دین

د ۱،۸۰۰ نه زيات پاکستاني دیني عالمانو ځانمرګي بريدونه حرام وګرځول

د ضياالرحمان لخوا

د کراچۍ اوسيدونکي د جنورۍ په ۱۱ مه په شاه فيصل کالوني نيبرهوډ کې په يو جومات کې يوه خطبه اوري. په پاکستان کې د ۱۸،۰۰ نه زيات مشهورو ديني عالمانو د جنورۍ په ۱۵ مه په جمع سره د ځانمرګي بريد، د وسله وال بغاوت او د شرعي قانون د پلي کولو د زور کارولو په وړاندې فتوا خپره کړه. [ضیاالرحمان]

د کراچۍ اوسيدونکي د جنورۍ په ۱۱ مه په شاه فيصل کالوني نيبرهوډ کې په يو جومات کې يوه خطبه اوري. په پاکستان کې د ۱۸،۰۰ نه زيات مشهورو ديني عالمانو د جنورۍ په ۱۵ مه په جمع سره د ځانمرګي بريد، د وسله وال بغاوت او د شرعي قانون د پلي کولو د زور کارولو په وړاندې فتوا خپره کړه. [ضیاالرحمان]

کراچۍ -- د طالبانو او د هغوی د متحدینو په وړاندې د پاکستان د حکومت سره د ملاتړ لپاره، له ۱،۸۰۰ څخه زیاتو مشهورو ديني عالمانو د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۵ مه) يوه فتوا جاري کړه چې د ځانمرګی بریدونو، وسله والو بغاوتونو او د شريعت په نامه د ترهګریزو اعمالو غندنه کوي.

په دې فتوا، چې پاکستان فارورډ ترلاسه کړه، باندې ۱،۸۲۹ ديني عالمانو او ښوونکو، چې د مختلفو فرقو او مکتبه فکرونو سره يې تعلق لرلو، دستخطونه وکړل.

په اسلام آباد کې په انټرنيشنل اسلامک يونيورسټۍ کې د حکومت د اسلامي تحقیقاتو انسټیټیوټ "دپيغام پاکستان" په نامه يوه فتوا جوړه کړه او د سه شنې په ورځ ( د جنورۍ په ۱۶ مه) يې په ایوان صدر کې، چې په اسلام آباد کې يو صدارتي محل دی، په مراسمو کې خلکو ته وړاندې کړه.

ډیرو مشهورو اسلامي عالمانو په دې فتوې دستخطونه وکړل، چې په دوی کې د ټولو فرقو او مذهبي مدرسو د پنځو بورډونو مشران شامل ول.

په دغه کسانو کې ستر مشران دا دي: محمد رفیع عثماني، مفتي منیب الرحمان، محمد تقی عثماني، مولانا عبدل مالک، پروفیسر ساجد میر، علامه محمد احمد لوديانوی، صاحبزاده محمد احمد رضا، علامه راجا ناصر عباس جعفری، مولانا الیاس قادري، مولانا محمد حنیف جالندهري او سید عدنان کاکاخېل.

د ترهګرۍ پر وړاندې فتوا، 'جهاد'

دا فتوا د ترهګرۍ او افراطیت غندنه کوي او ځانمرګي برید کونکي او هغه کسان، چې د دوی سره مرسته کوي او دوی ته تربيت ورکوي، غداران ګرځوي.

په دې کې دا اعلان هم وکړی شو چې د "جهاد" په نوم د جنګ او وینې تويولو دنده به یوازې د دولت لخوا پیل کیدی شي، او د سولې پر ضد د عناصرو په وړاندې د حکومت د روانو عملياتو سره مرسته کوي.

دیني عالمان او شنونکي امید لري چې دا فتوا به د هغه ترهګريزو ډلو په بدنامولو کې مرسته وکړي کوم چې د خپلو ناوړه او غیر اسلامي مقاصدو لپاره د اسلام نوم کاروي.

مولانا رفيع الرحمان، چې فتوا يې لاسلیک کړې وه، وويل چې دا فتوا کولی شي چې د قرآن د تعليماتو او د اسلام د سم تفسیر له لارې د اورپکۍ په اړه د ناسم مفکورې له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

رحمان پاکستان فارورډ ته وویل، "اسلام د سولې او روغې جوړې دین دی، خو وسله وال، نه یوازې په پاکستان، بلکه په افغانستان او په نورو خلیجي هېوادونو کې، په بشپړ ډول مختلف انځور وړاندې کوي."

هغه وويل، دا فتوا به ځوانانو ته په تعليم ورکولو کې مرسته وکړي چې دوی د اورپکۍ سره د يوځای کېدو نه لرې وساتي.

سبوخ سيد، چې په اسلام آباد کې يو تجزيه کار دی او په پاکستان کې د مذهبي ډلو مطالعه کوي، وويل، دا فتوا به په پاکستان کې په امنیتي وضعیت مثبت اغیز ولري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د مختلفو فرقو او فکرونو د مذهبي عالمانو راټولول او د ترهګرۍ پر وړاندې د فتوې په اړه هغوی راضي کول بې شکه یوه لویه لاسته راوړنه ده."

په تیرو فتوو تکيه کول

د پاکستان دیني عالمانو په تیرو وختونو کې د طالبانو، ترهګرۍ او تاوتریخوالي په وړاندې فتوې صادر کړي دي.

د ۳۱ دیني عالمانو یو ګروپ يوه فتوا د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۷ مه لاسليک کړه، چې د شريعت په نامه باندې د ځانمرګي بریدونه، د دولت پر ضد بغاوتاو هر ډول ترهګريز فعالیتونه په اسلام کې حرام (په سختۍ سره منع شوي) وګرځول..

سني اتحاد شورا په جون ۲۰۱۳ کال کې د طالبانو، ترهګرۍ او ځانمرګي بریدونو په وړاندې يوه فتوا خپره کړه. په دې فتوا کې ویلی شوي ول، "ځانمرګي بریدونه په اسلام کې منع دي، او هغه کسان چې د بېګناه خلکو په وژلو کې ښکیل دي، هغوی به دوزخ ته ځي."

همداراز په اکتوبر ۲۰۱۲ کال کې، لږ تر لږه ۵۰ ديني عالمانو، چې د سني اتحاد شورا سره يې تړاو لرلو، په يوې فتوا کې طالبان او ترهګريز بريدونه "غیر اسلامي" وګرځول.

په دې فتوا کې ویلی شوي ول، "طالبان چې کوم اسلام وړاندې کوي هغه د شريعت د معتبر تفسیر نه مختلف دی." هغه زیاته کړه، طالبان د اسلام سره هیڅ ډول تړاو نه لري او دوی په جهالت کې اخته دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ د دوی سره موافقه کوو

ځواب

ډير ښه خبرونه

ځواب