تروريزم

داعش او طالبانو یو د بل پر ضد په افغانستان کې'جهاد' اعلان کړ

د سلیمان راپور

دوه وسله وال سړي، چې د راپورونو له مخې طالب یاغیان دي،‌ د اکتوبر په ۱۷مه د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش غړو سره له جنګ کولو څخه وروسته له سیمې څخه پښې وباسي. د داعش او طالبانو تر منځ وروستیو نښتو سلګونه ملکي خلک هم دې ته مجبور کړي چې خپل کورونه پرېږدي. [خالد زېری]

دوه وسله وال سړي، چې د راپورونو له مخې طالب یاغیان دي،‌ د اکتوبر په ۱۷مه د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د داعش غړو سره له جنګ کولو څخه وروسته له سیمې څخه پښې وباسي. د داعش او طالبانو تر منځ وروستیو نښتو سلګونه ملکي خلک هم دې ته مجبور کړي چې خپل کورونه پرېږدي. [خالد زېری]

کابل -- ځایي چارواکي او اوسېدونکي وایي، چې د طالبانو او داعش تر منځ ډېرېدونکیو اختلافاتود افغانستان په جوزجان او ننګرهار ولایتونو کې سختې جګړې رامنځته کړي، چې په نتیجه کې یې سلګونو خلکو ته تلفات اوښتي او ملکي خلک بې ځایه شوي دي.

د یادو دوه اورپکو ډلو تر منځ اړیکې په وروستیو کې ډېرې ترخې شوي دي.

د درزاب ولسوال بازمحمد دواری سلام ټایمز ته وویل، «په جوزجان ولایت کې د طالبانو او داعش تر منځ جدي او ژورې نښتې شوي دي،‌ تر دې چې له دواړو خواوو نه لسګونه جنګیالي وژل شوي او ټپیان شوي دي،»

هغه وویل، «په وروستیو کې، د دغو ډلو مشرانو په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې له خپلو جنګیالیو سره په لیدنو کې یو د بل پر ضد 'جهاد' اعلان کړ،»

خواوشا درې میاشتې مخکې، په درزاب ولسوالۍ کې په یوه پېښه کېداعش له ۱۰ طالبانو نه سرونه پرې کړل.‌ هغه وویل، چې داعش دغه کسان د جنګ په ډګر کې نیولي ول.‌

د سیمې ترلاسه کولو لپاره جګړه

په جوزجان ولایت کې د جګړې لوی هدف دا دی چې هر ګروپ خپل موقف پیاوړی کړي.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري سلام ټایمز ته وویل، «په وروستیو کې، هلته په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې د داعش او طالبانو تر منځ درنه جګړه وشوه، چې داعش وکولی شوای د چقمه چقور کلي په څېر یو شمېر سیمې له طالبانو څخه ونیسي،»

هغه د اکتوبر په ۲۵مه وویل، «طالبان، د دې لپاره، چې خپله له لاسه وتلې سیمه بېرته ترلاسه کړي، له هلمند، بادغیس او فاریاب ولایتونو څخه خپل سلګونه جنګیالي جوزجان ته راوغوښتل، چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې هلته جګړه روانه ده.»

د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د خیالي والي په شمول ۴۴ تنه طالب اورپکي په جګړه کې ووژل شول، او ۱۰ تنه نور ټپیان شول.‌ د غفوري په وینا، د داعش ۱۰ کسان ووژل شول او ۸ نور یې ټپیان شول.‌

هغه وویل، «د سپتمبر په ۲۰ مه په قوش تېپه ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش اورپکو تر منځ په یوه نښته کې ۲۰ تنه طالبان او ۶ تنه د داعش اورپکي ووژل شول.‌ د داعش جنګیالیو د ۵ طالب اورپکو جسدونه وسوزول.»

ملکي قربانیان

د طالبانو - داعش تر منځ نښتو ملکي خلکو ته هم تلفات ور اړولي او ډېر یې دې ته مجبور کړي چې له خپلو کورونو څخه وتښتي‌.‌

په قوش تېپه ولسوالۍ کې د چقمه چقور کلي یوه اوسېدونکي عظیم سلام ټایمز ته وویل، د اکتوبر په ۲۳مه د طالبانو او داعش جنګیالیو تر منځ په یوه نښته کې یوه ښځه ووژل شوه او ۶ ماشومان ټپیان شول.‌

هغه وویل، «سربېره پر دې،‌ ډېرو کورونو اور واخیست او د اورپکو له خوا په راکټونو د لګېدلو په نتیجه کې ویجاړ شول.‌ د طالبانو او داعش تر منځ د جنګ د ډېرېدا د وېرې له امله نن ټول دوکانونه او بازارونه بند دي،‌ او محلي خلک د خوړو د تأمیناتو له کمي سره مخامخ دي.‌»

د جوزجان ولایت یوه قومي مشر نعیم قرلق سلام ټایمز ته وویل، «په ځایي اوسېدونکیو باندې د طالبانو او داعش له خوا د تحمیل شوي ظلم سربېره،‌ هغه خلک چې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسېږي، د دواړو ترهګرو ډلو تر منځ د جنګ یوه درنه بیه پرې کوي،»

هغه د اکتوبر په ۲۴مه وویل، «د طالبانو او داعش تر منځ د روان جنګ له امله، د تېرو ۴ ورځو په بهیر کې، له ۴۰۰ نه ډېرې کورنۍ دې ته مجبورې کړای شوې چې خپل کورونه پرېږدي او د جوزجان ولایت مرکز ته پناه وېسي،»

غفوري د ملکي تلفاتو او همدارنګه د کورنیو د بې ځایه کېدلو په هکله راپورونه تایید کړل. هغه وویل، «امنیتي ځواکونه په قوش تېپه او درزاب کې د داعش او طالبانو د ځپلو لپاره د لویو نظامي عملیاتو ارزونه کوي،»‌

په ننګرهار کې مشابه جګړه

په ننګرهار ولایت کېهم د تاوتریخوالي یوه مشابه بېلګه لیدل کیږي.

د وروستیو جګړو په ترڅ کې، چې یو د بل د مرکزونو د نیولو او انتقام اخیستلو لپاره وشوې، لږ تر لږه ۲۶ طالبان او د داعش اورپکي وژل شوي دي.‌

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو،‌ تنګي او سپین غر سیمو کې مرکزونه لري. د اکتوبر په ۱۶مه،‌ د داعش ځواکونو د طالبانو په مرکز باندې برید وکړ،‌ چې سخته جګړه په کې وشوه.‌ په نتیجه کې، ۱۴ تنه طالبان او ۱۲ تنه د داعش جنګیالي ووژل شول او ډېر نور ټپیان شول.»

هغه وویل، ۴ تنه ځایي اوسېدونکي ووژل شول او ۲ تنه نور ژوبل شول «په داسې حال کې چې ۶۵۰ کورنۍ د طالبانو او داعش اورپکو تر منځ د جګړې په نتیجه کې بې ځایه شوې،»

یوه ځایي اوسېدونکی رحمت ګل سلام ټایمز ته وویل، «څو ورځې مخکې،‌ د طالبانو او داعش تر منځ په سپین غر او څپري سیمو کې سخته جګړه ونښتله. جګړه ټوله ورځ روانه وه،‌ چې په ترڅ کې یې له دواړو خواو نه یو زیات شمېر جنګیالي ووژل شول او نور ټپیان شول.»

هغه وویل،‌ «د دې جګړې په ترڅ کې، د ځایي خلکو ډېرو کورونو اور واخیست، او ډېرې کورنۍ د خپل ژوند د ژغورلو لپاره له خپلو کورونو څخه وتښتېدې او ملکیتونه یې پرځای پرېښودل،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر معلومات لري

ځواب