تروريزم

په افغانستان او پاکستان کې داعش کمزوری شوی دی

د جاويد محمود لخوا

داعش او طالبان جنګیالان د افغانستان په جلال آباد کې رسنیو ته د اکتوبر په ۳ مه وړاندې کيږي. افغان پولیسو وويل چې د داعش ۱۰ جنګيالان د دوو غیر افغان جنګيالانو په شمول او څلور طالبان وسله وال په ننګرهار صوبه کې په عملیاتو کې ونیول شول. [نورالله شیرزاده/ ای ايف پي]

داعش او طالبان جنګیالان د افغانستان په جلال آباد کې رسنیو ته د اکتوبر په ۳ مه وړاندې کيږي. افغان پولیسو وويل چې د داعش ۱۰ جنګيالان د دوو غیر افغان جنګيالانو په شمول او څلور طالبان وسله وال په ننګرهار صوبه کې په عملیاتو کې ونیول شول. [نورالله شیرزاده/ ای ايف پي]

اسلام آباد -- څارونکي وايي، په افغانسستان کې د ترروريزم ضد اغیزمن عملیاتو او د خلکو د کم ملاتړ له امله د داعش پراختیا کميږي او دا ډله په پاکستان کې ډير کم شتون لري.

په اسلام آباد کې د ستراتیژیکي مطالعاتو انسټیټوټ لخوا د نومبر په ۱۶ مه د خپور شوي راپور له مخي، په افغانستان کې د داعش د شتون دا مطلب نه لري چې د وسطي ايشيا نه جنګیالان په ځمکه کې بند هيواد ته راغلي دي.

په راپور کې راغلي، "داسې ښکاري چې په افغانستان کې د داعش واګې د تحریک طالبان پاکستان او د طالبانو د نورو کمزورو ډلو په لاس کې دي چې موخه يې په کاميابۍ سره خپل ځان د يو نوي تنظيم په توګه رامنځته کول دي."

په راپور کې راغلي، سربېره پر دې، داعش د "بهرنۍ مرستې" او تمویل له کبله ژوندی پاتې دی. "په سوريه او عراق کې دا ډله پراخه شوه ځکه چې دې هغه ګروپونه راجلب کړل کوم چې د فرقه ایزو رژیمونو په وړاندې شکایتونه لرل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې حالات په بشپړه توګه بدل دي."

د نورو وسله والو سره نښته

که څه هم داعش په "افغانستان کې په زرګونو جنګیالان او پلویان لري،" خو په حقيقت کې کیسه بل شان ده.

د راپور په وینا، "په افغانستان کې د يو پیاوړي مرکز جوړولو لپاره، داعش مجبوره و چې طالبانو او القاعدې دواړو ته چيلنج ورکړي."

د داعش لپاره دا "یو لوی چيلنج" دی چې په هغه هیواد کې خپله ډله پراخه کړي چېرته چې طالبان د کلونو راهیسې ژوند او جګړه کوي. اکثر دوی دا جګړا د "قبايلي سیسټم په ملاتړ او د افغانستان سره د [ګډ] قومي تړاوونو له کبله کوي."

د راپور په وینا، داعش "يوه بله بهرنۍ ډله ده چې په افغانستان کې د خپل شتون پیاوړي کولو هڅه کوي."

د راپور له مخې، که څه هم په افغانستان کې د داعش لپاره مرسته او د "داعش پراختیا" ډیره کمه ده ... خو دا بيا هم د نړیوالې ټولنې پام ته اړتیا لري." "په افغانستان کې د داعش د پراختيا د مخنيوي لپاره يوازينۍ لاره په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د موخو څارنه ده."

یو کمزوری بنياد

په پيښور کې ميشت بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې د فاټا پخوانی امنیتي سيکريټری دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "په افغانستان کې داعش د تباهۍ سره مخامخ دی، او په فزیکي توګه دا په پاکستان کې شتون نه لري."

داعش له طالبانو سره په خونړۍ جګړه کې، په ځانګړي توګه د افغانستان په زابل کې، خپل ډیر روزول شوي جنګیالان له لاسه ورکړي دي، او دا تروریستي سازمان به ژر ختم شي."

هغه وويل، داعش په پاکستان کې پياوړی مرکز نه لري، ځکه چې پوځي او استخباراتي عملیاتو په تیرو څو کلونو کې اورپکي دړي وړي کړې ده.

په اسلام آباد کې ميشت امنيتي شنونکی، کرنل (ريټايرډ) علي رضا مير، چې پخوا يې د استخباراتو ادارې د تروریزم په وړاندې د مبارزې په څانګه کې کار کولو، وويل،"پولې ته باړ لګول به د پاکستان سره مرسته وکړي چې له افغانستان څخه د وسله والو د نفوذ مخه ونيسي او د داعش لپاره د سيمه ییز ملاتړ امکانات ختم کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، چې د پاکستاني پوځ عملیاتو اورپکي له منځه وړلې ده او په هیواد کې يې داعش د پښې لګولو نه منع کړی دی. هغه زياته کړه، "پاکستان د مذهبي زغم او همغږۍ له لارې افراطیت او اورپکي" د تل لپاره ختمولی شي.

د لږو خلکو ملاتړ

عبدالله خان، چې په اسلام آباد کې د شخړو او امنيتي مطالعاتو لپاره د پاکستان انسټيټوټ منيجنګ ډايريکټر دی، وويل،په بلوچستان کې داعش لږ شان ملاتړ لري او هلته اورپکۍ ته وده ورکوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، بیا هم، داعش "توان نه لري چې د پاکستان په نورو سیمو کې د سخت امنیتي تدابیرو او د وسله والو په وړاندې د استخباراتو پر بنسټ د روان عملیاتونو له امله خپلې پښې پياوړي کړي."

هغه وويل، په افغانستان کې د داعش او طالبانو تر منځ وروستي خونړۍ نښتې دا خبره ثابتوي چې طالبان به دښمنان پاتې شي.

خان وویل، "يو شان کوششونه پکار دي چې داعش، طالبان او نورې ډلې په دواړو هيوادونو کې د اورپکۍ اور ته د لمن وهلو نه منع کړی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا جګړه د چا ده؟ د افغانستان، پاکستان یا د پښتنو؛ هغه هیوادونه، چې افغانستان د خپلو ګټو لپاره کاروي، پټ نه دي. زه يقين لرم که چيرې هند له افغانستان څخه ووځي، نو سوله به رامنځته شي. دا جګړه تر هغه پورې نه شي ختمیدلی ترڅو چې هند په افغانستان کې موجود وي.

ځواب