امنیت

په ۲۰۱۷ کال کې په خیبرپښتونخوا کې تروریزم بې حده کم شوی

د جاويد خان لخوا

د خیبر پښتونخوا پولیس د دسمبر په ۱۴ مه په حيات آباد کې جعلي امنیتي مشقونه ترسره کوي. [د خیبرپښتونخواه پولیس]

د خیبر پښتونخوا پولیس د دسمبر په ۱۴ مه په حيات آباد کې جعلي امنیتي مشقونه ترسره کوي. [د خیبرپښتونخواه پولیس]

پیښور -- په خیبر پښتونخواه کې د پاکستان د پوځ، پولیسو او نورو امنیتي ادارود اغیزمن عملیاتو له امله د تروریزم د پیښو شمېره په تیرو لسو کالو کې تر ټولو کمه شوي ده.

د خیبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود پاکستان فارورډ ته وویل، "د روان کال په ترڅ کې د ترهګريزو پیښو راپورونه نه یوازې د هغه بریدونو نیمه برخه ده کوم چې په تیر کال کې ترسره شوي ول، بلکې دا د یوې عشرې نه په زياته موده کې هم تر ټولو ټیټه شميره ده."

هغه وویل، په دې کال کې تر ۱۴ دسمبر پورې ۱۲۶ پېښې راپور شوې، چې دا په ۲۰۱۶ کال کې ۲۵۸ وې.

محسود وویل: "دا څرګندوي چې د تیر کال په نسبت سږ کال ۵۱٪ ښه والی راغلی دی، کوم چې له مخکې نه په تیرو څو کلونو کې تر ټولو ښه و."

په حيات آباد کې په جعلي امنیتي مشقونو کې د دسمبر په ۱۴ مه د ترهګرو ګواښونو او نورو جنایتونو په وړاندې د خیبرپښتونخوا د پولیسو چمتوالی معاينه کيږي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

په حيات آباد کې په جعلي امنیتي مشقونو کې د دسمبر په ۱۴ مه د ترهګرو ګواښونو او نورو جنایتونو په وړاندې د خیبرپښتونخوا د پولیسو چمتوالی معاينه کيږي. [د خېبرپښتونخواه پولیس]

امنیتي ځواکونه د بریدونو مخه نیسي

محسود وويل چې په خيبر پښتونخواه کې په روان کال کې یوازې دوه لوی ترهګريز بریدونه ثبت شول. هغه د فبرورۍ په ۲۱ مه د چارسدې ډسټرکټ په تنګي تحصيل کې په عدالت باندې برید ته او د دسمبر په لومړۍ نيټه په پیښور کې په زرعي روزنیز انسټیتوت باندې برید ته اشاره وکړه.

هغه زياته کړه، "پوليسو او امنيتي ځواکونو دواړو دې بریدونو ته په چټکۍ سره غبرګون وښودلو چې مرګ ژوبله او زیان کم کړي."

هغه وویل چې د خیبرپښتونخوا د تروریزم پر ضد ادارې سږکال يو شمير عملیات ترسره کړل او ۴۷۰ وسله وال يې ونیول.

هغه وويل، که څه هم تروریزم یو ګواښ دی، خو "یوه خبره يقيني ده -- چې د ترهګرو شبکه دړې وړې شوې ده. دا توان نه لري چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو په څیر بريدونه ترسره کړي."

هغه وويل، د خیبر پښتونخوا پولیسو او د صوبې نفوسو د تروریزم په وړاندې په زړورتیا سره جنګ کړی دی -- له همدې کبله د قانون او نظم وضعیت ښه شوی دی.

محسود وويل: "د قانون پلي کوونکو ادارو د ۲۰۱۷ کال په اوږدو کې ۹۵ تروريستي بريدونه ناکامه کړل. هغه زياته کړه، چې ۱۷۹ وسله وال ونيول شول، "چې په هغوی کې د زياترو کسانو په سر د ميليونونو روپې انعام مقرر شوی و."

په پيښور کې د مرکزي ښار د پولیسو افسر محمد طاهر وویل، پولیس د صوبې په لرې پرتو سیمو او پیښور کې چمتو دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "کله چې د شکمنو ډلو د تګ راتګ د مخه نیولو لپاره ضرورت وي، نو موږ د لټون او ګزار عملیات زياتوو."

هغه وويل، پوليسو اضافي پوستې جوړې کړې او قبایلي سیمو ته نژدې په کليو کې ګشتونه کوي چې د بهر نه د بریدونو مخه ونيسي.

طاهر وويل، سربيره پر دې، امنیتي ځواکونه په منظمه توګه د لوړې کچې د چمتوالي ساتلو لپاره په حساس تاسیساتو، تعلیمي موسسو او عامه ځایونو کې دننه او شاوخوا جعلي امنیتي مشقونه ترسره کوي.

د جرم کچه راټيټه شوې ده

د خیبر پښتونخواه د پولیسو ویاند، ډاکټر زاهد الله خان، د وینا له مخې، په خیبر پښتونخواه کې د تروریستي بریدونو د کمي نه علاوه د نورو جرمونو کچه هم راټيټه شوې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د روان کال په جریان کې د بهتې اخيستلو پیښې د ۲۰۱۶ په پرتله ۲۷٪ راټيټه شوې." د تير کال په پرتله په ۲۰۱۷ کال کې د وژلو شميره ۷٪ ، د تښتولو شميره ۱۲٪ ، د موټر د غلا شميره ۲۶٪ او د لوټ مارۍ شميره ۳۴٪ کمه شوې ده."

خان وويل، "کله چې موږ د تروریزم د ارقامو په مجموعي توګه موازنه وکړه، نو ۲۰۱۷ کال د يوې عشرې نه زياته موده کې تر ټولو زيات سوله ایز کال ثابت شو."

هغه وويل، امنيتي ځواکونو له ۱،۰۰۰ څخه زيات استخباراتي عمليات ترسره کړي او سږکال يې ۱۲،۲۴۸ د لټون او ګزار بريدونه ترسره کړي دي.

خان وويل: "موږ له ۳۷۸.۰۰۰ څخه زيات د کرايې د کورونو لټون وکړو، او موږ د ۱۲،۸۹۱ کرایه دارانو [او مالکانو] خلاف کيسونه درج کړل ځکه چې دوی د سيمه ييزو پوليسو سره رجسټر نه وو." هغه زياته کړه چې "هیڅ يو ترهګر نه شي کولی چې په صوبه کې پناه ترلاسه کړي."

نور ډار نشته

د پېښور یو خبریال، قیصر خان، پاکستان فارورډ ته وویل: "یو وخت و چې موږ به هره ورځ ترهګريز بریدونه ليدل، چې ډیر خلک به يې وژلو او بې شمیره کسان به يې ټپیان کول، خو نن وضعیت خورا ښه دی."

هغه وويل، د ۲۰۰۹ - ۲۰۱۰ کال د وضعیت په پرتله، والدین اوس مهال د خپلو هغه ماشومانو د خونديتوب په اړه انديښمن نه دي کوم چې سکولونو ته ځي.

هغه وويل، "دا خبره د هغه کسانو په باره کې هم [رښتیا] ده کوم چې د ماښام د ډوډۍ ... او يا نورو ټولنیز فعالیتونو لپاره بهر ته ځي. دا ډول فعاليتونه په تیرو څو کلونو کې د سولې له امله زیات شوي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500