روغتیا

د خیبرپښتونخوا روغتیایي چارواکي د واکسینو په واسطه د هيپاټايټس بي د خپريدو مخنیوی کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

یو روغتیایی کارکوونکی د جنورۍ په ۳ مه د خیبر پښتونخواه په مردان ډسټرکټ کی یو ماشوم ته واکسین ورکوي. [اشفاق یوسفزۍ]

یو روغتیایی کارکوونکی د جنورۍ په ۳ مه د خیبر پښتونخواه په مردان ډسټرکټ کی یو ماشوم ته واکسین ورکوي. [اشفاق یوسفزۍ]

پېښور -- خیبرپښتونخواه د زیږيدو په وخت کې ماشومانو ته د واکسین ورکولو له لارې د هيپاټايټس بي مخنيوی کوي.

په سیمه کې روغتیا پاملرنه په مجموعي توګه د هغه وخت راهيسې ښه شوی ده کله چې په ۲۰۱۴ کال کې په پوځی عملیاتو کې وسله وال لرې کړی شول. طالبانو وسله والو د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کال ترمنځ په خیبرپښتونخواه او فاټا کې لږ تر لږه ۳۰۰ روغتیایی مرکزونه ویجاړ کړل،او د خلکو لپاره يې جدي روغتيايي ستونزې رامنځته کړې.

د خیبرپښتونخواه د روغتیایي خدماتو ډايريکټر جنرل ډاکټر ایوب روز په تفصيل سره وويل، هغه ماشومانو ته اوس د زیږیدو نه وروسته سمدلاسې د واکسینو لومړی خوراک ورکول کيږي کوم چې په حکومتي هسپتالونو کې زیږيږي.

په خیبرپښتونخواه کې ماشومانو ته واکسین ورکول دوه کاله مخکې پیل شول او د دې موخه نوی نسل د دې وايرس نه خوندي کول دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، د زېږېدو په وخت واکسين ورکول ډير اهميت لري ځکه چې کله يو کس په هيپاټايټس ‌بي کې اخته شي، نو بيا "د ماشومانو او لويانو لپاره علاج نشته."

هغه وويل: "موږ په ۲۰۱۷ کال کې د هسپتال په ليبر روم کې زيږيدلي ۹۷،۰۰۰ ماشومانو او په ۲۰۱۶ کال کې ۸۰،۰۰۰ ماشومانو ته واکيسن ورکړل."

هغه وويل، "د هيپاټايټس بي په پیښو کې کمی په موثره توګه د واکيسن ورکولو له لارې ممکن شو، چې وړیا ورکولی شي."

د دې ناروغۍ شرح کمول

د پاکستان د طبي او څیړنې شورا له مخې، ۴٪ پاکستاني ماشومان، چې د ۱۲ کالو نه يې عمرونه کم دي، په هيپاټايټس بي کې اخته دي.

داسې ښکاري چې د خیبرپښتونخواه د واکسينو کمپاین په صوبه کې د دې ناروغۍ شرح راټیټوي.

د خیبرپښتونخوا د هيپاټايټس کنټرول پروګرام منيجر، ډاکټر کلیم الله خان، له مخې، اوسني ريسرچ دا څرګنده کړې چې په صوبه کې یوازې ۲٪ ماشومان په هيپاټايټس کې اخته دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د هيپاټايټس په کيسونو کې کمی د واکسين ورکولو له کبله دی."

خان وويل، خیبر پښتونخواه په پاکستان کې یوازینۍ صوبه ده چې په هسپتالونو کې يې نوي پیدا شوي ماشومانو ته واکسین ورکول پیل کړي دي. هغه زياته کړه، "نورې صوبې زموږ د پروګرام په څير په هسپتالونو کې پروګرامونه پيلوي ځکه چې دا ښه نتيجې لري."

خان وويل: "واکسين ورکول په ۹۸٪ کيسونو کې اغيزمن دي." "دا يوازينۍ لاره ده ځکه چې د دې ناروغۍ علاج نشته."

د روغتیا د نړیوال سازمان له مخې، د هيپاټايټس بي واکسين ماشومان لږ تر لږه د شل کلونو لپاره د وايرس نه خوندي ساتي او ممکنه ده چې د ټول ژوند لپاره يې خوندي وساتي.

ماشومان د واکسینو درې خوراکونو ته اړتیا لري: لومړی هغه خوراک کوم چې ماشومان د زیږيدو نه وروسته په ۲۴ ګهنټو کې دننه په هسپتال کې تر لاسه کوي، په داسې حال کې ماشومانو ته دویم او دریم خوراک -- د دریو میاشتو او شپږو میاشتو په موده کې -- په هغه مرکزونو کې ورکول کيږي کوم چې په حکومتي هسپتالونو کې جوړ شوي دي او يا روغتیايي کارکوونکي کور په کور ماشومانو ته دغه واکسين ورکوي.

د هيپاټايټس بي د خپریدو مخنیوی

د خیبرپښتونخواه د روغتیا ریاست په صوبه کې حکومتي هسپتالونو ته هر څلور مياشتې وروسته واکيسن ورکوي. د روغتيا رياست د ۲۰۱۶- ۲۰۱۸ د واکسين ورکولو د پروګرام لپاره د ۳۰۰ ميلیونو روپو (۲.۷ ميلیونه ډالره) بجټ مقرر کړی دی.

خان وويل: "موږ له مخکې نه ټولو هغه نرسانو ته تربيت ورکړی کومې چې د ماشوم په زيږيدو کې ښکيل دي چې دوی د زيږيدو نه وروسته ژر تر ژره نوي زېږېدلي ماشومانو ته واکسين ورکړي."

هغه وويل: "د واکسين ورکولو سر بيره، موږ يو کمپاين هم پيل کړی دی چې په ماشومانو کې د دې ناروغۍ د مخنيوي په اړه خلکو ته معلومات ورکړو."

هغه وويل: "موږ کمپاين ترسره کوو چې والدين په دې راضي کړو چې خپل ماشومان د سنت کولو لپاره هسپتالونو ته راوړي او د هغوی په پوزه يا غوږ کې د پاک آلاتو په کارولو سره سوری وکړي." "پکار ده چې ماشومان غیرقانوني کلینیکونو یا هسپتالونو ته ونه لیږدول شي، چیرته چې ککړ شوي سیرینجونه او آلې کولی شي چې دوی په ناروغۍ کې اخته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500