زده کړه

د خيبر پښتونخوا حکومت د مدرسو رجسټریشن پيل کړو

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د مدرسې زده کونکي په کراچۍ کې د اپریل په ۳۰ مه د پاکستان په يوه لويه اسلامي مدرسه جامعه بنوريه کې امتحان ورکوي. [آصف حسن/ اې ايف پي]

د مدرسې زده کونکي په کراچۍ کې د اپریل په ۳۰ مه د پاکستان په يوه لويه اسلامي مدرسه جامعه بنوريه کې امتحان ورکوي. [آصف حسن/ اې ايف پي]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه حکومت د دیني مدرسو رجسټريشن پیل کړی دی چې زده کونکي د افراطيت په لاس د ورتلو نه منع کړي.

د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان پاکستان فارورډ ته وویل، "د دې نوښت موخه د هغه ترهګرو د شتون مخه نیول دي کوم چې غواړي چې مدرسې د ترهګريزو فعاليتونو لپاره استمال کړي." په تیرو کې، شرپسندو د دیني سکولونو غلط استعمال کړی دی او زده کوونکي یې افراطيت ته راړولي دي."

د مدرسو د ښوونکو، زده کونکو او حسابونو په اړه دقیق معلومات راټولولو لپاره، د صوبې ۳،۰۲۸ مدرسو له پکار دي چې د تعليمي بورډونو سره رجسټريشن وکړي.

هغه وويل، دا پریکړه د سپتمبر په مياشت کې د فدرالي حکومت لخوا صوبايي حکومتونو ته د لارښوونې پيروي کوي چې مدرسې منظم کړي.

فرمان وويل: "ټولې ديني مدرسې د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره همکاري کوي، او د هغوى زده کونکي د ديني درسونو سره جديد تعليم هم ترلاسه کوي."

د خیبرپښتونخوا د ابتدايي او ثانوي تعليم ډیپارټمنټ د اکتوبر په ۲۷ مه په صوبه کې د منځني او ثانوي زده کړو اوو بورډونو ته لارښوونې جاري کړي دي چې په خپلو سيمو کې مدرسې رجسټر کړي او د پروسې په اړه پرمختګونه د خیبرپښتونخوا حکومت سره هره هفته شريک کړي.

تراوسه پورې، بورډونو مدرسو ته د رجسټريشن فورمې ورکړي دي او د سکولونو غبرګون ته انتظار کوي.

پخوا، د خیبرپښتونخوا د صنایعو او ټولنيزو چارو وزارت په صوبه کې د مدرسو د رجسټريشن لپاره مسؤلیت لرلو، خو اوس هم ډیر شمیر غير رجسټر شوي مدرسې فعالیت کوي.

په پیښور کې د امنیت شنونکي خادم حسین پاکستان فارورډ ته وویل، رجسټرين به "د زده کوونکو لپاره قانوني چاپیریال برابر کړي." هغه زياته کړه، "مخکې به، هيچا د [غیرقانوني] عملیاتو مخنیوی نه کولو، نو ځکه د دې موسسو غلط استعمال وکړی شو."

د ترهګریزو اړیکو مخنیوی کول

محمد سهيل، چې په بنو کې د منځني او ثانوي زده کړو د بورډ چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، چې بورډ د دیني سکولونو یا مدرسو د رجسټريشن لپاره د ۱۱ پانړو يو فارم ترلاسه کړی دی.

د سهيل له مخې، د دې پروسې د ترسره کولو لپاره به مدرسې ژمنه کوي چې هغه تعليم به نه ورکوي کوم چې د اورپکۍ، ترهګرۍ، د دولت ضد فعالیتونو یا د فرقه واريت حوصله افزايي کوي، او دوی به دا اجازه ورکوي چې هر کال به د حکومت يو مشهور اکاونټنټ د هغوی د اکاونټونو پلټنه کوي.

هغه وويل: "ټول ديني مدرسې به [يو لاسليک شوې اعلاميه] ورکړي چې دوی د منع شوي سازمانونو سره اړيکې نه لري" او ژمنه به وکړي چې دوی به په راتلونکې کې له هغوی سره نوي اړيکې ونه نيسي.

هغه وويل، که چيرې حکومت وغواړي، نو سکولونه به د ځايي او بهرني ښوونکو، نورو کارمندانو، او زده کوونکو په اړه معلومات او نور اړین معلومات ورکوي.

سهيل وويل: "کله چې رجسټرين مکمل شي، نو حکومت به په مدرسو کې د زده کونکو دقيق شمېره ترلاسه کړي او د هغه موادو په اړه به پوهه شي کوم چې هلته کې ښودل کيږي."

د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير عاطف خان وويل، د مدرسو د مالي حالت په اړه معلومات ترلاسه کولو وروسته به د خيبرپښتونخوا حکومت فنډونه جاري کړي چې مدرسو ته اضافي سرچينې، د څښاک اوبه، او بجلي چمتو کړي او د غسل خانو د جوړولو لګښت به برداشت کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د خیبرپښتونخوا حکومت موږ ته ډاډ راکړی چې رجسټريشن به زده کونکو او ښوونکو ته یو شان ګټه ورکړي."

مدرسې همکاري کوي

ډاکټر فضل رحمان، چې په پیښور کې د منځني او ثانوي زده کړو د بورډ چيرمين دی، وويل، د مختلفو مکتبه فکر د مدرسو استازانو د خپلو ادارو د رجسټر کولو لپاره موافقه کړې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دیني مدرسې چمتو دي چې د ديني زده کړو سره خپلو زده کوونکو ته عصري زده کړې هم ورکړي." "موږ د رجسټريشن د پروسې په اړه د هغوی اندېښنې لرې کړي دي."

مولانه احسان علي، چې په مردان کې په يوې ديني مدرسه کې استاد دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "زموږ اکثر غندنه شوي ده چې مونږ تروریزم ته وده ورکوو، خو دا ريښتيا نه دي." "د حکومت سره رجسټريشن کول به زموږ د لارو چارو اصلاح وکړي، او هغه کسان به راښکاره شي کوم چې په ترهګریز فعالیتونو کې لاس لري."

مولانا حسین احمد، چې د وفاق المدارس ال عربیه، چې اسلامي مدرسو يو فيډريشن دی، صوبايي سيکريټری دی، وويل، چې هغه د حکومت له دې نوښت سره موافقه کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا ښه خبره ده چې زمونږ مدرسې د تعليمي ډیپارټمنټ سره ثبت شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير خوشحاله شوم چې دا مې ووريدل! د یو اړوند بالغ کس څخه يو درخواست. تاسو دا هم يقيني کړئ چې ملان کوچني هلکان ونه وهي؟ مهرباني وکړئ، په ټول پاکستان کې دا يقيني کړئ!! یوه غمژنه ویډیو مې وکتله.جزاک الله

ځواب