امنیت

۲۰۱۷: په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د دوامدار برياليتوب کال

د ضياالرحمان لخوا

يو پاکستانی سرتيری د اکتوبر په ۱۸ مه په جنوبي وزیرستان کې د افغانستان د پولې په اوږدو کې نوې جوړ شوي باړ ته نژدې چمتو ولاړ دی. د پاکستان پوځ وايي، نوی باړ او په سلګونو پوسټونه به د اورپکۍ مخه ونیسي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

يو پاکستانی سرتيری د اکتوبر په ۱۸ مه په جنوبي وزیرستان کې د افغانستان د پولې په اوږدو کې نوې جوړ شوي باړ ته نژدې چمتو ولاړ دی. د پاکستان پوځ وايي، نوی باړ او په سلګونو پوسټونه به د اورپکۍ مخه ونیسي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

اسلام اباد -- په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان د حکومت لخوا په ټول هېواد کې د تروریزم د له منځه وړلو لپاره د پام وړ ګامونه بریالي ثابت شول او په نتيجه کې يې اقتصاد ته وده ورکړه.

محمد عامر رانا، چې په اسلام آباد کې د څيړنيزې موسسې، د سولې د مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ، ډايريکټر دی، وويل، په ۲۰۱۷ کال کې د ترهګرۍ د پیښو شمیره د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۸٪ کمه شوې ده.

رانا پاکستان فارورډ ته وویل: "پاکستان چې د تروریزم او افراطیت په وړاندې په جګړه کې څومره کاميابۍ ترلاسه کړي دي، هغه په خاصه توګه د هغه پراخه عملياتو له کبله دي کوم چې امنيتي ځواکونو او د قانون پلي کوونکو ادارو په هیواد کې د وسله والو پر وړاندې پيل کړي ول."

د ۲۰۱۴ کال راهیسې، پاکستان په ټول هېواد کې ګڼ شمیر عمليات ترسره کړي دي -- په دې کې ضرب عضب او ردالفساد عمليات شامل دي -- چې د سیمه ییزو او نړیوالو وسله والو ګروپونو شبکې ختم کړي.

د پاکستان رینجرز د دسمبر په ۲۴ مه په کراچۍ کې هغه وسلې او مهمات ښيي کومې چې په کراچۍ کې د يوې چهاپې په دوران کې نيول شوي وې. [ضیاالرحمان]

د پاکستان رینجرز د دسمبر په ۲۴ مه په کراچۍ کې هغه وسلې او مهمات ښيي کومې چې په کراچۍ کې د يوې چهاپې په دوران کې نيول شوي وې. [ضیاالرحمان]

رانا زیاته کړه، په ۲۰۱۷ کال کې د ترورريستي بریدونو تلفات ۱۱٪ کم شوي دي.

د بریدونو نوعيت د وسله والو کمزورتیا په ګوته کوي

که څه هم، د دسمبر په ۱۷ مه په کويټه کې په چرچ باندې د داعش بريد او د دسمبر په لومړۍ نيټه په پېښور کې د زراعت په روزنیز انسټیټیوټ باندې د تحريک طالبان پاکستان برید دا څرګندوي چې په پاکستان کې جدي ګواښونه شتون لري. چارواکي وايي چې د اهدافو انتخاب -- سکولونه او د عبادت ځايونه -- ښیي چې وسله وال په هیواد کې کمزورې شوي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر مير سرفراز بګټي پاکستان فارورډ ته وویل، چې په کويټه کې د کرسمس نه يوه هفته مخکې په چرچ کې په خلکو باندې د داعش ځانمرګي برید دا څرګنده کړه چې دا ډله په "نرم اهدافو" په نښه کولو باندې تکيه کوي.

حتی په پيښور کې د دسمبر په لومړۍ نيټه د بريدونو په ګډون، د تحريک طالبان پاکستان په شان ډله، چې د ۲۰۰۰ کال راهيسې د زرګونو پاکستانيانو په وژلو کې ښکيل وه، په دې وروستيو کلونو کې ډېره لږه فعال پاتې شوې ده.

د تحریک طالبان پاکستان يو شمير مشران او قوماندانان وژل شوي یا نیول شوي دي، په داسې حال کې چې یو شمیر طالبان وروسته له هغې افغانستان ته نژدې سرحدي سیمو ته لاړل کله چې امنيتي ځواکونو په شمالي وزيريستان کې د هغوی پټنځايونه ويجاړ کړل.

سردار محمد يوسف، چې د مذهبي چارو او بين المذاهب هم آهنګۍ وزارت وفاقي وزير دی، وويل، د خیبر نه تر کراچۍ پورې، د تروریزم پیښې، په ځانګړي توګه د تروریزم پر ضد د سختو پالیسو له امله، کمې شوي دي.

هغه زياته کړه، وروستي ارقام د حکومت لپاره د حوصله افزايۍ خبره ده، او چارواکي ژمنه لري چې د ترهګرۍ سره به مبارزه جاري وساتي.

یوسف پاکستان فارورډ ته وویل: "چې په فرقه ايز تاوتریخوالي کې هم کمی راغلی دی."

امنيتي بریالیتوبونه زياته اقتصادي وده رامنځته کوي

په پاکستان کې د بهرنۍ سرمايه کارۍ زیاتوالی ښیي چې سرمايه کاران بیرته راستانه شوي دي.

د نومبر په ۱۵ مه د پاکستان سټيټ بينک لخوا د يو خپور شوي راپور له مخې، پاکستان د ۲۰۱۷ کال په دریم کوارټر کې په مستقیمه توګه د بهرنۍ سرمايه کارۍ په ترڅ کې ۹۴۰ ميلیونه امریکایي ډالره (۱۰۴ ملیارده پاکستانۍ روپۍ) ترلاسه کړي، چې دا په ۲۰۱۶ کال کې په ورته موده کې ۵۳۹ میلیونه امریکایي ډالره (۵۹.۶ میلیارده پاکستانۍ روپۍ) وې – دا څرګندوي چې په دې کې ۷۴٪ زياتوالی راغلی دی.

شهاب رضوي، چې د بهرنیو سرمايه کارانو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې صدر دی، وویل، "په پاکستان کې، په ځانګړي توګه په کراچۍ کې، د وسله والو ډلو په وړاندې بریالي امنیتي عملیاتو د بهرنیو او ځایي سرمايه کارانو باور راژوندی کړی دی." د سوداګرۍ او صنایعو دا خونه په پاکستان کې بهرنۍ سرمايه کارۍ ته د ودې ورکولو لپاره د يو فليټ فارم په توګه کار کوي.

د بهرنیو سرمايه کارانو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په تیر اوړي کې يوه سروی ترسره کړه چې د ۲۰۱۳ کال نه وروسته، کله چې پاکستان امنیتي عملیات پیل کړل، په هیواد کې د امنیتي وضعیت په اړه د بهرني سرمایه کارانو نظر واخلي.

رضوي وويل، د سروې تقريباََ ۹۰٪ ځواب ورکوونکو وويل چې د اګست ۲۰۱۳ کال نه وروسته په پاکستان کې د سوداګرۍ په وړاندې عمومي ګواښونه کم شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاک پوځ زنده باد

ځواب