روغتیا

د عامه پوهاوي کمپاین پاکستاني ډريورانو ته وایي 'چې امبولانسونو ته لاره ورکړي'

د جاويد خان لخوا

د ملي روغتیا د خدمتونو د مقرراتو او همکارۍ د وزارت وزيرې سايره افضل تارړ (په منځ کې) د اکتوبر په میاشت کې په اسلام اباد کې "امبولانس ته لاره ورکړئ" په نامه په يو کمپاین کې یو ګډون کونکي ته جايزه ورکوي. [د سره صلیب نړیواله کمیټي]

د ملي روغتیا د خدمتونو د مقرراتو او همکارۍ د وزارت وزيرې سايره افضل تارړ (په منځ کې) د اکتوبر په میاشت کې په اسلام اباد کې "امبولانس ته لاره ورکړئ" په نامه په يو کمپاین کې یو ګډون کونکي ته جايزه ورکوي. [د سره صلیب نړیواله کمیټي]

پیښور -- په ټول هیواد کې د پوهاوي د کمپاین موخه دا ده چې پاکستانيانو ته خبر ورکړي چې "امبولانسونو ته لاره ورکړي" او له دې کبله د خلکو ژوند بچ کړي.

"پهلي زندګي: امبولانس ته لاره ورکړئ – ژوند ته لاره ورکړئ" په نامه کمپاین د اکتوبر په میاشت کې په ټول پاکستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ (آی سي آر سي) او له ۳۰ څخه زیات د پبلک او پرايويټ شریکانو لخوا پيل شو.

د دې موخه دا ده چې ډريورانو ته دا شعور ورکړي چې څنګه دوی په ذمه وارۍ سره هغه امبولانسونو ته لار ورکړي چې ناروغان هسپتال ته رسوي. دا کمپاین به د دسمبر د اخره پورې پای ته ورسیږي.

د ملي روغتیا د خدمتونو د مقرراتو او همکارۍ وزارت وزیرې سايره افضل تارړ په اسلام آباد کې د کمپاین د پیل په مراسمو کې وويل، "امبولانس یوازې يو ګاډی نه دی، بلکې [د ژوند د بچ کولو يوه نښه هم ده]، او دا یقیني کول زمونږ فرض دي چې دا بې له ځنډه د فوري درملنې ترلاسه کولو لپاره روغتون ته ورسیږي."

څو اړخيزه کوششونه

د پوهاوې کمپاین خپل ځان په مختلفو طريقو سره څرګند کړی دی.

ځوان رضاکاران په پیښور کې "ايمبولينس کو راستہ ديں" یا "امبولانس ته لاره ورکړئ" پيغام سره ډريورانو ته پامپليټونه او سټيکرې ورکوي.

يو شمير سیمینارونه، بحثونه او کنفرانسونه په ټول پاکستان کې ترسره شوي چې په عامو خلکو کې پوهاوی رامنځته کړي.

په پيښور کې د پبلک ټرانسپورټ يو ډريور ايوب شاه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ د رضاکارانو او سازمانونو ستاينه کوو چې ډريورانو ته تعليم ورکوي چې په سړک باندې امبولانس ته د لارې ورکولو سره د يو کس ژوند بچ کول څومره مهم دي."

شاه وويل، هغه دغه پيغام نورو ډريورانو ته رسولی دی. "مخکې يو شمېر داسې پيښې رامنځته شوې چې ناروغان په کې مړه شوي ... ځکه چې هغوى په وخت روغتون ته نه و نه رسیدو."

ډیرو خلکو -- چې لوبغاړي، اداکاران، سندرغاړي، ژورنالیستان، وکیلان او سیاستوالان په کې شامل دي -- هم، امبولانس ته لاره ورکړئ، د کمپاین په حمايت کې بیانونه ورکړي دي.

بیړني خدمتونه په دې کې برخه اخلي

په خیبر پښتونخواه او پنجاب کې د ریسکیو ۱۱۲۲ بیړني خدمات د آی سي آرسي اصلي شریکان دي.

په پیښور کې د بيړني خدماتو ویاند بلال احمد پاکستان فارورډ ته وویل: "که چیرې ډریوران او خلک امبولانسو ته لاره ورکړي او ګاډي مرګوني ناروغان ایمرجنسي او روغتون ته په وخت ورسوي نو دوی د خلکو ژوند بچ کولی شي ."

د امبولانس ډريوران او ډاکټران په زړورتيا سره خپلې دندې ترسره کوي، چې په دې کې د هغه کسانو ژغورل شامل دي کوم چې په ترهګريزو بریدونو کې ټپیان شوي وي. دوی "د ټپي شوي کس د ژوند ژغورلو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي."

د ټريفیک پولیس د دې کمپاین سره مرسته کوي.

رياض احمد، چې په پیښور کې د ټريفیک پوليسو سپرنټنډنټ دی، پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ په ټول هيواد کې د عامه پوهاوې کمپاین ملاتړ کوو چې ډريورانو او نورو خلکو ته تعليم ورکوي چې امبولانس ته لاره ورکول د يو انسان ژوند بچ کولی شي."

هغه وويل، د ټريفیک پوليس د تل لپاره دې ته لومړیتوب ورکوي چې په ټريفيک کې نښتې امبولانس لپاره لاره هواره کړي چې ناروغان، چې بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري، هسپتالونو ته په وخت ورسيږي.

هغه وويل: "د ډريور يوه وړوکې غلطي په امبولانس کې د هغه تن د مرګ لامل جوړيدی شي کوم چې د ژوند لپاره مبارزه کوي." هغه زياته کړه، "يو ډريور له پکار ده چې د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره تل خپل ګس اړخ ته لاړ شي او هغه ګاډو ته لاره ورکړي کوم چې د شا نه راروان وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د خلکو د پوهه کولو لپاره دا ښه لاره ده. زه د دې ستاینه کوم او غواړم چې په دې کمپاین کې برخه واخلم.

ځواب