امنیت

پاکستان د هغه بې ځایه شوي کورنيو سره مرسته کوي کوم چې شمالي وزيرستان ته بيرته راستنيږي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه د جنورۍ په ۳ مه په کرک کې د محمد علي خان کور ته لاړو. د هغه په اتو زامنو کې شپږ د پاکستان امنیتي ځواکونو سره وظیفه ترسره کوي. په دوی کې درې هغه کسان هم شامل وو کوم چې د هیواد د دفاع کولو په ترڅ کې وژل شوي ول. [آی ايس پي آر]

د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه د جنورۍ په ۳ مه په کرک کې د محمد علي خان کور ته لاړو. د هغه په اتو زامنو کې شپږ د پاکستان امنیتي ځواکونو سره وظیفه ترسره کوي. په دوی کې درې هغه کسان هم شامل وو کوم چې د هیواد د دفاع کولو په ترڅ کې وژل شوي ول. [آی ايس پي آر]

میرانشاه -- پاکستان د دې یقیني کولوو لپاره کار کوي چې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو نه وروسته بې ځایه شوي کورنۍ خپلو کورونو او کلیو ته بيرته ستانه شي.

د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه د جنورۍ په ۳ مه میرانشاه، چې د ايجنسۍ انتظامي هيډکوارټر دی، ته سفر وکړو چې د بیا میشتیدنې کار پیل کړي.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر (آی ايس پي آر) د يو بيان له مخې، باجوه د سیمه ایز امنیت وضعیت، په عارضي توګه د بی ځایه شویو خلکو د بیا بحالۍ او په سیمه کې د ټولنیز- اقتصادي پرمختیایي پروژو د پرمختګ په اړه معلومات ترلاسه کړل.

شمالي وزيرستان د کلونو لپاره د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د حقاني شبکې مرکز و. اوس په ایجنسۍ کې کاروباری فعالیتونه په زور او شور سره روان دي، په داسې حال کې چې بی ځایه شوي خلک د بریالي پوځي کمپاین نه وروسته بیرته راستنیږی..

د قانون رامنځته شوي واکمني

احسان علي، چې يو انيجنير دی او په دې وروستیو کې شمالي وزیرستان ایجنسۍ ته راستون شو، وويل، "د طالبانو تر واک لاندې ژوند او اوسني ژوند کې لوی توپیر موجود دی." "طالبانو به د خپلې ايجنډې تعقیب کوو او خلکو ته به یې د هغوی د پيروي نه کولو له امله سزا ورکوله، خو اوس خلک د پاکستان د قانون لاندې له سولې سره ژوند کوي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "کله چې پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې ضرب عضب عملیات پیل کړل نو موږ پیښور ته هجرت وکړو او هلته کې مو یو کور واخيستلو." "تیر درې کاله ډیر دردناک ول، خو اوس په بشپړه توګه عادي حالات شتون لري او زما ټوله کورنۍ زموږ په کلي کې ده."

هغه وويل، د پاکستان پوځ د قانون واکمني رامنځته کړې او د بې ځايه شوو خلکو لپاره يې لاره هواره کړې ده.

علي وويل، "خلک د وسله والو ځواکونو د شتون له امله له بشپړ امنيت سره ژوند کوي." هغه زياته کړه، حتی چې وړو مجرمانو ته هم سزا ورکړل کيږي. "دا اصلي وجه ده، چې هغه کسان کومو چې مخکې بیرته د راتلو نه ډډه کوله، اوس بيرته راستانه شوي دي او ژوند ډير ښه تيريږي."

د زیانونو معاوضه

د فاټا ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټۍ (ايف ډي ايم ای) له مخې، تقريباََ د۸۰،۰۰۰ هغه کورونو خاوندانو د زیان لپاره معاوضه ترلاسه کړې ده کوم چې د فاټا په پنځو ايجنسو کې د اورپکۍ او د ترهګرۍ پر ضد د پوځي عملياتو له له امله خراب شوي ول.

په بې ځايه شويو کسانو کې ۹۶٪ کسان خپلو آبايي کليو ته یرته راستانه شوي دي.

ميا عادل ظهور، چې په ايف ډي ايم ای کې د عملیاتو او مرستو اسسټنټ ډايريکټر دی، وویل، "زياتو بې ځایه شوي خلکو د شمالي وزیرستان ايجنسۍ سره تعلق لرلو."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د هرې کورنۍ لپاره د ۳۵۰ امريکايي ډالرو نه علاوه، دوی د خپلو کورونو بيارغولو لپاره ۴،۰۰۰ امریکایي ډالره ترلاسه کړي دي. "دوی ته د شپږو مياشتو لپاره په مجموعي توګه ۸۰ میلیونه امریکایي ډالره او خوراک ورکړل شوی دی."

هغه وويل، "په شمالي وزيرستان کې د سکولونو د يبابحالۍ لپاره ۷۳۷ پروجيکټونو، روغتيايي سهولتونو، سړکونو او د اوبو د سکيمونو لپاره ۸.۴۴ ملیونه امريکايي ډالره ورکړل شوي دي، چې له دې امله ۷۱،۱۲۴ رجسټر شوي کورنيو توان ولرلو چې خپلو کورونو ته بېرته راستانه شي."

د ظهور له مخې، امنيتي ځواکونو شمالي وزيرستان هم د اورپکۍ نه پاک کړو او د ۹۵ ٪ نه زيات بې ځايه شوي اوسيدونکي بېرته راستانه شوي دي.

سوداګري بیرته بحاليږي

د شمالي وزيرستان يو اوسيدونکی محمد سلطان، چې د اورپکۍ له کبله له مخکې نه د خپل کلې نه تښتېدلی و، وويل: "ما په پېښور کې خپل کور او نور ملکيتونه خرڅ کړي دي او په مير علي بازار کې مې ځمکه اخيستې ده، چې په هغې باندې زه اوس مارکیټ جوړوم."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "ځايي کسانو د جوړيدو نه مخکې په بازار کې د ۱۰۰ نه زیات دوکانونه په کرایه اخيستې دي، ځکه دوی د پوځ لخوا په بحال شوي سوله باندې باور لري."

سلطان وویل، د طالبانو د ظلم لاندې، هیڅ يو کس به د لمر د پريوتو نه وروسته د خپل کور نه وتلی نه شو.

اوس، د تروریزم پر ضد د پوځ د عملیاتو له امله، خلک په آزادانه توګه تګ راتګ کوي او د خپلو کورونو، سکولونو، روغتونونو او سړکونو په جوړولو خوشحاله دي.

بريګيډير (ريټايرډ) شاه محمود، چې په پېښور کې د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، وویل، دا د بې ځايه شويو خلکو لپاره خورا مهمه ده چې دوی فاټا ته راستانه شي او خپل ژوند پیل کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "طالبانو وسله والو خلک مجبور کړل چې د ويرې او جبر خپلې اجنډې تعقیب وکړي، خو اوس پوځ هغوی ته بشپړه آزادي ورکړې ده." "هغوی د نظم او قانون حالت د ښه والي له امله خوشحاله دي."

هغه وويل: "اوسيدونکي، که څه هم، ډيره زياته ذمه واري لري چې د پوځ سره همکاري وکړي او وسله والو ته د ځای ورکولو نه انکار وکړي." "د پوځ د شتون له امله، خلک سوله ایز ژوند ترلاسه کولی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما د ترور پلار په پاک پوځ کې شهید شوی دی. زما ترور څنګه کولی شي چې د پوځ نه مالي مرسته ترلاسه کړي.

ځواب

هو

ځواب

زه له پاک پوځ سره مينه لرم

ځواب