تروريزم

پاکستانيان تروريستي خيراتي تنظيمونو ته په چندو ورکولو باندې د بنديز هرکلى کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

پاکستاني پولیس د جماعت الدعوا مشر حافظ سعید (په مينځ کې) ساتنه کوي کله چې هغه د نومبر په ۲۲ مه په لاهور کې يو عدالت ته راځي. [عارف علی / ای ايف پي]

پاکستاني پولیس د جماعت الدعوا مشر حافظ سعید (په مينځ کې) ساتنه کوي کله چې هغه د نومبر په ۲۲ مه په لاهور کې يو عدالت ته راځي. [عارف علی / ای ايف پي]

اسلام اباد -- پاکستانیان د حکومت د دې نوښت هرکلی کوي چې هغه سازمانونو او کسانو ته په چندو ورکولو باندې بنديز ولګوي په کومو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بنديز لګولی دی. ځيني کسان وايي چې دا بنديز فلاحي انسانيت فاونډيشن په نښه کوي.

د پاکستان سيکيوريټيز او ایکسچینج کميشن د جنورۍ په لومړۍ نيټه د دې بندیز اعلاميه جاري کړه. د دې نوښت د برخې په توګه، تمه کيږي چې د پاکستان سټيت بینک به هم يوه اعلاميه جاري کړي چې په دې کې به پاکستاني بينکونو ته هدايات ورکړل شي چې د ټولو هغه ادارو او کسانو اکاونټونه منجمد کړي کوم چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په لسټ کې شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه د ۷۲ منع شوي سازمانونو لسټ خپور کړو، چې په دې کې د حافظ سعید جماعت الدعوا او د هغې خيراتي اداره فلاح انسانيت فاونډيشن شامل دي. دا دواړه د منع شوي ترورستي ډلې لشکر طیبه ډلې سره تړاو لري.

د وزارت په وینا، د ممنوعه سازمانونو سره مالي او جاني يا په بل شکل مرسته کول به جرم ګڼل کيږي. حکومت منع شوي سازمانونه او کسان او د هغوی ټولنیز، سیاسي، فلاحي او مذهبي فعالیتونه د چندې راټولولو نه منع کړي دي.

د جماعت الدعوا غړي د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په ۵ مه په لاهور کې په يوې ريلي کې وسلې هڅکوي. جماعت الدعوا يوه خيراتي ډله ده چې د منع شوي تروريستي ډلې لشکر طیبه لپاره د یوې لومړۍ ډلې په توګه کار کوي. [عارف علی / ای ايف پي]

د جماعت الدعوا غړي د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په ۵ مه په لاهور کې په يوې ريلي کې وسلې هڅکوي. جماعت الدعوا يوه خيراتي ډله ده چې د منع شوي تروريستي ډلې لشکر طیبه لپاره د یوې لومړۍ ډلې په توګه کار کوي. [عارف علی / ای ايف پي]

د ۱۰ ميليونو روپو (۳۰۰، ۹۰ امريکايي ډالره) پورې جرمانه د هغه ادارو لپاره ټاکل شوي کوم چې په چندو باندې په بندیز عمل نه کوي.

دا تنظيمونه ځان پټ ساتي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې په لومړې ځل ايف آی ايف د لشکر طيبه يو بل نوم وګڼلو، او په دې يې تور ولګولو چې دا د جماعت الدعوا، چې د لشکر طيبه يوه بله ډله ده، يو بل نوم دی.

ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د مختلفو ډیپارټمنټونو پاکستاني چارواکو د جنورۍ په لومړۍ نيټه د وزير اعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې يوه ستره غونډه وکړه چې په دې کې یې پريکړه وکړه چې په هیواد کې ايف آی ايف يوه تروریستي ډله وګرځوي.

سره له دې، د کورنیو چارو وزارت په ورته ورځ یوه اعلامیه هم خپره کړه چې په دې کې ویلي شوي چې دا ګام د تروریزم په وړاندې د عمل ملي پلان د پلي کولو یوه برخه ده او دا چې حکومت يوازې یوه ډله یا اداره نه په نښه کوي.

د جماعت الدعوا مشر سعید بي بي سي ته د جنورۍ په ۲ مه وویل چې د هغوی ډلې د حکومت څخه هیڅ لارښوونه نه ده ترلاسه کړې.

هغه وويل: "موږ د عدالتونو لخوا پاک شوي يو او که چيري مونږ اعلاميه ترلاسه کړه نو مونږ به بيا قانوني مرسته ترلاسه کړو. حکومت غواړي چې نړيوال طاقتونه خوشحاله کړي."

سعيد وويل، داسې شواهد نشته چې ايف آی ايف له ترهګرۍ سره تړاو لري. هغه دې ته هم اشاره وکړه چې دا د حکومت سره د فلاحي موسسې په توګه ثبت شوې ده. هغه وويل، ايف آی ايف په ۳۱ ښارونو کې ۳۰۸ امبولانسونه، ۲۵۰ طبي مرکزونه او ۱۲ هسپتالونه چلوي.

د پاکستان شهرت ښه کول

چارواکو د نوي بندیز نه وروسته ګامونه پورته کړي دي.پوليسو په اسلام آباد کې د ايف آی ايف بینرونه لرې کړي او د دې ډلې په وړاندې ېې درې کيسونه رجسټر کړي دي.

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پيښور کې د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، تایيد وکړو چې د حکومت دې اقدام په ځانګړې توګه ايف آی ايف په نښه کړو. هغه دا اقدام "مثبت پرمختګ" وبللو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "نه يوازې وسله والو ډلو د هېواد د پرمختګ مخه نيولې او بېګناه ملکي وګړي يې وژلي، بلکې هغوی ټول هېواد بدنام کړی دی، چې په نتيجه کې په نورو هيوادونو کې پاکستانيانو ته د شک په نظر کتل کيږي."

د پاکستان پوځ د دوو لسيزو راهيسې د تروریزم سره مبارزه کوي، خو دا د حکومت کار دی چې د وسله والو په وړاندې د پالیسۍ پریکړه وکړي. هغه زیاته کړه، حکومت له پکار ده چې په فوري توګه ممنوعه بکسونه لرې کړي او د هغوی دفترونه بند کړي.

د وسله والو تمویل له منځه وړل

د عوامي نیشنل پارټۍ جنرل سيکريټری میاں افتخار حسین پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ د دې اقدام هرکلی کوو ځکه چې وسله والې ډلې په هیواد کې د تروریزم په اعمالو کې لاس لري." "دا پريکړه، چې د هغوی د تمويل د سرچینو مخه ونيسي، به بالاخره داسي ډلې کمزوري کړي."

هغه وويل، پکار ده چې د "ښه" او "بد" وسله والو تر منځ توپير ونه شي. هغه ټينګار وکړو چې د تل لپاره په هېواد کې د اورپکۍ له منځه وړلو لپاره ګامونه پورته کړې شي.

حسين وويل: وسله وال سازمانونه چندې راټولوي او ادعا کوي چې دا د مرستې د خیرښیګړې لپاره کارول کيږي. د دې پرځای، دوی دغه فنډونه د تروریستي اعمالو د سپانسر کولو لپاره کاروي.

هغه وويل: "ټول هېواد او همداراز سياسي ګوندونه او مدني ټولنې د حکومت سره اوږه په اوږه ولاړ دي چې د ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او سوله راولي."

عبيدالله خان، چې په مردان کې په عبدل ولي خان يونيورسټۍ کې د سياسي علومو ليکچرار دی، هم د دې نوښت هرکلى وکړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "دا د وخت اړتیا ده چې د ټولو هغه سازمانونو د تمويل مخه ونيسو کوم چې په ترهګرۍ کې تورن دي." "پاکستان په نړیواله کچه د جلا کیدو سره مخامخ دی، او ملت د يو څو کسانو د غلطو له کبله په ستونزو کې اخته دی."

خان وويل: "موږ د تروریزم پر ضد جګړه کې د ۷۰،۰۰۰ نه زيات کسان، د امنيتي ځواکونو د غړو په ګډون، له لاسه ورکړي دي.

هغه وويل، د ۱۰ ټريليونو روپو (۹۰ ميليارده امريکايي ډالرو) د اقتصادي زیانونو سربیره، "موږ [نور] زیان نه شو برداشت کولی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 6

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر ښه

ځواب

دا مقاله د پاکستانیانو استازیتوب نه کوي. زما خوښه نه شوه

ځواب

تاسو هغه څه ونه ښول د کومو چې د پاکستان خلکو ژمنه کړې ده. تاسو باید دا حقیقت وګورئ چې ملي مسلم لیګ هغه پارتي ده چې په لاهور کې یې د اين ای ۱۲۰ په ټاکنو کې دريم پوزيشن ترلاسه کړی وو چې دا ټوله مقاله ردوي.

ځواب

حافظ سعید رښتینی انسان ...ټولنیز کارکوونکی. ... ریښتینې محب وطن دی. ....

ځواب

زه فکر کوم چې دا مقاله هغه کس ليکلې ده چې د دې موضوع په اړه یې پوهه يا بشپړ معلومات نه لرل .... بالکل ناسمه مقاله ....

ځواب

نه .... ځکه چې جی يو ډي پاکستان پلوه موسسه ده.

ځواب