د ښځو حقوق

د نوې سوات تنظيم موخه د ښځينه سوداګرۍ حوصله افزايي کول دي

د جاويد خان لخوا

د سوات د ښځو د سوداګرۍ خونې مشرې مسرت احمد زيب د تیر دسمبر په ۹ مه په سوات ډسټرکټ کې په يو سیمینار کې خطاب کوي. [د مسرت احمد زيب نه په مننه]

د سوات د ښځو د سوداګرۍ خونې مشرې مسرت احمد زيب د تیر دسمبر په ۹ مه په سوات ډسټرکټ کې په يو سیمینار کې خطاب کوي. [د مسرت احمد زيب نه په مننه]

پيښور -- په سوات ډسټرکټ کې د ښځو د سوداګرۍ لومړۍ خونه جوړه شوې ده چې د ښځينه سوداګرو حوصله افزايي وکړي. سوات ډسټرکټ د خيبر پښتونخواه هغه سيمه ده چې په څه وخت کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ظلمونو سره مخامخ وه.

دا سيمه د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۰۹ پورې د تحريک طالبان پاکستان تر کنټرول لاندې وه. پوځ په ۲۰۰۹ کال کې د عملياتو په ترڅ کې طالبان د دې سيمې نه وويستل.

مسرت احمد زيب، چې د سوات ډسټرکټ نه د قومي اسمبلۍ غړی ده، د دسمبر په میاشت کې دا خونه جوړه کړه چې نه يوازې په سوات کې بلکې په ټول ملاکنډ ډويژن کې د ښځينه سوداګرو حوصله افزايي کوي.

احمد زیب پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ د تیر کال په وروستيو مياشتو کې کار پیل کړو، او د ښځینه سوداګرو غبرګون ډیر ښه دی." هغې وويل، په دې کې له مخکې نه ۱۰۰ غړي موجود دي او زياتي ښځې ليوالتيا لري چې له مونږ سره يو ځای شي.

احمد زيب وويل، د نوي جوړ شوي سازمان مشري يوه کابينه کوي چې په دې کې "صدر، سينير نايب صدر، نايب صدر، جنرل سيکريټري او د بورډ لس غړي" شامل دي.

ښځې د تعليم او فرصتونو په لټه کې دي

په سوات کې ښځې غواړي چې تحريک طالبان پاکستان ډير وروسته پريږدي. د ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۰۹ پورې، وسله والو په سوات کې په سلګونو سکولونه ويجاړ کړل او په ښځو يې د فتوو له لارې ظلمونه وکړل. دا فتوې ښځو ته اجازه نه ورکوي چې دوی دې د کور نه بهر کار وکړي.

يوه ځايي فعاله، ملاله یوسفزۍ، چې د جينکو د تعلیم غوښتنه یې کوله او په ۲۰۱۴ کال کې يې د سولې لپاره د نوبل جایزه ګټلې وه، په اکتوبر ۲۰۱۲ کال کې په سوات کې د تحريک طالبان پاکستان لخوا د وژنې په يوه هڅه کې سخته ژوبل شوې وه.

احمد زیب وویل: "د سوات ښځې پوهه لري او تعليم يافته دي او دوی غواړي چې د ټولنې لپاره څه وکړي."

احمد زیب مخکې په سوات کې مسلکي سکولونه چلول چې ځايي ښځو ته روزنه ورکړي او د سکولونو، چې وسله والو ويجاړ کړي ول، په بيا جوړولو کې بوخت ده چې محلي هلکان او جينکۍ خپلې زده کړې بیا پیل کړي.

هغې وویل: "په سوات کې ډیری ښځې غواړي چېخپل کاروبارونه پيل کړي، او د ښځو خونه به نه یوازې دوی وهڅوي بلکې دوی ته به په ملي او نړیواله کچه ډیر فرصتونه هم برابر کړي."

د کاروبار شروع کولو حوصله افزايي کول

د سوداګرۍ ټولنې د دې ګام هرکلى کړی او وايي چې دا به زياتې ښځې په قامي بهير کې شاملې کړي.

د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې صدر، زاهد الله شينواري، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ له مخکې نه په پېښور، مردان، ایبټ آباد او چارسده کې د ښځو د سوداګرۍ خونې لرو."

هغه وويل، داسې خونې کوششونه کوي چې د ښځو سوداګرۍ ته وده ورکړي او ښځې په قامي بهير کې شاملې کړي.

د نوښار شاهده شاه کاکاخېل، چې د خور په نامه د ښځو د حقونو موسسې ګډ بنسټ ايښودنکي ده، وویل: د خیبرپښتونخوا په ټولو ډسټرکټونو کې د ښځو خونې يوه بنيادي وسيله ده چې ښځو ته اقتصادي واک ورکړي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل: "د ښځو خونې او نور داسې فورمونه به دا يقيني کړي چې د اړوندو سیمو ښځې په قامي بهير کې شاملې کړي."

هغې وويل، په دې برخه کې د ښځو په وړاندې هر ډول توپیر به يوه غلطي وي او پاکستان ته به زيات زيان ورسوي.

زياتې خونې او فرصتونه

يو شمير ښځې د سوداګرۍ د نورو خونو او نورو فرصتونو په لټه کې دي چې په خیبرپښتونخوا کې ښځو ته توان ورکړي چې دوی خپل کاروبارونه پيل کړي.

په پیښور کې يوه سوداګره، عالیه سید، پاکستان فارورډ ته وویل، "ښځو د ډیرو کلونو لپاره په مختلفو مسلکونو او سکتورونو کې مهم رول لوبولی دی، او حکومت او ټولنې له پکار ده چې [د زياتو ښځو] حوصله افزايي وکړي."

هغې وويل، پکار ده چې د صوبې په زيات شمېر ښارونو او په ټول هېواد کې چميبرونه وي چې د ښځينه سوداګرو حوصله افزايي وکړي.

عالیه سيد وويل، "دا چيمبرونه به نه یوازې د ښځینه سوداګرو مورال لوړ کړي بلکې هغوی ته به يو فليټ فارم برابر کړي چې مختلف مسلې حل کړي او په ملي او نړیواله کچه تجربه ترلاسه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښځې پرمختګ ته اړتیا لري ځکه چې لومړی ګام پورته کول د دوی لپاره خورا ستونزمن دی. د دوی د حوصله افزايۍ لپاره به تاسو ته پکار وي چې تاسو لومړی ګام پورته کړئ او په هر يو ګام د هغوی سره مرسته وکړئ. هغوی ته د روزګار فرصتونه ورکړئ او د هغوی سره مرسته وکړئ.

ځواب