شالونه جوړوي. که څه هم، دا تجارت په سوات دره کې د تروریزم او افراطیت، چې په ۲۰۰۷ کال کې ډير زيات شو، د اوږدې څپې له امله په ختميدو و.
د شال سوداګري په سیمه کې د بریالي پوځي عملیاتو نه وروسته بیا بحال شوې ده -- چې په دې کې په ۲۰۰۹ کال کې راه راست عمليات او وروسته په ۲۰۱۴ کال کې ضرب عضب عملیات او روان ردالفساد عملیات شامل دي -- دې عملياتو د قانون او نظم په حالت ښه کولو او د سوات درې ته د سیلانیانو په راجلب کولو کې مرسته وکړه.
د جيو نيوز له مخې، اوس چې امنیت بیرته بحال شوی دی، نو شال جوړونکو بیرته کار پيل کړی دی او په دغه کلې کې ۱۰۰٪ خلک روزګار لري.
حفیظ الرحمان، ۲۱ کلن، سیمه ایز کارګر، پاکستان فارورډ ته وویل، د اسلام پور آبادي د ۳۰،۰۰۰ نه زیاته ده، چې په دې کې ۸۰٪ خلک د شالونو په جوړلو کې ښکيل دي.
هغه وويل، چې د کاټيج صنعت په ۳،۰۰۰ کهډو مشتمل دی. دغه کهډۍ د يو شمير خلکو ملکيت دی.
هغه وويل، "په دغه سيمه کې د دې سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره د ښځو ونډه ډيره مهمه ده او د شالونو او څادرو په جوړولو کې مهم رول لوبوي."
اختر علي، چې په اسلام پور کې يو ټولنيز کارکونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "په سلام پور کې هريو کس په خپل کار کې ماهر دی -- دوی شالونه، کپړې او سکارپونه جوړوي."
حتی د سولې سره، چيلنجونه شتون لري. د اسلام پور کارګران مارکیټ ته په مستقیمه توګه لاس رسي نه لري، او زياتره دوی په دلالانو باندې تکيه کوي.
علي پاکستان فارورډ ته وویل، "دلالان خپل سامان په ډیر کم نرخ اخلي او بیا یې په ملي او نړیوالو بازارونو کې په [زيات] قيمت خرڅوي."
د سولې بیرته بحاليدل
عبدالله خان د اسلام پور د شالونو د ۶۰ دکانونو څخه د یو مالک دی.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د وړۍ په يو رنګارنګ شال باندې د ۴۰۰ نه تر ۳۰،۰۰۰ روپو (۴-۲۷۱ امريکايي ډالره) پورې لګښت راځي، چې د دې انحصار د شال د وړۍ او د دستکارۍ په قيمت دی.
هغه زياته کړه، د کلونو اوږدې مودې اورپکۍ دغه کارګران خپل کاروبار په پريښودو مجبوره کړل، سره له دې چې دوی د تيرې پېړۍ راهيسې د دې سوداګرۍ سره تړاو لرلو.
خان وويل چې هغه اوس خوشاله دى چې دوی په سوات کې د سولې د بحاليدو له امله کولى شي چې خپل کورنيز مسلک ته دوام ورکړي.
هغه "په دې ښکلي دره کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو له کبله" د پاکستاني پوځ مننه وکړه.
دا مقاله زما خوښه شوه.
ځوابتبصرې 2
د يو شال په جوړولو کې څومره کلوګرامه وړۍ خرچ کيږي؟
ځوابتبصرې 2