جرم او انصاف

د خیبرپښتونخوا پولیس له ښه تحقیقاتو سره د ترهګریزو محاکمو کچه لوړوي

د جاويد خان لخوا

د خیبرپښتونخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې پوليس په پیښور کې د نومبر په ۹ مه اوه شکمن ترهګر رسنیو ته وړاندې کوي. په خیبرپښتونخوا کې، د شکمنو وسله والو د محکومیت کچه د پولیسو د ښه کار له امله زیاته شوې ده. [د خيبر پښتونخوا سي ټي ډي پولیس]

د خیبرپښتونخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې پوليس په پیښور کې د نومبر په ۹ مه اوه شکمن ترهګر رسنیو ته وړاندې کوي. په خیبرپښتونخوا کې، د شکمنو وسله والو د محکومیت کچه د پولیسو د ښه کار له امله زیاته شوې ده. [د خيبر پښتونخوا سي ټي ډي پولیس]

پیښور -- د چارواکو له مخې، په خیبر پښتونخواه کې د تروریزم د بریدونوپه اړه د پلټنو کیفیت ښه شوی دی او هم دا وجه ده چې په دې وروستیو میاشتو کې ۱۹وسله وال کسان محکوم شول.

په دې پروسه کې نیمګړتیاوې لرې شوي او تحقیقات کونکو په لوړو قضیو کې په وروستي کلونو کې ځانګړي ټريننګونه ترلاسه کړې چې دوی خپلو صلاحيتونو ته وده ورکړي. دې اصلاحاتو په مختلفو پیښو کې د ترهګرو په محکومولو کې د پولیسو سره مرسته کړي ده.

د پولیسو د خیبرپښتونخوا انسپکټر جنرل صلاح الدین خان محسود پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ کار کوو چې د خیبرپښتونخوا د پولیسو د تحقیق د څانګې اصلاح وکړو چې هغوی په پلټنو او په ځانګړي توګه په لوړو پلټنو کې ښه والی راولي."

هغه وويل، د خيبر پښتونخوا پوليسو په حيات آباد کې يوه اکيډمي پرانيستله چې د تحقيقاتو او عملياتو د څانګو څخه پوليسو افسرانو ته ځانګړی روزنه ورکړي.

محسود وويل: "ځانګړي کورسونو او د ټکنالوژۍ کارولو د کيسونو څيړنه ښه کړې ده." هغه زياته کړه، د پوليسو د تحقيقاتو څانګه او د تروريزم ضد ادارې د خپل فعاليت د پياوړتيا لپاره نوي ټکنالوژي ترلاسه کړې ده.

ښه تحقیقات، زياتې محاکمې

د لوړو پولیسو چارواکو په وینا، په دې وروستيو مياشتو کې د محاکمو کچه د ښه تحقيقاتو او د سي ټي ډي د ښه کولو له امله لوړه شوې ده.

په سي ټي ډي اداره کې د پوليسو سپرنټنډنټ وقار احمد پاکستان فارورډ ته وویل، "سږ کال د سي ټي ډي د کسيونو شرح ۶۶٪ ده، چې دا تیر کال ۴۳٪ وه او په ۲۰۱۵ کال کې ۳۱٪ وه."

د خیبرپښتونخوا د پولیسو سينير سپرنټنډنټ زاهد الله خان پاکستان فارورډ ته وویل، "په خيبر پښتونخوا کې د تروريزم ضد عدالت په تیرو دوو میاشتو کې نولس هغه وسله وال محکوم کړل چې په مختلفو تروريستي بريدونو کې ښکيل ول."

د خان له مخې، د غټو ترهګرو محاکمې به د نورو ترهګرو مخه ونيسي او د خیبرپښتونخوا په خلکو کې به د امنیت احساس پیاوړی کړي.

هغه وویل: "د تروريزم ضد عدالت د تحقيقاتو څانګې د مجموعي ښه والي له کبله ترهګر محکوموي."

ترهګر لرې کول

د سي ټي ډي ریکارډ له مخې، په تیرو دوو میاشتو کې په محکوم شوي کسانو کې شیخ هارون او عصمت الله شامل دي، چې تیر کال په پیښور کې د پیسو لپاره د تښتونې په تور نيول شوي وو.

د تروريزم ضد عدالت د اکتوبر په مياشت کې په پیښور کې دغه دواړو کسانو ته د تل عمر قيد سزا واوروله او په هر یو تن یې ۲۰۰،۰۰۰ روپۍ (۱،۹۰۰ امريکايي ډالره) جرمانه ولګوله.

درې نورو ترهګرو -- سید عمیر، محمد کامران او محمد سهیل -- ته د ۲۳ کالو سزا واورول شوه او هر يو تن ۵۰۰،۰۰۰ روپۍ (۴،۷۵۰ امريکايي ډالره) جرمانه شو، ځکه چې دوی په دسمبر ۲۰۱۵ کال کې په پیښور کې د پولیسو په کانوايۍ باندې برید کړی و.

په پېښور کې یو وکیل، عادل خان، پاکستان فارورډ ته وویل: "په دغه ټولو کيسونو کې شواهد د پولیسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو په حق کې دي. دغه کيسونه په سمه توګه څیړل شوي دي او ټول اړین شواهد لري."

هغه وويل، په تېر وختونو کې به عدالتونو شکمن کسانو ته د شک ګټې ورکولی ځکه چې پوليسو به په ناسمه توګه د کيسونو پلټنه کوله.

هغه زياته کړه: "پوليسو له پکار ده چې د پلټنې په څانګه باندې زيات تمرکز وکړي ځکه چې دا په عدالت کې د کيسونو په ګټلو کې مرسته کولی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500