رسنۍ

پښتونخوا راډیو د مات شوي وسله والو لخوا پاتې شوي خلا بيا ډکوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

د پیښور ماشومان د نومبر په ۲۳ مه په پښتونخوا راډیو پيښور کې په یوه ژوندۍ خپرونه کې برخه اخلي. پښتونخوا راډیو د سولې او د سیمې د بډایه کلتوري تنوع د ودې لپاره د ماشومانو لپاره ځانګړي تعلیمي پروګرامونه خپروي. [دانش یوسفزۍ]

د پیښور ماشومان د نومبر په ۲۳ مه په پښتونخوا راډیو پيښور کې په یوه ژوندۍ خپرونه کې برخه اخلي. پښتونخوا راډیو د سولې او د سیمې د بډایه کلتوري تنوع د ودې لپاره د ماشومانو لپاره ځانګړي تعلیمي پروګرامونه خپروي. [دانش یوسفزۍ]

پیښور -- په خیبرپښتونخوا کې د راډیو سټیشنو اوریدونکي نن سبا هغه شوګاني اوري کومې چې د زده کړې، تفریح او ځوانانو لپاره دي. يو څو کاله وړاندې دا ناممکنه خبره وه کله چې هوايي څپې د وسله والې نظريې نه ډکې وې.

وسله والو د خلکو سره د خبرو اترو کولو لپاره راډیو د اوږدې مودې راهیسې استعمال کړی دی، په ځانګړې توګه په ملاکنډ ډويژن کې د اورپکۍ په دوران کې د ۲۰۰۶ کال نه تر ۲۰۱۲ کاله پورې.

د يوې مطالعې له مخې، په دغه دور کې، د ۱۰۰ نه زيات غیرقانوني او د وسله والو ايف ايم راډیو سټیشنو افراطي پیغامونه خپاره کړل، محلي ملاتړ یې ترلاسه کړو او د چندې لپاره يې غوښتنه وکړه. دا مطالعه رحمان الله، چې په پيښور کې په اقرا نيشنل يونيورسټۍ کې د ژورناليزم ليکچرار او د پي ايچ ډي طالب علم دی، ترسره کړې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "دا غير قانوني سټیشنونه د مذهبي نظريې د خپرولو او په ټوله صوبه کې د افراطي پروپيګنډې د خپرولو لپاره کارول شوي ول."

د ځوابي اقدام په توګه، د خيبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۰۹ کال کې په پيښور او مردان کې دوه ايف ايم راډيو سټيشنونه پیل کړل.

سربېره پر دې، د وسله والو په دغه راډيو سټيشنو کې زياتره وروسته له هغې بند شول کله چې ځواکونو په وار وار وسله والو ته ماتی ورکړو او هغوی ېې د خیبرپښتونخوا نه وويستل.

رحمان الله په پيښور کې يو سټيشن ته اشاره وکړه او ويې وويل، "د ۲۰۰۹ کال راهیسې، پښتونخوا راډیو په سیمه کې د بنسټیز ایډیالوژیو په وړاندې د مبارزې فلسفه په جوړولو کې مرسته کړې ده."

د پښتونخوا راډيو یو پروډيوسر، نظام الدین، وویل: "د پښتونخوا راډیو ډیر پروګرامونه د سوداګرۍ، د تخلیقي بازار اړیکو او د ځوانانو ليډرشپ سره تعلق لري."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل, "د ځوانانو غبرګون، په ځانګړي توګه د ملاکنډ او قبایلي سیمو نه، ډیر لوړ دی او خلک د ډیرو پروګرامونو غوښتنه کوي."

نظام وويل، د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره، "پښتونخوا راډیو د خپلې خپرونې ساحه په خيبر پښتونخوا کې د ۹۰٪ پورې او په فاټا کې د ۷۰٪ پورې پراخه کړې ده."

د اپرېل په میاشت کې، حکومت درې ایف ایم راډیو سټيشنونه پيل کړل چې دا يقيني کړي چې معلومات د صوبې په لرې پرتو سیمو کې اوسيدونکو ته ورسي. دا ايف ايم راډيو سټيشنونه په کوهاټ، سوات او ایبټ اباد کې اوريدې شي.

نظام وويل: "دا چينلونه په خيبر پښتونخوا او فاټا کې په اورېدونکو کې چټک شهرت ترلاسه کوي."

د وسله والو د ایډیالوژۍ سره مبارزه

فردوس خان، چې د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړیکو په ریاست کې د ایف ایم راډیو ډايريکټر دی، د وسله والو د پیغامونو د مخنیوي لپاره لومړي چيلنجونه یادوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "په لرې پرتو سیمو کې د اوسیدونکو سره د خبرو اترو کولو لپاره د حکومت څه مشينري موجود نه وه." "ترهګرو په بشپړه توګه د دې نه ګټه واخیسته او خپل ایف ایم چینلونه یې پیل کړل."

هغه وویل: "موږ د دې چیلنج په وړاندې راپاسيدو او د هغوی د نظريې په وړاندې مو مبارزه پیل کړه." هغه زياته کړه: "اوس موږ د حکومتي اصلاحاتو د پراختیا او د ټولنې د زده کړې لپاره پروګرامونه خپروو."

رحمان الله وويل، وسله والو ايف ايم چينلې استعمال کړل چې پوليو واکسينونه، روغتيايی پاملرنه، د حکومت پاليسۍ او د پاکستان پوځ رد کړي.

هغه وويل، "د دوی د راډیو په کارولو کې د بریالي کیدو وجه دا وه چې د معلوماتو محدود سرچینې او د صوبې په کلیوالي سیمو کې ډیره بې سوادي موجود وه." هغه زياته کړه، "له همدې کبله، خلکو په هر هغه څه باور وکړو کوم چې دوی د ميډيا چينلو له لارې اوریدل."

د وسله والو د پروپيګنډې مشر

د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله په خیبر پښتونخوا کې د وسله والو پلوه راډیو تر شا په ماهرينو کې يو ماهر و. په ۲۰۰۶ کال کې هغه په سوات کې یو غیر قانوني راډیو سټيشن پیل کړو او هغه به دغه راډيو د خپل افراطي پیغامونو د خپرولو لپاره کارولو.

سردار علي خان، چې په خيبر پښتونخوا کې په راډيو پاکستان پیښور کې پخوانی سټیشن ډايريکټر دی او د ايف ايم ۱۰۱ باني دی، وويل، کله چې حکومت فضل الله وليدلو چې هغه توان لرلو چې زياتو اوريدونکو ته ورسي او د ټولنې استحصال وکړي، نو وفاقي او صوبايي حکومتونو په پروګرامونو کې د تروريزم پر ضد مواد شامل کړل.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د حکومت راډیو چینلونه د يو مشعل په توګه رامنځته شول او په ښه انداز سره يې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړي پروګرامونه پیل کړل."

هغه وويل: دغه پروګرامونو اوريدونکي وهڅول چې د ترهګرۍ منفي اړخونه وپيژني.

په ځوانانو او د ټولنې په ښه کولو باندې تمرکز کول

په سوات کې د پښتونخوا راډیو یو پروډيوسر، ثاقب نواز، وویل، ډیر پروګرامونه په ځوانانو تمرکز کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "تروریزم په دې سیمو کې ځوانان وار خطا کړل او هغوی يې د رهنمايۍ نه محرومه کړل. "زموږ پروګرامونه په تعليم، تفریح او د معاش لپاره په فرصتونو تمرکز کوي. زموږ موخه دا ده چې د یو متبادل او مشهورې فلسفې سره د مذهبي افراطيانو د پروپيګنډ پر ضد مبارزه وکړو."

بخت زمان، چې په پیښور يونيورسټۍ کې د ژورنالیزم او ماس کميونيکيشن په ډپارټمنټ کې پروفیسر دی، په ملاکنډ ډويژن کې د شرپسندو لخوا د راډیو په کارولو باندې تحقيق کړی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "ايف ايم چینلې، چې په دې سیمو کې د حکومت لخوا تاسیس شوي دي، د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې مهم دي ځکه چې دا د ټولنې راډیو چینلونې دي." هغه زياته کړه، "سیمه ایز خلک کولی شي چې دې چینلو ته په اسانۍ سره لاسرسی ترلاسه کړي ځکه چې دا د ملي راډیوګانو پرځای د دوی د ټولنې نه دي."

سیمه ییز سټیشنونه، چې نږدې ټرانسميټرز لري، په ځينې وخت کې د لري ملي چينلو نه زيات قوي وي، او د ځايي ژبو کارول زيات اوریدونکي راجلب کوي.

زمان وویل، "دوهم، خپرونکي د ټولنې څخه وي، او دوی کولی شي چې په اسانۍ سره د خپلو اوريدونکو [ځانګړي] ضرورتونه په ګوته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

معلوماتي مقاله. زه موافقه کوم، وسله والو د خلکو د ویرولو لپاره راډیو د یوې وسیلې په توګه کارولو.

ځواب

ښه لیکل شوي مقاله. دا ريښتيا دي چې راډیو د تروریزم پر ضد په مبارزه کې لوی رول لوبولی شي. د ښه معلوماتو لپاره د پاکستان فارورډ مننه.

ځواب

دا مقاله د شمير د نتيجو پراساس د څیړنې زيات کار ته اړتیا لري. زه موافقه نه کووم چې د خیبرپښتونخوا د سوري لاندې سټیشنونه ټولنیز راډیو سټيشنونه دي. هو موږ ويلي شو چې هغه سټیټیشنونه کوم چې په سوات کې د وسله والو لخوا کارول کيږي ټولنيز سټیشنونه دي، خو په دې کې ځيني داسې نه دي. د خيبر پښتونخوا راډيو پلان جوړونکو له دا خبره په پام کې نيول پکار ده چې پلان جوړ کړي او پروګرام د تبادلې په بنیاد جوړ کړي او په دې کې د خبرو اترو پروګرامونو مشتمل وي او د ايف ايم ۱۰۱ پيښور، چې په دې سيمه کې مخکښ چینل دی، په مرسته هدفي سيمې په نښه کړي ... د دې مقالې په رڼا کې دا يو ښه نوښت دی

ځواب