ټولنه

د خیبرپښتونخوا حکومت د مياشتنۍ وظيفې له لارې د سیمه ایزو فنکارانو ملاتړ کوي

د سيد انصار عباس لخوا

يو فنکار په تیره جنورۍ کې په پيښور کې 'د چترال د کلتور او موسیقۍ شپه' په اړه په يو محفل کې سندره وايي. د خیبرپښتونخوا حکومت د دې پروګرام انتظام کړی و. [سید انصار عباس]

يو فنکار په تیره جنورۍ کې په پيښور کې 'د چترال د کلتور او موسیقۍ شپه' په اړه په يو محفل کې سندره وايي. د خیبرپښتونخوا حکومت د دې پروګرام انتظام کړی و. [سید انصار عباس]

پیښور -- چارواکي وايي چې د خیبر پښتونخواه حکومت کار کوي چې په صوبه کې کلتوري فعالیتونه بیا بحال کړي او د هغه سیمه ییزو فنکارانو سره مرسته وکړي کوم چې د ترهګرۍ له امله اغیزمن شوي دي.

د خیبرپښتونخوا د کلتور رياست به د دویم کال د ثقافت ژوندي امین ایوارډونو د برخې په توګه فنکارانو ته هره مياشت وظيفې ورکوي. حکومت د دې پروجيکټ لپاره ۱۴۸ ميليونه روپۍ (۱.۴ ميليونه امريکايي ډالره) مختص کړي دي، چې په دې کې ۵ ملیونه روپۍ (۵۰،۰۰۰ ملیونه امريکايي ډالره) د کتابونو د چاپولو لپاره دي.

چارواکو د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۷ مه) د درخواستونو غوښتنه وکړه، چې له هغې وروسته به د مختلفو فنکارانو ۲۰ کسيزه کميټي د نهو مياشتو لپاره هره مياشت د ۳۰،۰۰۰ روپو ( ۳۰۰ امريکايي ډالره) وظيفې ترلاسه کولو لپاره د ۵۰۰ نورو کسانو، -- د لیکوالو، فنکارانو، سندرغاړو، شاعرانو، انځورګرانو، موسیقارانو او نورو په شمول -- انتخاب وکړي.

پاتې فنډونه به د انتخاب کمیټۍ او د اعلاناتو د لګښتونو لپاره استعال کړی شي.

تمه کیږي چې د انتخاب کمیټي به تقريبا په یوه میاشتې کې خپلې پریکړې وکړي.

اجمل خان، چې د خيبر پښتونخوا د کلتور ډیپارټمنټ مشر دی، وويل، دا وظيفه به د ترهګرۍ لخوا په ځپل شوي صوبه کې کلتور ته په وده ورکولو کې رول ولوبوي.

د خیبرپښتونخوا حکومت پریکړه وکړه چې دا پروجيکټ د دویم کال لپاره جاري وساتي ځکه چې ډیر شمیر فنکاران د مالي مرستو لپاره د کلتور رياست ته راغلي ول.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ نه غواړو چې فنکاران دي غريب وي، خو ... موږ به هغو کسانو باندې تمرکز کوو کومو چې په خپلو برخو کې ښه کار ترسره کړی دی."

هغه وويل، سربېره پر دې، د خیبرپښتونخوا حکومت غواړي چې د فنکارانو، لیکوالانو او کارپوهانو د فلاح او بهبود لپاره د وظيفې انتظام وکړي او په پېښور کې په نشتر هال کې دايمي آرټ ګيلري جوړه کړي.

خیبرپښتونخوا ته فنکاران بیرته راوستل

د کلتور رياست اسټنټ ډايريکټر، ریاض خان، وویل، پخوا به په دې صوبه کې فنکاران "په دوامداره توګه د وسله والو د ګواښ سره مخامخ ول."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د ترهګرۍ په دور کې، فنکاران په سیمه کې مجبور ول چې خپل مسلک پریږدي." هغه زياته کړه، "په دوی کې ډير د هیواد نورو برخو ته منتقل شول، چې د هغوی مسلک او د آمدنۍ سرچينۍ ته یې زيات زيان ورسولو."

هغه وويل، "د خیبرپښتونخوا حکومت ژمن دی چې د هغوی د وړتیا د بیا رغونې له لارې بیرته د هغوی په ژوند کې خندا راولي. د دې موخه د فنکارانو سره د مرستې له لارې د هغوی ژوند ښه کول دي."

خان وویل چې د خیبرپښتونخوا حکومت دا پروجيکټ پیل کړو چې فنکارانو ته باج ورکړي او فن او کلتور ته وده ورکړي.

لايق زاده لایق، چې په ريډيو پاکستان پیښور کې ريجنل ډايريکټر دی او د تیر کال د انتخاباتو د کمیټۍ غړی دی، وویل، ډیر شمیر فنکارانو د حکومت د دې نوښت نه ګټه پورته کړې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پکار ده چې دا ځل پخواني ګټه اخیستونکو ته وظيفې ور نه کړی شي او نوي لاسته راوړونکو ته د دې وظيفو ترلاسه کولو موقعه ورکړی شي."

د مرستې ستاینه

فنکارانو او فرهنګي مشرانو په صوبه کې کلتور ته په وده ورکولو کې د حکومت د هڅو ستاينه وکړه.

نجيب الله انجم، چې په پیښور کې د اردو، پښتو او هندکو ډرامه نګار دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "فنکاران د ټولنې ډیره نظر اندازه شوي برخه ده، او د وظيفې ورکولو نوښت د دوهم کال لپاره جاري ساتل د ستاينې وړ دی."

هغه وویل: "د وظيفو جاري ساتلو لپاره د حکومت پريکړه به فنکاران وهڅوي چې ښه کار وکړي."

اباسين يوسفزۍ، چې په پيښور کې د پښتو ژبې يو شاعر دی، هم د حکومت د وظيفې د پروګرام ستاينه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "فنکاران تل ټولنه خوشحاله ساتي، ځکه چې دوی د خلکو رايې جوړوي او یوې ښه او زغم لرونکې ټولنې ته وده ورکوي."

هغه وويل: "کله چې فنکاران د مالي اندېښنو آزاد وي، نو هغوى له ازاد ذهن سره کار کولی شي -- د هغو تخليقيت وده کوي، هغوى کولى شي چې په ټولنه کې د نفرت کوونکو او افراطيانو سره مبارزه وکړي او د متوازن ټولنې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډير دستائنې وړه کار دى خو بايد چې نظر اندازي پکې ونشي دې سره به ادب او ثقافت وده ومومي او دا اولس به د خپلو فنکارانو نه محرومه نه شي ستاسو د دې ليک هم ستائنه چې که چرې کم ملګري خبر نۀ وي هغوي به خبر شي او د خپل حق غوښتنه به وکړي مننه بريالي وسئ

ځواب

زه د خيبر پختونخوا د حکومت مننه کوم،چه د ليکوالانو و د فن د هنر لرونکو خلقو سره داسي مرستي کوي؛مه د 450 نه زيات کسټونو تا ولسي شاعري کړي ده،،مختلف ايوارډونه مي اخيستي؛2 مي دشاعرى کتابونه ليکلي؛ټول هرځه په GOOGLE.,YOUTUBE کي شته،د کرمي نه د له بده مرغه د ترهګرى د پيښو له وجي کواټ تا راغلي يو ،کورونه مو وران دي،تير کال مه هم درحواست جمع کړى وو،هيڅ ونه شول،،اس مي بيا جمع کړو،،دلته د قابليت و د خدمت خبره ډيره کمه ده،دلته هرڅه په تعلق باندي کيږي؛ډيرو داسي خلقو تا پيسي ورکول کيږي چه،،ښه مالدار هنر مند يا شاعر وي؛يا ي صرف يو څو غزل ليکلي وي؛زما مشهوري سندري؛؛رانه مه غواړه د سرو زرو پيزوان،،،2,،خانه که تا تا ماڼۍ لوړي ښي دي؛وغيره،

ځواب