امنیت

په بلوچستان کې په زرګونو وسله وال تسلیم شول او هغوی وايي 'چې هغوی استعال کړی شوي ول'

د عبدل غني کاکړ لخوا

د ۳۰۰ نه زیات بلوچ وسله والو په کويټه کې د دسمبر په ۹ مه خپلې وسلې چارواکو ته وسپارلې. [عبدل غني کاکړ]

د ۳۰۰ نه زیات بلوچ وسله والو په کويټه کې د دسمبر په ۹ مه خپلې وسلې چارواکو ته وسپارلې. [عبدل غني کاکړ]

کويټه -- د پاکستان چارواکو د شنبې په ورځ (د دسمبر په ۹ مه) اعلان وکړو چې د مختلفو منع شویو ډلو د ۳۰۰ نه زیات وسله والو په کويټه کې په مراسمو کې خپلې وسلې چارواکو ته وسپارلې.

د بلوچستان صوبې وزير اعلی نواب ثناء الله خان زهري، د پاکستان د جنوبي پوځ کمانډ ستر مشر، لفټننټ جنرل عاصم سلیم باجوه او نور چارواکي په مراسمو کې موجود ول.

۳۱۳ پخواني وسله والو تاوتریخوالی پریښودو او ژمنه یې وکړه چې د سیاسي سیسټم سره به یوځای شي.

د بلوچستان صوبې د حکومت وياند، انورالحق کاکړ، پاکستان فارورډ ته وويل: "اوولس لوړ پوړو قوماندانانو چې د تېرو څو کلونو راهيسې په بلوچستان صوبه کې د سولې پر ضد فعاليتونو کې بوخت ول په هغو کسانو کې شامل ول کوم چې په قامي بهير کې شامل شول."

د پاکستان امنیتي ځواکونه د دسمبر په ۹ مه په کويټه کې د هغه وسلو معاينه کوي کومې چې د بلوچستان د آزادۍ پوځ، د بلوچستان د آزادۍ تنظيم او د بلوچستان جمهوري پوځ امنيتي ځواکونو ته سپارلې وې. [عبدل غني کاکړ]

د پاکستان امنیتي ځواکونه د دسمبر په ۹ مه په کويټه کې د هغه وسلو معاينه کوي کومې چې د بلوچستان د آزادۍ پوځ، د بلوچستان د آزادۍ تنظيم او د بلوچستان جمهوري پوځ امنيتي ځواکونو ته سپارلې وې. [عبدل غني کاکړ]

هغه وويل: "تسليم شوي وسله والو د منع شويو ډلو سره تعلق لرلو، چې په دې کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ، د بلوچستان د آزادۍ تنظيم او د بلوچستان جمهوري پوځ شامل دي."

د کاکړ له مخې، صوبايي حکومت به پخواني وسله والو ته د بیارغونې لپاره ټولې اړینې مرستې برابرې کړي، چې په دې کې به ټولټال مالي مرستې ۲۹.۷ ميليونه روپۍ ( ۰۰۰، ۲۸۱ امريکايي ډالره) شامل دي. د سوله ایز بلوچستان پيکيج لاندې، صوبايي حکومت ۳۰۰،۰۰۰ روپۍ ( ۲،۷۹۳ امريکايي ډالره) وسله والو ته ورکوي او لوړ پوړي کمانډرانو ته ۵۰۰،۰۰۰ روپۍ (۴،۶۵۵ امريکايي ډالره) ورکوي. سر بيره پر دې، حکومت به وسله والو ته او د هغوی کورنيو ته وړیا تعليم او روغتیایي خدمتونو برابر کړي.

کاکړ وويل: "موږ خوشحاله يو چې وسله وال اوس په صوبه کې ترهګري ردوي." "د وسله والو دا احساس د سولې د تل پاتې بهیر لپاره د دولت هڅې په ګوته کوي."

کاکړ وويل، د ۲،۰۰۰ نه زيات وسله وال د لسګونو کلیدي قوماندانانو په شمول د فبروري ۲۰۱۶ او دسمبر ۲۰۱۷ کال ترمنځ د صوبې په مختلفو برخو کې تسلیم شول.

د ملي امنیت په اړه به هیڅ ډول روغه جوړه ونه کړی شي

ظهري د مراسمو په جریان کې وویل: "موږ د جګړې په حالت کې یو، او دښمن د سولې د ګډوډولو او د دولت د ویشلو لپاره ټول ګامونه پورته کوي."

هغه وويل: "ترهګر زموږ ځوانان د پاکستان پر ضد فعاليتونو لپاره کاروي، او هغه کسان، چې د سولې پر ضد عناصرو په لاس کې لوبې کوي، اوس په جګړه کې خپل استحصال محسوسوي."

ظهري وویل: "تسلیم شوي کسان زما پيغام هغه وسله والو ته ورسوئ کوم چې په ترهګرۍ کې ښکيل دي، چې تاسو به هیڅ کله د دولت واکمنۍ ته په چيلنج ورکولو کې بريالي نه شئ."

هغه وويل: "وسله وال مخالفين د وسلو د سپارلو سربیره بله لاره نه لري، او موږ به هيڅکله په خپل ملي امنيت روغه جوړه ونه کړو." "دا د وسله والو لپاره سم وخت دی چې زمونږ د دښمن د ستراتیژیکي ګټو لپاره د دې جګړې په واقعیت غور وکړي کوم چې دوی زموږ په وړاندې پيل کړې ده."

'موږ په تیاره کې ساتل شوي وو'

فضل محمد، چې د چینا په نامه ياديږي او پخوانی لوړ پوړی قوماندان دی، وویل، چی هغه د تیرو ۱۱ کلونو راهيسې د "بلوچستان په نصیر آباد ډسټرکټ کې د دولت ضد او د سولی ضد په فعالیتونو کی په پراخه کچه ښکيل و."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ د دولت سره د جګړې په جریان کې په تياره کې ساتل شوي وو."

هغه وویل: "زما دا فيصله، چې تسلیم شم، په حقیقت پورې تړاو لري کوم چې ما د خپل هیواد ... د حقونو لپاره د جګړې په جريان کې ليدلی دی." "د بلوچستان جمهوري پوځ په پراخه کچه د بې ګناه خلکو په وژلو کې ښکیل دی."

هغه وويل: "موږ د خپلې اورپکۍ په اړه ټول حقيقتونه ترلاسه کړل، [او] له دې امله مونږ پرېکړه وکړه چې د تاوتريخوالي فعاليتونه پرېږدو." "موږ نه پوهيدو، چې هغه عناصر چې د بلوچستان جمهوري پوځ چلوي، موږ د شخصي ګټو لپاره کارولو او دا وروسته موږ ته په ډاګه شوه."

محمد وويل: "ما پريکړه کړې چې د پاکستان يو سوله ييز وګړی جوړ شم او زه به کوشش کوم چې د خپل هېواد په پرمختګ کې رول ولوبوم." "زه ډاډه یم، چې هغه کسان چې اوس هم په ترهګريز فعالیتونو کې ښکیل دي، په دې حقیقت به غور وکړي او د سولې ضد فعالیتونه به پریږدي."

'موږ د جنګي جرمونو او ترهګرۍ لپاره کارول شوي وو'

علي ګل، چې د فقير په نامه ياديږي او پخوانی کمانډر دی، وویل، هغه د خپلو مشرانو د ارادو نه خبر نه وو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "ما د تېرو اوه کلونو راهيسې د بلوچستان صوبې په هرنايي ډسټرکټ کې د منع شوي بلوچستان د آزادۍ د پوځ سره تعلق لرلو او زه ... د دولت پرضد په جګړه کې ښکيل وم."

هغه وويل: "ما پرېکړه وکړه چې د سولې او د بلوچيانو پر ضد د اجنډې له کبله د بلوچستان د آزادۍ پوځ پرېږدم." هغه زياته کړه، بي ايل ای "په پراخه توګه د بلوچيانو په وژلو کې لاس لري."

ګل وويل: "پخوا به وسله والو مونږ د خپلې ناپوهۍ له کبله د جنګي جرمونو لپاره کارولو." "خو اوس موږ پوهه شوي يو چې دوی به موږ د تروریزم لپاره کارولو."

د بلوچستان د آزادۍ تنظيم پخوانی ترهګر کوهدار بلوچ پاکستان فارورډ ته وویل: "موږ د بې ګناه خلکو په وژلو او انفراسټرکچر ته په زيان رسولو کې څه ګټه ترلاسه نه کړه." "له دې امله اوس به موږ د تاوتریخوالي رد کوو او د خپل هیواد او مظلوم ملت لپاره کار کوو."

هغه وويل: "زه له چارواکو څخه مننه کوم چې موږ ته يې موقعه راکړه چې د تاوتريخوالي فعاليتونه رد کړو." "بیلتون غوښتونکي ډلې د خپلو مشرانو د ګټې لپاره خپل خلک وژني."

د وسله والو لپاره يو ګوزار

ميجر (ريټايرډ) محمد عمر، چې په اسلام آباد کې د دفاعي چارو شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل: "وسله والو د بلوچستان د سیاسي اصلاحاتو پالیسۍ لاندې خپلې وسلې په ځمکه کيښودې. "زه هیله لرم چې دا به هغه نور وسله وال راجلب کړي کوم چې غواړي چې سوله ايز ژوند پيل کړي."

هغه وويل: "خلک په بلوچستان کې د راتلونکي په اړه اندېښمن دي ځکه چې يو شمېر کورنۍ د دې جګړې له امله د ستونزو سره مخامخ دي." "په لويه کچه د وسله والو تسلیم کيدل د هغو عناصرو لپاره یو لوی ګوزار دی کوم چې د ازادۍ په نوم جګړه کوي."

هغه وويل: "دولت بايد د ځوانانو لپاره د زيات فرصتونو (لکه) د روزګار او د خلکو لپاره د غوره فرصتونو برابرولو له لارې په بلوچستان کې د پرمختيا د پاليسۍ بيا کتنه وکړي."

هغه وويل، "د سولې ضد عناصر ځوانان په وسله واله مبارزه کې بوخت کوي، او د هغوی اجنډا د مظلوم او کم پرمختللې بلوچستان لپاره ده." "نو ځکه حکومت باید په صوبه کې د خلکو د مهمو اندیښنو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500