تروريزم

د پېښور پولیسو په زرعي روزنیز انسټیټوټ باندې د طالبانو برید په چټکۍ سره ختم کړو

د عبدل ناصر خان لخوا

طالبانو وسله والو د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په لومړۍ نيټه په پیښور کې په زرعي روزنيز انسټیټیوټ باندې برید وکړو چې د پنځو ځانمرګي بريد کوونکو په شمول ۱۴ کسان په کې ووژل شول او لږ تر لږه ۳۰ نور په کې ټپیان شول. [افتاب احمد/ ای ايف پي ټي وي/ ای ايف پي]

پېښور -- چارواکو وويل، نهه کسان هغه وخت وژل شول او له ۳۰ څخه زیات ژوبل شول کله چې په برقعو کې طالبانو وسله والو د جمعې په ورځ (د دسمبر په لومړۍ نيټه) په پیښور کې د زراعت په روزنیز انسټیټیوټ برید وکړو، په داسی حال کې چې پاکستان د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د زيږيدلو ورځ لمانځله.

د پولیسو له مخې، پنځو وسله والو مخکې له دې، چې انسټيټوټ ته داخل شي او د طالب علمانو هاسټل په نښه کړي، د انسټیټیوټ دروازو ته نږدې ډزې پيل کړې او یو ساتونکی يې ووژلو او بل یې ټپي کړو.

د خیبر پښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود په پیښور کې په یو نيوز کانفرنس کې وویل: "ترهګر چې بورقعې یې اغوستې وې په رکشه کې ... سهار وختي ... راغلل او ودانۍ ته داخل شول."

محسود وويل، "دغه ټولو ترهګرو ځان وژونکي واسکټونه اغوستې ول، خو هغوی ځان ته د چاودنې ورکولو نه مخکې ووژل شول." هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونو د پيښې ځای ته "په دريو منټو کې" راغلل.

د بیړنیو عملیاتو پرسونلو د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په لومړۍ نيټه په پيښور کې په زرعي روزنيز انسټيټيوټ باندې د طالبانو وسله والو د بريد نه وروسته ژوبل شوي کسان ځايي هسپتالونو ته واستول، په داسې حال کې چې هيواد د پيغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د زيږيدلو ورځ لمانځله. ایس ایس پی (آپريشنز) سجاد خان خبریالانو ته د امنیتي عملیاتو تفصیل ورکوي. [محمد آهل]

يو پاکستانی پولیس د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په لومړۍ نيټه په پیښور کې د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو د بريد نه وروسته د زرعي روزنيز انسټیټیوټ معاينه کوي، په داسې حال کې چې پاکستان د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د زيږيدلو ورځ لمانځله. [عبدل محيد/ ای ايف پي]

يو پاکستانی پولیس د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په لومړۍ نيټه په پیښور کې د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو د بريد نه وروسته د زرعي روزنيز انسټیټیوټ معاينه کوي، په داسې حال کې چې پاکستان د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د زيږيدلو ورځ لمانځله. [عبدل محيد/ ای ايف پي]

د بیړنيو عملياتو پرسونل منډې وهي چې د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په لومړۍ نيټه په پیښور کې په زرعي روزنيز انسټیټیوټ باندې د برید له کبله د ځپل شوي کسانو سره مرسته وکړي. [محمد آهل]

د بیړنيو عملياتو پرسونل منډې وهي چې د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په لومړۍ نيټه په پیښور کې په زرعي روزنيز انسټیټیوټ باندې د برید له کبله د ځپل شوي کسانو سره مرسته وکړي. [محمد آهل]

د پولیسو له مخې، وسله والو شپږ زده کونکي، یو امنیتي ساتونکی او دوه ملکي وګړي ووژل.

په ښار کې د دوو هسپتالونو ښځینه وياندو تایید وکړو چې دوی ټول نهه تنه مړي او ۳۸ ټپیان شوي کسان ترلاسه کړي دي. په ژوبل شوي کسانو کې د يو شمير کسانو حالت ښه نه دی.

د خیبر ټچنګ هسپتال ميډیکل ډايريکټر روح المقیم خبریالانو ته وویل: "موږ د درې لاشونو په شمول ۱۹ کسان ترلاسه کړل." "په دې کې يو شمير طالب علمان ول چې د ګولو له کبله ژوبل شوي ول. ځینې کسانو د خپل ځان بچ کولو لپاره د ودانۍ نه رادانګلي ول."

د پولیسو چټک فعاليت

د پولیسو سينير سپرنټنډنټ (آپريشنز) سجاد خان وویل چی ټول پنځه ځان وژونکي بمباران ووژل شول او د پولیسو د چټک غبرګون له کبله د مرګ ژوبلې شميره کمه شوه.

عالمګير خان، چې د پیښور پریس کلب صدر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، چې امنيتي ځواکونو، چې برید کوونکي يې ووژل، یقینا احتمالي زیان کم کړو ځکه چې وسله والو "يو شمير وسلې، مهمات، لاسي بمونه او چاودیدونکي توکي" لرلې.

هغه وويل، که چېرې پوليسو بريد کوونکي مخکې له دې نه وې وژلې چې هغوی خپلو ځانمرګي واسکټونو ته چاودنه ورکړې وې، نو ډير زيان به رامنځته شوی و.

په اسلام آباد کې يو ژورناليست، حسن خان، په يو ټويټ کې وويل، "ډير ښه، د خیبر پښتونخوا پولیسو" "زه په پولیسو او امنیتي ځواکونو فخر کوم."

'د وینې سيلاب'

نور ولي، په دغه انسټيټوټ کې د ۱۹ کالو زده کوونکی، د دغې ډاروونکی پيښې معلومات ورکوي چې هغه وخت پيل شوه کله چې هغه د ډزو له امله د خوب نه راپاسيدو.

هغه وویل: "ما دروازې ته منډه کړه او ما وليدل چې زما د کمرې د ملګري، چې د کمرې نه بهر ولاړ و، د اوږې نه د وینی سيلاب روان و."

هغه او یو بل زده کوونکی د هغه سره د مرستې لپاره راغې او مخکې له دې چې امنيتي ځواکونه هغوی بچ کړي، هغوی تقريبا د يوې ګهنټې لپاره د وسله والو نه پټ پاتې شول.

هغه وويل: "بل زده کونکي د وينې د ودرولو لپاره د هغه په زخم خپل لاسونه کيښودل او ما د هغه په خوله لاس کيښودو چې هغه چيغې ونه وهي."

"موږ په کمره کې دننه پناه واخیستله او ژوبل شوي زده کونکې ته مو سوال کولو چې هیڅ ډول غږ ونه کړي ځکه چې ترهګر به د هغه غږ واوري او موږ به ووژني."

عالمګیر خان، چې په ۲۴ نیوز کې کار کوي، پاکستان فارورډ ته وویل، د ۲۴ نيوز د يو خبريال، ريحان يوسفزۍ، "پښه په یوې ګولۍ لګيدلي ده."

یوسفزۍ د خپل زخم په اړه پاکستان فارورډ ته وویل، "د الله تعالی ډير شکر دی چې دا زخم ډير جدي نه دی."

تروریزم، افراطیت او کفر

په روزنيز مرکز باند د بريد په دوران کې، د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني ای ايف پي ته په تلیفون باندې د برید مسوولیت په غاړه واخیستو.

هغه د پاکستان د استخباراتو ادارې ته په اشاره سره وويل، "زموږ مجاهدينو په ودانۍ بريد کړی دی ځکه چې دا د آی ايس آی د دفتر په توګه کارول کيږي."

سیاسي او مذهبي شخصیتونو د دې بريد په پراخه توګه غندنه وکړه.

د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي رسنيو ته په يو بيان کې وويل، "د پيغمبر محمد (ص) د زيږيدلو کليزې په مبارکه ورځ د دې بريد په کلکه غندنه کيږي؛ خو ملت په کلکه د ترهګرۍ او افراطيت پر وړاندې ولاړ دى."

ديني عالم طاهر القادري وويل: "ترهګرو د پيغمبر محمد (ص) د زېږېدلو د کليزې په موقع معصومان زدکوونکي په نښه کړل." "[دوی] د هیڅ رعايت مستحق نه دي او باید دوی ته سزا ورکړی شي"

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر ښه

ځواب