امنیت

د خیبرپښتونخوا د پولیسو د ژوبل افسرانو د خپلې دندې سره د مينې لرلو له کبله ستاینه کيږي

د جاويد خان لخوا

د خیبر پښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۲۸ مه په پيښور کې حيات آباد هسپتال ته لاړو چې د پوليسو د هغه افسر سره ليدنه وکړي کوم چې په پيښور کې د نومبر په ۲۴ مه په يو وژونکي بريد کې ټپي شوی و. [د خيبر پښتونخوا پولیس]

پیښور -- د خیبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود او د مرکزي ښار د پولیسو افسر (سی سی پی او) محمد طاهر د سه شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۸ مه) د هغه پوليسو افسرانو سره ليدنه وکړه کوم چې تيره هفته په پیښور کې په يو ځانمرګي برید کې ټپیان شوي ول. هغوی د دوی د ژمنتيا او زړورتيا ستاينه وکړه.

دا برید د نومبر په ۲۴ مه د پېښور په سویل لویدیځ سيمه حیات آباد کې وشو. یو ځانمرګی برید د ايډيشنل انسپکټر جنرل اشرف نور ګاډی په نښه کړو چې هغه يې ووژلو او اووه نور پولیس یې ټپیان کړل.

محسود او طاهر په حيات آباد کې په يو هسپتال کې د ساتونکي روح الله او نورو ژوبل شوي افسرانو سره ليدنه وکړه. روح الله په دغه برید کې سخت ټپي شوی و.

محسود پاکستان فارورډ ته وويل، "[روح الله] په دغه بمي چاودنه کې ټپی شوی، ژوبل شوی او سوځيدلی و. هغه په آی سي يو کې د بستر نه خپل انسپکټر جنرل ته سلوټ وکړو او د یو سرتیري په توګه يې خپله ژمنه څرګنده کړه." "دا د تروریزم او جرمونو په وړاندې د خیبر پښتونخوا د پولیسو جذبه ده."

د خیبر پښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود د نومبر په ۲۸ مه (د سه شنبې په ورځ) په حيات آباد کې په يو هسپتال کې د ټپي شوي پوليسو تپوس کوي. [د خيبر پښتونخوا پولیس]

د خیبر پښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود د نومبر په ۲۸ مه (د سه شنبې په ورځ) په حيات آباد کې په يو هسپتال کې د ټپي شوي پوليسو تپوس کوي. [د خيبر پښتونخوا پولیس]

دواړو مشرانو د کورنۍ غړو ته وویل چې د پولیسو ځواک به د دوی د علاج لګښتونه برداشت کوي.

محسود وویل، روح الله د "خیبرپښتونخوا د زرګونو نورو کسانو په څیر د سولې بیا بحالۍ لپاره" خپله ژمنه څرګنده کړه. هغه زیاته کړه چې هغه د مزاح، همکارۍ او د دندې د احساس لرلو له کبله په ځواک کې مشهور دی.

طاهر پاکستان ته وویل چې د ژوبل افسر لخوا آی جي پي ته سلوټ کول دا څرګنده کړه چې کله ښه شي نو هغه چمتو دی چې بیرته خپله دنده پيل کړي.

يو شمير کسانو وروسته له هغې د هسپتال د وزټ ويډيو په سوشل ميډيا باندې شير کړه کله چې دا ميډيا خپره کړه. دا ويډيو د خیبرپښتونخوا د پولیسو د فېسبوک پيج نه يوازې ۸،۰۰۰ ځله شير کړی شوي ده.

د فيسبوک يوې کارونکي رابیعه مفتي وویل: "موږ د یو ملت په توګه د دې ټولو زړورو کسانو احسان مند يو کوم چې زمونږ لپاره قربانۍ ورکوي. الله دې هغه ژر ښه کړي."

یو بل کارونکي محمد عزير خان وویل: "زه په دې سرتیري او د هغه په کورنۍ په ريښتيا سره خفه يم، خو د هغه زړورتيا او د پولیسو انسپکټر جنرل ته سلوټ کوم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500