په پاکستان کې بهرنۍ غیر دولتي موسسې د سختو قوانینو له امله لایسنسونه له لاسه ورکوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د نړیوال مرستندویه ګروپ ايکشن ايډ د ټولنې د سکول يو منظر. [ايکشن ايډ]

د نړیوال مرستندویه ګروپ ايکشن ايډ د ټولنې د سکول يو منظر. [ايکشن ايډ]

اسلام آباد -- يوې نړيوالې اين جي او د چهارشنې په ورځ (د دسمبر په ۱۳ مه) وويل، پاکستان يو شمير نړیوال مرستندویه ګروپونو ته امر کړی چې په ۶۰ ورځو کې دننه خپل کارونه بند کړي.

چارواکي، چې د داسې سازمانونو د استخدام کولو او نورو مسلو په اړه اندیښنې لري، د بهر نه تمویل شوي مرستندویه سازمانونو ته امر کوي چې د هغه سختو قوانينو تر لاندې ځانونه رجسټر کړي کوم چې دوه کاله مخکې پلي شوي دي.

په نتيجه کې ډیرو سازمانونو خپل لايسنسونه له لاسه ورکړې دي.

جوناتهن برچال، چې د اوپن سوسايټي فاونډيشنز وياند دی، ای ايف پي ته وویل: "موږ باور لرو چې موږ د ۲۰ نه په هغه زیات سازمانونو کې یو د کومو چې رجسټريشنونه رد شوي دي."

نړیوال خیراتي سازمان ايکشن ايډ، چې په ډیرو پروجيکټونو کې مرسته کوي، هم ویلي چې دا به د پاکستان نه ځي.

په دې وروستیو کلونو کې، پاکستان د نړیوالو مرستندویه ګروپونو لپاره خپلې پالیسۍ سختې کړي، او په هغوی يې تور لګولی چې دوی د جاسوسۍ د عملیاتو لپاره کارول کيږي، او بار بار يې هغوی ته خبرداری ورکړی چې خپل فعالیتونه محدود کړي.

د معیارونو په پوره کولو کې ناکامي

د کورنیو چارو د وزارت يو چارواکي، چې د نوم نه ښودلو غوښتنه يې وکړه، پاکستان فارورډ ته وويل، په دې وروستیو اونیو کې حکومت په ۲۱ غير دولتي موسسو باندې بنديز لګولی ځکه چې دوی په هغه معيارونو پوره کولو کې ناکامه شول کوم چې حکومت په پاکستان کې د کار کولو لپاره مقرر کړي دي.

د تروریزم په اړه د حکومت د اندیښنې له کبله دغه معیارونه په ۲۰۱۵ کال کې جوړ شوي ول. تروريزم په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کال کې په پاکستان کې په پراخه کچه موجود و.

هغه وويل: "پخوا، يو شمير پرايويټ تنظيمونه په ناقانونه فعاليتونو کې ښکيل ول."

د بیلګې په توګه، حکومت بې سرحده ډاکټران تنظيم (ايم ايس ايف) د فاټا په دوو ډسټرکټونو کې د کار کولو نه منع کړو ځکه چې دوی، د راپورونو له مخې، د ځایې خلکو استخدام کولو او چارواکو ته يې موقع نه ورکوله چې د استخدام نه مخکې د هغوی تحقيقات وکړي.

هغه وويل، پاکستان د نړيوالو نادولتي موسسو او ځايي نادولتي موسسو ستاينه کوي، چې بیا بیا يې د قدرتي آفتونو نه د بچ پاتې شوي خلکو سره مرسته کړې ده.

هغه وويل، هغه نادولتي موسسو چې خپل لایسنسونه يې له لاسه ورکړي دي، ۶۰ ورځې لري چې خپل کارونه پای ته ورسوي. "هغه زياته کړه، چې دوی د [کورنيو] چاروو وزارت ته اپیلونه کولی شي."

ايکشن ايډ شکایت کوي

دا خبر د مختلفو نړیوالو انجوګانو لپاره يو ګوزار و ځکه چې دوی په پاکستان کې د کار کولو تمه لرله.

د ايکشن ایډ پاکستان کنټري ډايريکټر، افتخار نظامي، د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۴ مه) په یو بیان کې وویل، د کورنیو چارو وزارت هیڅ کله هم د ايکشن ايډ د رجسټرين د رد کولو جواز وړاندې نه کړو.

هغه وویل: "موږ ته د کار بندولو لپاره ۶۰ ورځې راکړی شوي دي." هغه زياته کړه، "موږ ټول ضروري معلومات او سندونه چمتو کړل او مونږ ډاډمن و چې زمونږ موسسه د ټولو اړینو قوانينو او مقرراتو مطابق وه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500