امنیت

د خیبرپښتونخوا پولیس ګاډي بلټ پروف کوي

د سيد انصار عباس لخوا

د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود (ښې اړخ ته) په پېښور کې د تېرشوي دسمبر په ۲۱ مه د پيښور ښار د پولیسو د ګشت د ځواک لومړنۍ کلیزه لمانځوي. [د خیبرپښتونخوا پولیس]

د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود (ښې اړخ ته) په پېښور کې د تېرشوي دسمبر په ۲۱ مه د پيښور ښار د پولیسو د ګشت د ځواک لومړنۍ کلیزه لمانځوي. [د خیبرپښتونخوا پولیس]

پیښور -- چارواکو پاکستان فارورډ ته وویل چې د خیبر پښتونخوا پولیسو پریکړه کړې چې د تروريستي بريدونو نه د پوليسو افسرانو د خوندي ساتلو لپاره د ځواک ۴۵۴ ګاډي بلټ پروف کړي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو ویاند، زاهد الله خان، د دسمبر په ۲۲ مه پاکستان فارورډ ته وویل: "د خیبرپښتونخوا پولیس ښه وسايل، ټريننګ او مشرۍ ته اړتیا لري." "په هر يو ګاډی به د ۴ میلیونو روپو (۴۰،۰۰۰ امريکايي ډالره) لګښت راشي."

د دسمبر د میاشتې په لومړیو کې د ګاډو د اپ ګريډ کولو پریکړه وروسته له هغې وکړی شوه کله چې په پیښور کې د نومبر په ۲۴ مه په يو ګاډي باندې په ځانمرګي برید کې ايډيشنل انسپکټر جنرل محمد اشرف نور ووژل شو.

د زاهد الله په وینا، "د خیبرپښتونخوا پولیس ژمن دي چې په صوبه کې په سختۍ سره ترلاسه شوي سوله وساتي او وده ورته ورکړي."

د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود د نومبر په ۲۸ مه په حیات آباد کې په هسپتال کې د زخمي پوليس تپوس کوي. په پېښور کې د نومبر په ۲۴ مه د یوې وژونکې چاودنې له امله، د خیبرپښتونخوا پولیس خپل ۴۵۴ ګاډي بلټ پروف کوي. [د خيبر پښتونخوا پولیس]

د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود د نومبر په ۲۸ مه په حیات آباد کې په هسپتال کې د زخمي پوليس تپوس کوي. په پېښور کې د نومبر په ۲۴ مه د یوې وژونکې چاودنې له امله، د خیبرپښتونخوا پولیس خپل ۴۵۴ ګاډي بلټ پروف کوي. [د خيبر پښتونخوا پولیس]

د تروریستي ضد وړتیا لوړول

د خیبر پښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود پاکستان فارورډ ته وویل، سږکال په خيبر پښتونخوا کې د تروريزم په وړاندې د جګړې په موده کې په تروریستي پېښو کې د پام وړ کمی راغلی دی، چې دا د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۵۱٪ کمی دی.

هغه وويل، "د خیبرپښتونخوا حکومت ژمن دی چې پوليسو ته عصري وسايل برابر کړي چې دوی د ترهګرۍ په وړاندې خپله وړتیا لوړه کړي." هغه زياته کړه، "د [زيات عصري] وسايلو سره به پولیس ښه کار ترسره کوي."

محسود وویل: "په پیل کې، داسي يو بکتر بند ګاډی به د پولیسو یو مرکز، د پولیسو سب ډويژنل افسر، د ضلعي پوليسو افسر [ډي پي او] او سیمه ایز پولیس افسر [آر پي او] ته ورکړل شي." ""بکتر بند ګاډي به هغه افسرانو ته هم ورکړل شي کوم چې د پوليسو په مرکزي دفتر کې کار کوي."

بکتر بند ګاډي به په جنګي سیمو کې د تلفاتو په کمولو کې ډیره مرسته وکړي او خپل ژوندونه په خطر کې د اچولو نه بغير به د پولیسو تګ راتګ په خوندي توګه يقيني کړي.

محسود وويل: "د ترهګريز بريد په صورت کې، پوليس کولی شي چې د دې ګاډو په واسطه په جګړه کې راګير خلک په خوندي توګه وژغوري."

پرمختللي ګاډي د افسرانو ملاتړ ترلاسه کوي

په خیبرپښتونخوا کې د پولیسو افسران د بکتر بند ګاډو د جوړولو د پلان ستاینه کوي.

د پیښور ښار د پوليسو افسر (سي سي پي او) طاهر خان د خیبرپښتونخوا حکومت د نوښت هر کلی وکړو. هغه وويل، "دا شخصي امنیتي اقدام به د پولیسو افسران د جوړ شوي چاوديدونکو توکو د بریدونو، ځانمرګي چاودنو -- د څه حده پورې -- او د هدفي وژلو نه په خوندي ساتلو کې مرسته وکړي."

هغه وويل، بکتر بند ګاډي به ... پولیسو افسرانو ته توان ورکړي چې په "حساس او لرې پرتو سیمو" کې د ویرې پرته ګشت وکړي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د بمونو د شنډلو څانګې مشر شفقت ملک وویل، د پولیسو ګاډي بلټ پروف کول یوه ښه پریکړه ده.

هغه وويل: "دا خوندي ګاډي به د پوليسو د ځواک عملياتي وړتيا لوړه کړي."

ملک وويل: "د بکتر بند ګاډو د ترلاسه کولو نه وروسته، پوليس کولى شي چې په ډاډ سره خپلې دندې ترسره کړي، او د هغوی باور به د برياليتوب لامل جوړيږي." "زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دا خوندي ګاډي به د تروریزم په مخنيوي کې په مثبت ډول مرسته وکړي."

امنیت يقيني کول

سليم مروت، چې د مالیې وزارت لپاره د پولیسو ايډيشنل انسپکټر جنرل دی، د ګاډو اپ ګريډ کولو ته په اشاره سره پاکستان فارورډ ته وویل، "د خیبرپښتونخوا حکومت د لګښت پيسو ورکولو لپاره چمتو دی."

هغه وويل: "دا پروژه به د پوليسو افسرانو خونديتوب يقيني کړي."

پروفيسر بشارت حسين، چې په پیښور يونيورسټۍ کې د جرمونو د څانګې چيرمين دی، وویل، پولیس، لکه د نورو کسانو په څير، د بریالیتوب لپاره سم چاپيريال ته اړتیا لري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "که چيرې د دوی شخصي امنیت يقيني نه کړی شي، نو [د پولیسو افسران] نه شي کولی چې خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړي."

حسين وويل، هغه افسران چې خوندي وي، ښه دنده به ترسره کوي او په پايله کې به د پوليسو په ځواک باندې د خلکو باور لوړ کړي.

د پیښور ښار ايس ايس پي سجاد خان پاکستان فارورډ ته وویل، "دا ګاډي د وخت ضرورت دی."

سجاد وويل: "پوليس به په دې ګاډو کې خوندي وي او حتی په سرحدي سيمو کې په خوندي توګه ګشت کولی شي." "د بکتر بند ګاډو په مرسته، پولیس کولی شي چې راګير شوي خلک خوندي ځایونو ته منتقل کړي."

سجاد زیاته کړه: "ډیر ګاډي به ډیرې مثبت نتيجې او کارکردګي رامنځته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ريښتيا یو ښه اقدام دی.

ځواب