دین

د خیبرپښتونخوا چارواکي هیله مند دي چې د بودا د مجسمې موندل به مذهبي سیاحت ته وده ورکړی

د عديل سعيد لخوا

د خیبر پختونخواه په هري پور ډسټرکټ کې په نړۍ کې د بودا تر ټولو زړې مجسمې د مات شوي سر انځور. د لرغونپوهني پوهان وايي چې سر روغ دی او د مجسمې سره به بیا ونښلول شي. [د خيبر پښتونخوا د لرغونپوهني ریاست]

د خیبر پختونخواه په هري پور ډسټرکټ کې په نړۍ کې د بودا تر ټولو زړې مجسمې د مات شوي سر انځور. د لرغونپوهني پوهان وايي چې سر روغ دی او د مجسمې سره به بیا ونښلول شي. [د خيبر پښتونخوا د لرغونپوهني ریاست]

پیښور -- په خیبر پښتونخوا کې په نړۍ کې د بودا تر ټولو زړې مجسمې موندلو په سيمه کې د مذهبي سياحت د ودې -- او د اقتصادي ګټو -- لپاره هیلې رامنځته کړي دي.

د خيبر پښتونخوا د لرغونپوهني او موزيم رياست او د هزارې يونيورسټۍ د لرغونپوهني ریاست په دې وروستیو کې د هري پور ډسټرکټ په بهامالا کلي کې د ۱۴ مترو اوږد بودا، چې اوده دی، مجسمه موندلې ده. داسې مجسمې، چې د اوده بودا او یا د بودا د مرګ منظر په نامه هم پیژندل کیږي، د مرګ نه مخکې د هغه آخرنۍ بيماري په ګوته کوي.

چارواکو د نومبرپه ۱۵ مه تقريبا د ۱،۷۰۰ کالو زړې مجسمې د موندلو اعلان وکړو. دا مجسمه د کنجور کانړې نه جوړه شوې ده.

د خيبر پښتونخوا د لرغونپوهني او موزیم رياست ډايريکټر عبد الصمد وویل، "دا [مجسمه] د دریمې پیړۍ سره تعلق لري، چې له دې کبله دا په نړی کې د اوده بودا پاتې مجسمه ده."

په نړې کې د بودا تر ټولو نه د زړې مجسمې انځور چې په دې وروستیو کې په خیبر پختونخواه کې موندل شوې ده. [د خيبر پښتونخوا د لرغونپوهني ریاست]

په نړې کې د بودا تر ټولو نه د زړې مجسمې انځور چې په دې وروستیو کې په خیبر پختونخواه کې موندل شوې ده. [د خيبر پښتونخوا د لرغونپوهني ریاست]

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د اوده بودا د مجسمې د موندلو نه علاوه ... مونږ په دغه ځای کې د بودا د ۵۰۰ نه زيات شیان موندلي دي."

د بهامالا په کلي کې سټوپا د آثار قدیمې یو مقام دی چې د بھامالا بوديسټ کمپليکس په نامه هم ياديږي.

لرغونپوهانو دغه ځای په ۱۹۲۹ کې موندلی و. د کيندلو کار تقریباً ۸۸ کاله وروسته پیل شو، چې دا اوسني شيان په کې وموندل شول.

د يو شمير کلتورونو مرکز

نوازالدين، چې د خیبرپښتونخوا په لرغونپوهنې او موزیم ریاست کې څیړنیز افسر او فوکل پرسن دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا د بودا ترټولو لویه مجسمه ده چې کيندل شوې ده."

هغه وويل، دا مجسمه به د خیبرپښتونخوا د لرغونپوهني په توګه اهمیت روښانه کړي او د نړیوالو سیلانیانو، په ځانګړې توګه د بودیستانو، پام به ځانته راجلب کړي.

هغه وويل، "خيبر پښتونخوا، چې د بودیزم او هندويزم زيات شمير لرغوني او مقدس ځایونه لري، د یو شمير کلتوورونو مرکز پاتې شوی دی."

نواز الدین وویل: "دا صوبه د زيات لرغوني ځایونو له امله د مذهبي سیاحت لپاره خورا لوی امکانات لري."

هغه وويل، د پېښور موزیم د لرغوني توکو او مجسمو د ښودلو له کبله مشهور دی او دا د زيږيدو نه تر مرګه پورې د بودا د ژوند کیسې وړاندې کوي.

نواز الدين وویل، چې د قانون او نظم د ښه والي او د اورپکۍ د کميدو له کبله، په خیبرپښتونخوا کې د سیلانيانو شمیر زیاتيږي. هغه زياته کړه چې د سیاحت سکتور ته د زياتې ودې ورکولو ضرورت دی.

هغه وويل، "د تیرو څو کالو راهیسې، د سری لنکا راهبان د می په مياشت کې په دوامداره توګه په تخت بهای کې د بودا د آثارو لیدنه کوي او د کلنيز ويسک جشن [د بودا د زيږديو ورځ لمانځل] په موقع مذهبي رسومات ترسره کوي."

سيلانيان راجلب کول

عمران خان، چې د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ چيرمين دی، په بهامالا کې په يو نيوز کانفرنس کې د نومبر په ۱۵ مه وويل، سوله بیرته راستانه شوې او نړیوال سیلانیان د پاکستان د ښکلو او لرغوني ځایونو ليدنه کوي.

هغه وويل، "د لرغوني او تاريخي ځایونو بیا رغونه او مرمت کول سياحت ته په وده ورکولو او د بهرني سیلانیانو په راجلب کولو کې مرسته کولی شي."

خان وويل: "د سولې د بيا بحالۍ له امله سياحت وده کړې ده، ځکه چې زيات شمير بهرني سيلانيان پاکستان، په ځانګړي توګه خيبرپښتونخوا، ته راځي چې ښکلي او تاريخي ځايونه وګوري."

د خیبر پښتونخوا چيف سيکريټري اعظم خان د نومبر په ۱۵ مه په هري پور کې میلمنو ته وويل، د خیبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې د لرغونو ځايونو د ساتنې او ساتلو لپاره جدي ګامونه اخیستي دي. د سري لنکا، آسټريليا، جنوبي کوریا او موریتانیا استازو په دې غونډه کې ګډون وکړو.

خان وويل، د کيندلو کار د صوابۍ، مردان، بنو او پيښور په ګډون په مختلفو ډسټرکټونو کې روان دی چې د آثار قدیمې سياحت ته وده ورکړي او سيلانيان راجلب کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500