امنیت

باجوه د سولې د خوندي کولو لپاره د پوځونو او علماو د هڅو ستاینه کوي

د محمد آهل لخوا

د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه د نومبر په ۲۹ مه په باجوړ ایجنسۍ کې د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د سرتیرو سره لیدنه کوي. [د پوځ دعامه اړيکو دفتر]

د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه د نومبر په ۲۹ مه په باجوړ ایجنسۍ کې د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د سرتیرو سره لیدنه کوي. [د پوځ دعامه اړيکو دفتر]

پیښور -- د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۹ مه) د سرحدي پوځونو او علماو سره لیدنه وکړه. دا يو روښانه پیغام ورکوي چې په پاکستان کې د تروریزم او د هغې د ملاتړو لپاره هیڅ ځای نشته.

باجوه په پيښور کې له علماو او قبایلي مشرانو سره د خبرو کولو په وخت وويل، "پاکستان د مذهبي، ولايتي، قبایلي، ژبې، قومي، فرقه يي او يا د بل څه شناخت نه بغیر د ټولو پاکستانيانو دی، او د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د علماو او قبایلي مشرانو رول د ستاينې وړ دی."

د فاټا او خيبر پښتونخواه څخه قبايلي مشرانو د تروريزم غندنه وکړه او ژمنه يې وکړه چې په پاکستان کې د سولې او ټيکاو د راوستلو لپاره د امنيتي ځواکونو سره به په دوامدار توګه ملاتړ وکړي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو شنونکي، لفټننټ جنرال (ريټايرډ) امجد شعيب، وویل، دیني عالمانو تل د دين په اړه د منفي فلسفې، چې د يو څو افراطي عناصرو لخوا کارول کيږي، په مخنيوي کې ډيره زياته مرسته کړې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د دوی سره دوامداره اړیکه به يقيناً ډیره ګټوره وي."

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پيښور کې د فاټا پخوانی امنيتي سيکريټری دی، وویل، "د علماو سره دوامداره همکاري" به د پاکستان - افغانستان سیمې خوندي کړي."

هغه وويل: "افغانستان بايد د سختې پولې امنيت ټينګ کړي او د -- تلپاتې سولې لپاره په کور کې د افراطي ليوالتيا سره مبارزه پياوړي کړي -- چې دا د پاکستان او افغانستان لپاره اړينه ده."

د پولې سخت امنیت

د دغه ورځ په لومړيو کې، باجوه په باجوړ ایجنسۍ کې د پاکستان او افغانستان د پولې ليدنه وکړه او هلته کې يې د ترهګرو د نفوذ د مخنيوي لپاره د وسله والو ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه.

هغه په پوله باندې د باړ لګولو، د پولې په اوږدو کې د نویو قلعه ګانو او پوسټونو جوړولو او د سیمه ییزو خلکو لپاره په پوله باندې د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د نوي دروازو جوړولو د پرمختګ ستاینه وکړه.

د امنیتي شنونکو په وینا، د سرحدي پولې سخت مدیریت د پاکستان په خاوره کې د تروریستي پیښو شميره کمه کړې ده، ځکه چې اوس ترهګر توان نه لري چې د تیرو وختونو په شان وتښتي او د پولې نه تير شي.

په پیښور کې د امنیت او دفاع شنونکي، میجر جنرال (ریټايرډ) اعجاز اعوان، وویل، دا کريډيټ باجوه ته ځي ځکه چې هغه په سرحدي امنیت باندې تمرکز کړی دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "وسله والو به د پاکستان او افغانستان تر منځ تګ راتګ کولو ځکه چې دواړه هيوادونو د هغوی تعقيب کولو. "خو اوس، ګډ دښمن ته د ماتې ورکولو لپاره ډيره همغږي شتون لري."

هغه وويل، سربېره پر دې، د باجوه لخوا د افغانستان او پاکستان په اوږدو کې د پولې څخه ليدنه تل د سرتیرو مورال پیاوړي کوي.

په اسلام آباد کې د خپرونې خبریال ارشد شریف موافقه وکړه چې د پولې سخت کنټرول ګټې رامنځته کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "د پولې څارنه او د پاکستان د حکومت لخوا اقداماتو، چې پولې ته باړ ولګوي او د غیر قانوني تګ راتګ مخه ونيسي، ... ترهګريزي ډلې کمذوري کړي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مهرباني وکړئ! د شام لپاره هم څه کول پکار دي.

ځواب