امنیت

د سيند پولیس او يونيورسټۍ په ګډه کار کوي چې په کيمپسونو کې د افراطیت سره مبارزه وکړي

د آمنه ناصر جمال لخوا

په کراچۍ کې رینجرز د سپتمبر په مياشت کې په موټر سايکل سپاره د دوو ځوانانو تلاشي کوي. [آمنه ناصر جمال]

په کراچۍ کې رینجرز د سپتمبر په مياشت کې په موټر سايکل سپاره د دوو ځوانانو تلاشي کوي. [آمنه ناصر جمال]

کراچۍ -- د سيند د پولیسو د تروریزم ضد ادارې او د مختلفو يونيورسټو انتظاميې په ګډه کار کوي چې په کيمپسونو کې د افراطیت مخه ونیسي.

روان بحثونه او غونډې وروسته له هغې پیل شوې کله چې د نسبتاََ مشهورانصار الشريعه پاکستان وسله والو ډلو د سپتمبر په میاشت کې په کراچۍ کې د متحده قومي مومنټ د مشر د وژلو هڅه وکړه.

داسې ښکاري چې انصار الشريعه نږدې په دولسو ډير تعليم يافته غړو باندې مشتمله ده، چې د النصرا فرنټ، چې په سوريه کې د القاعدې سره تړاو لرونکې يوه ډله ده، تر لاندې فعاليت کوي.

د سي ټي ډي او د ۱۱ يونيورسټو د وايس چانسلرانو تر منځ لومړۍ غونډه د سپتمبر په میاشت کې ترسره شوه.

له هغه وخت راهيسې، په تعلیمي او قانون پلي کوونکي ادارو کې چارواکي معلوماتو شریکولو ته دوام ورکوي.

یو زياتيدونکی ګواښ

د سي ټي ډي د پوليسو يو سينير سپرنټنډنټ، راجا عمر خطاب، پاکستان فارورډ ته د دسمبر په مياشت کې وويل، "افراطيانو د کلیو او ښارونو، مدرسو او حتی د يونيورسټو، او غريبې او مالدارې طبقې نه ځوانان راجلب کړي دي."

هغه وويل: ډېر هغه ځوانان، چې د سخت دريځو موسسو د پروپيګنډې ښکار شول، د خپلو کړنو د اوږد مهاله پايلو په اړه فکر نه کوي.

"د القاعدې، تحریک طالبان پاکستان، جندالله او لشکر جهنګوي نه [انصارالشريعه پاکستان] پورې -- لوړ پوړي غړي ډير زيات تعليم يافته دي." "د زيات تعليم لرلو نه علاوه، مرتکبین د ټکنالوجۍ ماهرین دي."

هغه وويل، "د فيکلټۍ غړي باید د زده کونکو سره نږدې اړیکه ونیسي چې هر قسم اختلافات حل کړي که چيرې دوی د هغوی سره لري ... او موږ له پکار ده چې طالب علمانو ته د مشورې ورکولو لپاره یو میکانیزم جوړ کړو."

په سيند کې د سي ټي ډي د پوليسو ايډيشنل انسپکټر جنرل ثناءالله عباسي د دسمبر په ۱۹ مه پاکستان فارورډ ته وویل، په اکيډمو کې بنياد پرستي مخ په زیاتیدو ده.

هغه وويل: "د دې خبرې ضرورت دی چې مونږ اکيډمۍ د دې مسلې د جديتوب په اړه خبر کړو." هغه زياته کړه، "د وسله والو راتلونکی نسل بهد مدرسې د تعليم په پرتله د يونيورسټۍ تعليم لري."

هغه د دې موخې د ترلاسه کولو په اړه وويل، "چارواکي به په تعليمي ادارو کې د تروريستي سازمانونو په اړه د تحقيقاتو پر بنسټ معلومات شريک کړي او د يونيورسټۍ د چارواکو نه به د موجود ګواښ په اړه معلومات ترلاسه کړي."

هغه وويل: "په هره يونيورسټۍ کې به يو خفيه کس وي چې په کيمپسونو کې به د شکمنو فعاليتونو په اړه راپور ورکوي." افسران به "طالب علمانو ته د بنسټیزو خلکو او سازمانونو سره د اړيکو لرلو د نتيجو په اړه خبر ورکړي."

يونيورسټۍ د قانون پلي کوونکو ادارو سره همکاري کوي

د پاکستان يونيورسټۍ د قانون پلي کوونکي ادارو سره همکاري کوي او د زده کوونکو د خوندیتوب لپاره خپل اقدامونه ترسره کوي.

د انجنیرۍ او ټکنالوژۍ په نيډ يونيورسټۍ کې رجسټرار، غضنفر حسين وایي، پکار ده چې پوليس د داخلې اخيستلو نه مخکې د زده کونکو تحقيقات وکړي او پولیس د هر هغه زده کونکي خلاف کيس ثبت کړي کوم چې د جعلي اسنادو په جمع کولو کې ښکيل وي.

هغه وويل: "موږ له زده کوونکو څخه هم پوښتنه کوو چې که چيرې دوی په کيمپس کې شکمن فعاليت وويني نو د هغې راپور ورکړي." "هرڅوک باید په دې بهیر کې برخه واخلي."

د آرټ، ساینس او ټیکنالوژۍ په فيډرل اردو يونيورسټۍ کې پروفیسر سليمان محمد پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ چمتو يو او د قانون پلي کوونکو سره په بشپړه توګه مرسته کوو."

د ډاکټر محمد حفيظ، چې په پنجاب کې سوشالوجسټ دی، وویل، ځوانان باید د ښه تعلیم، د مور او پلار د ښه تربيت او ذمه وارې ميډيا له لارې د بنياد پرستۍ او افراطیت نه خوندي شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "ټولې جګړې د خلکو په ذهنونو کې کيږي." "که چیرې ذهنونه ښه نه وي، نو دوی خطر رامنځته کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500