امنیت

افغان طالبان د روسۍ وسلو د اخیستلو لپاره د بهته خورۍ پیسې کاروي

د سليمان لخوا

د سیمه ییز چارواکو له مخې، د افغان طالبانو یو غړی د جولای په ۱۸ مه د پکتیا صوبې په ګردیز کې د یو مسافر تلاشي اخلي. په فراه صوبه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې، وسله والو د کسټم غير قانوني مرکزونه جوړ کړي دي، چې په میاشت کې ۳۰ میلیونه افغانۍ ( ۴۳۲،۵۳۰ امريکايي ډالره) راټولوي. [فريدالله احمدزۍ / ای ایف پی]

د سیمه ییز چارواکو له مخې، د افغان طالبانو یو غړی د جولای په ۱۸ مه د پکتیا صوبې په ګردیز کې د یو مسافر تلاشي اخلي. په فراه صوبه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې، وسله والو د کسټم غير قانوني مرکزونه جوړ کړي دي، چې په میاشت کې ۳۰ میلیونه افغانۍ ( ۴۳۲،۵۳۰ امريکايي ډالره) راټولوي. [فريدالله احمدزۍ / ای ایف پی]

کابل -- سيمه ايز چارواکي وايي چې افغان چارواکي تياری کوي چې د غير قانوني ماليې د راټولو او د کسټمز عارضي مرکزونو له کبله د طالبانو د وروستي پلان پر ضد مبارزه پيل کړي.

د فراه د صوبايي کونسل غړي داود الله قانع له مخې، د فراه صوبې په پشت کوه ډسټرکټ کې د کسټمز مرکزونه په میاشت کې د ۳۰ میلیونه پورې افغانۍ (۴۳۲،۵۳۰ امريکايي ډالره) راټولوي، چې طالبان دغه پيسې له روسیې او ایران نه د وسلو اخیستلو لپاره کاروي.

افغان چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونه تياری کوي چې د طالبانو د بهتې اخيستلو هڅو ته ځواب ورکړي.

محمد رادمنيش، چې د دفاع د وزارت وياند دی، وويل، "د دفاع وزارت ۲۰۷ ظفر قول اردو ته لارښوونه کړې چې په فراه صوبه کې ژر تر ژره د طالبانو پر ضد د مبارزې لپاره عمليات پيل کړي، په ځانګړې توګه په هغه لارو کې چېرته چې دوی بهته اخلي."

د طالبانو د جنګي مشین لپاره فنډونه برابرول

سیمه ایز چارواکي او اوسیدونکي وایي چې د کسټمز سکیم د بهتې اخيستلو لپاره د طالبانو په سکيمونو کې يو سکيم دی -- چې دا د عشر او زکات، د پيسو اخيستلو لپاره تښتونې او د مخدره موادو د قاچاق په شکل کې اخیستل کیږي -- او د طالبانو د عوایدو لویه برخه ده.

دوی وايي چې طالبانو د دې هڅو له لارې خپل جنګي مشین فعال ساتلی دی.

قانع وويل: "د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې له هر بزګر څخه د ۶،۰۰۰ نه تر ۱۲،۰۰۰ پورې افغانۍ (د ۸۷ نه ۱۷۳ امريکايي ډالرو پورې) اخیستل کیږي." "هر جمعه، دوی د هغه دوکانونو نه ماليه راټولوي کوم چې په خاکي سفيد او بکوا ډسټرکټونو کې موقعیت لري او دا دواړه سیمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي."

جميله آميني، چې د فراه صوبايي کونسل يوه بله غړي ده، سلام ټایمز ته وويل، " د ۳۰۰ پورې ګاډي، چې سوداګريز توکي او نورې توکي ليږدوي، هره ورځ د طالبانو د کسمټز د مرکزونو نه تيريږي." هغې وويل، "په هره مياشت کې یوازې د دې سرچینې نه د دې ډلې د کسټمز عواید ۳۰ میلیونه افغانۍ دي."

هغې وويل: "د ماليې، د بهتې او د نشه يي توکو د قاچاق او د ايران نه د مالي مرستې له لارې د عصري وسلو د اخيستلو سربيره، طالبانو په فراه صوبه کې د ورته پيسو سره خپل جنګي مشين فعال ساتلی دی."

د روس نه د وسلو اخیستل

امیني وویل چې طالبان په غیرقانوني پیسو باندې وسلې اخلي.

هغې وويل: "هغوى د روس، ايران او پاکستان هېوادونو نه عصري وسلې اخلي." هغې زياته کړه، د دسمبر په ۱۴ مه "طالبانو په پشت رود ډسټرکټ کې د پوليسو يو افسر په دوربين لرونکې وسلې ووژلو."

قانع وويل: "په دې وروستيو کې، طالبانو ډېر پرمختللې وسلې استعمال کړي دي چې پخوا يې نه لرلې." "طالبان زياتره د روس جوړي شوي وسلې کاروي."

هغه وويل، "دوه میاشتې مخکې، د طالبانو سره [په فراه کې] په مخامخ جګړه کې، افغان امنیتي ځواکونو يوه وسله ترلاسه کړه چې لیزر يې لرلو. دغه ليزر د روس نښې لرلې."

قانع وويل: "د روس جوړي شوي وسلو استعمال دا څرګندوي چې روسيان نه يوازې طالبانو ته وسلې ورکوي [بلکې] په هغوی باندې د لیزر [عصري] وسلې هم خرڅوي."

د جګړې 'پراخیدل'

د فراه ښار یو اوسيدونکي، محمد سردار، سلام ټایمز ته وویل: "د طالبانو د يو شمير میلیونو افغاني عواید د تیرو وختونو په پرتله د جنګ ساحه پراخه کړې ده."

هغه وويل: "په تاريخي توګه، جګړه او تاوتريخوالی به په دې صوبه کې په ژمي کې د کم درجه حرارت له کبله کمه وه." "سږکال د ژمي په رارسیدو سره، د فراه په بیلا بیلو سیمو کې د جګړې شدت زيات شوی دی."

سردار وويل: "د جګړې شدت د فراه صوبې اوسيدونکي د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500