رسنۍ

په پوځي توګه د مات شوې داعش سره د پروپيګنډې مواد نشته

د خليل آلطايي لخوا

د داعش "د جنګ لمبې ۱۱" په نامه د ویډیو يو سکرين شاټ، چې په دې کې داعش سږ کال د خپل 'خلافت' د ويجاړيدو نه مخکې، د جنګياليانو پخوانۍ ويډيو کاروي.

د داعش "د جنګ لمبې ۱۱" په نامه د ویډیو يو سکرين شاټ، چې په دې کې داعش سږ کال د خپل 'خلافت' د ويجاړيدو نه مخکې، د جنګياليانو پخوانۍ ويډيو کاروي.

پوهانو ديارونا ته وويل، د داعش لخوا په خپور شوي وروستۍ ویډیو کې د پخواني ويډيوګانو زيات کارول دا څرګندوي چې په منځني ختیځ کې د پوځي ماتې وروسته داعش توان نه لري چې خپل حالات ښه کړي.

دا ویډیو، چې "د جنګ لمبې (دوهمه برخه)" تر عنوان لاندې د نومبر په ۳۰ مه خپره شوه، د لومړۍ ويډيو (لومړۍ برخه) -- چې درې کاله مخکې جاري کړې شوی وه -- په شان ده، خو په پروموشنل موادو کې لږ بدلونونه لري.

د ۵۸ منټو دا ويډيو د هغه تروريستي عملياتو په زړو ويډيوګانو او انځورونو باندې تکيه کوي کوم چې دې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوریه کې په هغه سيمو کې ترسره کول چيرته چې دوی کنټرول لرلو. داعش په دې ويډيو کې هڅه کوي چې خپل وحشت او بقا ته د خلکو پام راوړوي.

امنیتي ماهر سعید الجیاشي ديارونا ته وویل، په نوي ويډيو کې د داسې انځورونو بیا کارول يوه نښه ده چې دا ډله له بحران سره مخامخ ده.

د داعش "د جنګ لمبې ۱۱" په نامه د ویډیو يو سکرين شاټ، چې د ډلې مشر ابو بکر البغدادي په داسې حال کې ښيي چې هغه د عراق په موصل کې په النوري جومات کې خطاب کوي. په دغه خطاب کې هغه د ډلې د تش په نامه 'خلافت' د جوړیدو اعلان وکړو، چې سږ کال په بشپړه توګه ویجاړ شو.

د داعش "د جنګ لمبې ۱۱" په نامه د ویډیو يو سکرين شاټ، چې د ډلې مشر ابو بکر البغدادي په داسې حال کې ښيي چې هغه د عراق په موصل کې په النوري جومات کې خطاب کوي. په دغه خطاب کې هغه د ډلې د تش په نامه 'خلافت' د جوړیدو اعلان وکړو، چې سږ کال په بشپړه توګه ویجاړ شو.

دا ډله په عراق او سوریه کې په پوځي توګه د ماتې سره مخامخ شوې ده، او په نتیجه کې، کتونکو ته د دهوکې ورکولو لپاره حقیقت د پخواني ويډيوګانو سره پټوي. هغه زیاته کړه چې "دا ډله غواړي چې خپل ماتی له پامه وغورځوي او خپل بنسټ بیا پياوړی کړي."

هغه وویل چې داعش د سخت پوځي ماتې سره مخامخ شوی دی او د هغې د پروپيګنډې هغه مشین ته دردناک ګوزار ورکړل شوی دی، په کومو چې دې د جنګياليانو د استخدام او ترهګرۍ د خپريدو لپاره په سخته توګه تکيه کوله.

هغه وویل چې په عراق کې د ډلې ټولې رسنۍ په نښه شوي دي، او ۸۰٪ ویب سايټونه او ویب پيجونه، چې د افراطيانو سره يې خواخوږي لرله، لرې شوي دي.

داعش ته په پوځي توګه ماتې ورکړل شوی دی

د داعش وروستۍ ويډيو نیغ په نیغه په خپلو ملاتړو او پلویانو غږ کوي چې په نوو سیمو کې جګړې پيل کړي، یا "د هجرت سيمو" ته لاړ شي."

څارونکي فکر کوي چې دا نوښت دا څرګندوي چې داعش په عراق او سوریه کې خپل ماتې منلی دی. دا هيوادونه په دې وروستيو کې "د توان او کنټرول" سيمې ګڼل کيدې، چيرته چې د دې تش په نامه خلافت موجود و.

يو امنيتي شنونکي، فادهل ابو راغف، پاکستان فارورډ ته وويل، داعش په ټوله نړۍ کې په اعلان شوي ۳۳ صوبو کې ۱۳ صوبې په عراق او سوریه کې له لاسه ورکړي دي.

"دې زیان دا ډله هڅولي ده چې هڅه وکړي چې د تروریزم فعالیتونه نورو هغه سيمو ته منتقل کړي کومې چې د کډوالۍ د ځمکو په توګه ګڼل کيږي."

په دې وروستۍ ویډیو کې، دا ګروپ وړاندیز کوي چې په مصر کې "ویلایت سينا" به د دې د جنګیالیو لپاره نوی ځای وي.

د داعش د مشر ابوبکر البغدادي لخوا لیکل شوي لیکونه، چې په لیبیا کې د ډلې په مرکز کې وموندل شول، په خپلو پلويانو غږ کوي چې دوی ليبيا ته لاړ شي او دا په مصر، تیونس او الجزائر کې د خپلو عملیاتو لپاره د لانچ پیډ په توګه استعمال کړي.

ابو راغف وویل، "داعش غواړي چې د سینا او د لیبیا په دښتو او همداراز د افریقې په هون جزيرې او د فلپاین په مرواي باندې کنټرول ترلاسه کړي."

هغه زياته کړه: "دا د تروريستانو لپاره تر ټولو غوره ځايونه دي."

هغه وويل، د نومبر په ۲۴ مه د سينا په بير العبد کې په الراودا جومات کې قتل عام، چې د ۳۰۰ نه زيات کسان په کې ووژل شول، په دې سيمه باندې د کنټرول ترلاسه کولو لپاره د ډلې اراده څرګندوي.

د رسنيو لږه لاس رسي

ابو راغف وویل چې داعش د رسنیو په تولید کې له زيات کموالي سره مخامخ دی. هغه دا خبره نوټ کړه چې د دې ډیرو شرکتونو په بشپړه توګه د موادو چاپ کول بند کړي دي.

په دې کې د عماق ايجنسي او النبا، د دې ډیجیټل پلیټ فارم، الفرقان د ميډيا د موادو د تولید لپاره او د چاپ رساله، دابق شامل دي.

هغه وويل، د رسنيو په توليد کې کموالی او په رسنيو باندې د دې لږ شتون په دې ورستيو کې د خپور شوي ويډيو نه ثابته ده، چې په دې کې ډير زيات پخواني فوټيجونه استعمال شوي دي.

هغه زياته کړه: "دا ډله د ماتې سره مخامخ شوې ده او نه ده توانيدلې چې خپل ځان بېرته راژوندې کړي او يا خپله ناوړه نظريه بيا خلکو ته ورسوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش يوه غټه فتنه ده چې کافرانو د دې لپاره ايجاد کړې ده چې په نړۍ کې اسلام او مسلمانان د يو ناوړه مذهب او قوم په توګه ثابت کړي او هغوی د دې لپاره د اسلام په ستر حکم جهاد في سبيل الله کې بدلون راوستی دی او نړۍ ته يې وړاندې کړی دی. تر څو چې مونږ په دې نه يو پوه هه شوي چې جهاد في سبيل الله څه شې دی، د دې مقاصد څه دي او دا د چا ذمه واري ده، نو دا جهاد نه دی، بلکې په ځمکه باندې فساد دی. خو الله دغه کافران د دې فتنې د ختمولو لپاره منتخب کړي دي او ژر به دا فتنه ختمه شي.

ځواب

زه له پاک پوځ سره مينه لرم. زه به د تل لپاره د پاک پوځ سره مينه لرم او پاک پوځ په ټوله نړۍ کې غوره پوځ دی. له دې کبله زه د پوځ ذهنيت لرم. ...........................پاک.......................................پوځ........................................

ځواب