په پاکستان کې د ازبکستان سفیر فرقت صدیقوف (ښي اړخ ته) د پاکستان د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره په اسلام اباد کې په وزیر اعظم هاوس کې د دسمبر په ۷ مه ليدنه وکړه. [د پاکستان د وزیر اعظم دفتر]
اسلام اباد -- پاکستان او ازبکستان موافقه کړې چې د زياتې سوداګرۍ، سرمايه کارۍ او د دوه اړخيزې همکارۍ د سیمو په ګوته کولو سره دوه اړخیزو اړیکو ته پیاوړتیا ورکړي.
د وزير اعظم د دفتر د يو بيان له ه مخې، په پاکستان کې د ازبکستان سفیر فرقت صديقوف د دسمبر په ۷ مه په اسلام اباد کې د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسی سره ليدنه وکړه.
په دغه بيان کې راغلي چې پاکستان "د ازبکستان سره نږدې او د همکارۍ اړیکو ته خورا اهميت ورکوي" او [غواړي] چې دا اړیکي پیاوړي کړي او په ځانګړي توګه په سوداګرۍ او سرمايه کارۍ تمرکز وکړي."
صديقوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پرمختګ په اړه عباسي ته معلومات ورکړل.
په دغه بيان کې راغلي، دواړو چارواکو موافقه وکړه چې د پاکستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریز اړیکي باید زياتې شي چې "د دواړو هیوادونو ریښتني اقتصادي وړتیا په ګوته کړی شي."
تجارتي شنونکي او سوداګران وايي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا اقدام يو مثبت ګام دی چې د زيات پرمختګ لپاره امکانات لري.
ماجد عزيز بالاګمواله، چې په کراچۍ کې د پاکستان د کارمندانو د ټولنې صدر دی، پاکستان فارورډ ته وویل: "د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ پراختیا په اساسي ډول د پرايويټ سيکټر يو نوښت دی ... چې د دواړه هيوادونو حکومتونو په دې کې مرسته کړې ده."
هغه وويل: "پاکستان او ازبکستان کولی شي چې په هغو سکټورونو کې، کوم چې د لوړې ودې امکان لري، د دوه اړخیزو همکاريو څخه د ګټه پورته کولو له لارې سوداګرۍ او سرمايه کارۍ ته وده ورکړي."
د مثال په توګه، پاکستان ازبکستان ته خوراک، کپړې، دوايانې، د جراحۍ او د سپورټ سامان برآمد کولی شي، په داسې حال کې چې پاکستان د ازبکستان نه معدنيات درآمد کولی شي.
بالاګمواله وويل: "زموږ جوړونکو له پکار ده چې په دې برخو کې په ازبکستان کې خپل يونټونه جوړ کړي چې د وسطي ايشيا په هيوادونو او د هغوی په نږدې ګاونډي هيوادونو کې په بازارونه قبضه وکړي."
دا کار به "د صادراتو بنسټ پراخه کړي."
هغه وويل، دواړه هېوادونه کولی شي چې د مختلفو صنعتي توکو د جوړولو لپاره ګډې پانګونې ته وده ورکړي. دا ډول محصولات د ازبکستان ګاونډي هيوادونو ته صادر کیدی شي، او يا پاکستان کولی شي چې دغه محصولات بېرته واخلي.
هغه وويل: "د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوه اړخيزه کلنيز تجارت حجم د ۴۰ ميليونه ډالره نه کم دی، خو د ودې لپاره د پام وړ امکانات شته."
بالاګمواله وویل، په ازبکستان کې د سوداګرۍ لګښت د پاکستان په پرتله ډير کم دی ځکه چې هلته کې د مالیې شرح او د بجلۍ او ګيس قميتونه نسبتاََ کم دي.
هغه وویل چې جغرافيايي ګټې هم شتون لري. ازبکستان د پنځو وچ غاړې هېوادونو -- قرغزستان، قازاقستان، ترکمانستان، تاجکستان او افغانستان -- سره ګډه پوله لري او له دې امله دا وسطي ايشيا، يورپي او روسي بازارونو ته لاس رسي ترلاسه کولی شي.
پاکستاني سوداګران، په ځانګړي توګه ښځینه سوداګران، په خصوصي توګه د ازبکستان لخوا د سوداګرۍ او سرمايه کارۍ په فرصتونو کې دلچسپي لري.
مهرين الهي، چې په کراچۍ کې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشره ده، پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ پلان لرو چې د ښځینه سوداګرانو پلاوي ازبکستان او د وسطي ايشيا نورو هیوادونو ته وليږو چې د قیمتي تولیداتو لپاره بازارونه په ګوته کړي."
هغې وويل، د چيمبر يو شمير غړي، چې د څرمنې، دستکارۍ او زيوراتو توليدات جوړوي، دلچسپي لري چې په ۲۰۱۸ کال کې ازبکستان او د وسطي ايشيا نورو هېوادونو ته د سوداګرۍ او صنایعو د خونې سوداګريز پلاوي سره يوځای شي.
هغې وويل، ښځينه سوداګران، چې د کپړې د صنعت سره تعلق لري، به د پلاوي سره لاړ شي چې په وسطي ايشيا کې د سوداګرۍ امکانات په ګوته کړي.
مهرین الهي، چې په تير وخت کې يې په مختلفو هيوادونو کې په نړيوال سوداګريز نمايشونو کې د ښځينه سوداګرانو په ګډون کولو کې مرسته کړې ده، وويل، وسطي ايشيا د پاکستان د قيمتي توليداتو د صادراتو لپاره د يو بازار په توګه خورا امکانات لري.
هغې وويل: "په راتلونکو څو مياشتو کې به ازبکستان او د سيمې نورو هېوادونو ته د ښځو د سوداګرۍ پلاوي د تلو لپاره انتظامات مکمل شي."
تبصره 💬