تکنالوژي

پاکستان قاچاق شوي او جعلي موبایل فونونه بلاک کوي

د عديل سعيد لخوا

د ماډل کسټمز کلکيټوريټ چارواکي د فبرورۍ په ۲۴ مه په پیښور انټرنیشنل ایرپورټ کې د موبايل فونونو معاينه کوي او دغه فونونه رجسټر کوي. د پاکستان د مواصلاتو ادارې يو سسټم جوړ کړی دی چې د قاچاق شوي یا غیر رجسټر شوي موبايل فونونو کارولو مخه ونيسي. [ماډل کسټمز کليکټوريټ پيښور]

د ماډل کسټمز کلکيټوريټ چارواکي د فبرورۍ په ۲۴ مه په پیښور انټرنیشنل ایرپورټ کې د موبايل فونونو معاينه کوي او دغه فونونه رجسټر کوي. د پاکستان د مواصلاتو ادارې يو سسټم جوړ کړی دی چې د قاچاق شوي یا غیر رجسټر شوي موبايل فونونو کارولو مخه ونيسي. [ماډل کسټمز کليکټوريټ پيښور]

پیښور -- د پاکستان مواصلاتي اداره، چې د هیواد د مواصلاتو څارونه کوي، يو سسټم جوړوي چې په ناقانونه توګه د درامد شوي او جعلي موبایل فونونو کارولو مخه ونيسي.

په ټول هيواد کې دا سیسټم، چې د وسيلو د معلومولو، رجسټر کولو او بندولو سسټم (DIRBS) په نامه ياديږي، به د وسيلو د معلومولو د مرکزي رجسټر په توګه فعاليت کوي. دا يو ډيټابيس دی چې په دې کې د غير قانوني موبايل فونونو د پيژندلو لپاره نړیوالې شميرې (IMEI) موجود دي.

کله چې DIRBS کار پيل کړي، نو قاچاق شوي فونونه، چې جعلي یا غلا شوي IMEI شمیرې لري، د پاکستان په موبايل نيټ ورکونو باندې به د فعاليت کولو توان نه لري، له دې امله دا به د موبايل فونونو د قاچاق مخه ونیسي.

د پي ټي اې ډپټي ډايريکټر ناصر علی خان پاکستان فارورډ ته وویل، "د DIRBS جوړولو پلان پای ته رسيدلی دی او دا د ټولو برخه والو سره د مشورې له لارې منظور شوی دی، او په رسمي توګه د دې د پيلولو لپاره عارضي نيټه د دسمبر مياشت مقرر شوي ده."

هغه وويل، "دا سیسټم به په هیواد کې د جعلي او په غیرقانوني توګه د درامد شوي موبايل فونونو په معلومولو کې مرسته وکړي، کوم چې د ماليې نه بچ پاتې کيږي او کله چې جنایتکاران، دهوکه باز او ترهګر دا فونونه په غلطه توګه کاروي، نو دا امنيتي انديښنو ته وده ورکوي."

د مقرراتو له مخې، غير رجسټر شوي موبايل فونونه به توان ونه لري چې د موبايل کمپنو سیسټم سره کنيکټ شي. که چيرې د دې IMEI شمیرې رجسټر شوي وي نو دا سیسټم به د غلا شوي فونونو په بندولو کې هم مرسته وکړي.

په میلیونونو غیر قانوني فونونه

FLARE، چې د پاکستان د مواصلاتو او آی ټې سوداګرۍ مجله ده، راپور ورکړو چې پي ټي ای د استخباراتي ادارو او د عوایدو فدرالي بورډ په درخواست باندې د قاچاق شوي او د هغه فونونو د بندولو لپاره دا سيسټم جوړ کړو کوم چې IMEI شميرې نه لري.

د رسمي ارقامو له مخې، د اګست د میاشتې په مجله کې، FLARE راپور ورکړو چې هر کال شاوخوا یو ميلیونه موبایل فونونه پاکستان ته قاچاق کیږي، چې خزانې ته هرکال د ۱۵ بيليونو روپو (۱۵۰ ميليونه امريکايي ډالره) زيان رسوي.

غیر رسمي ارقام دا شمير ډير زيات ښيي. د دې ارقامو له مخې، هر کال د پنځو نه تر شپږو میلیونو پورې موبایل فونونه قاچاق کيږي چې خزانې ته د ۷۵ ميليارده روپو ( ۷۵۰ ميليونه امريکايي ډالره) زيان رسوي.

په پيښور کې کسټم کليکټر ګل رحمان پاکستان فارورډ ته وويل، "دا سمه پریکړه ده چې دا ډول سیسټم جوړ کړي ځکه چې کسټم ډپارټمنټ هره ورځ په مختلفو ایرپورټونو کې ډیر قاچاق شوي موبایل فونونه نیسي."

د بیلګې په توګه، د نومبر په ۴ مه، په کراچۍ کې د کسټم چارواکو ۶۴،۰۰۰ قاچاق شوي فونونه ونيول چې د دې په بازار کې قيمت نږدې ۳۵۰ ميلونه روپۍ (۳.۵ ميليونه امريکايي ډالره) دی.

چارواکي وايي، چې دغه موبایل فونونه په روښانه توګه د ايل اي ډي او بلبونو په توګه ښول شوي ول. چارواکو وروسته په کراچۍ کې په يو کور کې ۸۰،۰۰۰ فونونه ضبط کړل.

رحمان وويل، ايف بي آر د داسې موبايل فونونو د قاچاق کولو مخه نيول غواړي، کوم چې امنيتي ستونزې رامنځته کوي.

هغه وويل: "د بنديز سيسټم نصبولو وروسته، د داسې وسيلو ناقانونه واردات به په طبيعي توګه کم شي."

رحمان وويل، "کسټمز ډپارټمنټ به د عامه خوندیتوب او د هیواد د عوايدو د غلا د مخنيوي ... چې دا غلا د میلیاردونو روپو ده ... لپاره د DIRBS په پلي کولو کې د پي ټي ای او نورو اړوندو ادارو سره په بشپړ ډول همکاري وکړي."

یوه لویه امنیتي مسله

نثار اعوان، چې په خیبر پښتونخواه کې د موبايل توکو د سوداګرانو مرکزي سازمان صدر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "دا په سم لوري ګام دی ځکه چې د تروریزم لپاره د وارد شویو موبایل فونونو د غلط استعمال په اړه ډیر شکایتونه موجو ول."

هغه وويل: "هر هغه څيز بلاک کول او له منځه وړل پکار دي کوم چې امنيتي خطر رامنځته کوي."

هغه وويل: "قاچاق شوي موبايل فونونه جدي انديښنې رامنځته کولې ځکه چې د دغه فونونو خاوندان معلومول ګران کار و."

اعوان وويل، "د DIRBS د نصبولو وروسته، موبايل کمپنۍ به پابندې کړی شي چې یوازې هغه موبايل فونونو ته خپل خدمت چمتو کړي کوم چې د سسټم سره د IMEI او د کمپیوټرايزډ شناختي کارډونو شمیرو له لارې رجسټر شوي وي. دا به د ناوړه فعالیتونو لپاره د فونونو د غلط استعمال مخه ونیسي."

اعوان په پاکستان کې د تروریزم په وړاندي په روانه جګړه کې د پي ټي ای او ملي ډیټابیس او د رجسټريشن ادارې د رول ستاینه وکړه.

هغه وويل، "دواړو سازمانونو د بايو ميټرک سسټم په واسطه د ۱۰۳ میلیونو موبایل سمونو رجسټر کولو او د دوو ميليونو کارډونو بلاک کولو له لارې د هیواد د امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې ده."

اعوان د سوداګریزې ټولنې څخه د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه چې DIRBS بریالی کړي.

هغه وويل: "مونږ به د خلکو د خوندیتوب او د خپلو هیوادوالو د امنیت لپاره د هر يو اقدام سره په بشپړه توګه مرسته کوو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که چيرې يو کس موبایل فون د بهرني هيواد نه پاکستان ته سمګل کوي نو راپوټ به کوم ځای درج کوو

ځواب